1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اټومي مذاکرات؛ د ایران او امریکا پلاوي عمان ته رسېدلي

۱۴۰۴ فروردین ۲۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو او ایران لوړپوړي پلاوي عمان ته رسېدلي تر څو د ایران د اټومي پروګرام مذاکرات پیل کړي. تر دې وړاندې ترمپ ګواښ کړی و چې یو جوړجاړي ته د نه رسېدو په صورت کې به پوځي اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (کيڼ لور) په مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره
د امریکا متحده ایالاتو او ایران لوړپوړي پلاوي عمان ته رسېدلي تر څو د ایران د اټومي پروګرام مذاکرات پیل کړيانځور: Iranian Foreign Ministry/Anadolu/picture alliance

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ایران له اټومي پروګرام څخه ووت. دا تر هغه وروسته د امریکا او ایران د لوړ رتبه چارواکو تر منځ لومړني مذاکرات دي چې په عمان کې پیلیږي.

په دغو مذاکراتو کې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري ستیف ویکتوف کوي چې د منځني ختيځ له پاره د ترمپ ځانګړی استازی دی. د ایراني پلاوي مشري د دغه هېواد خارجه وزیر، عباس عراقچي، کوي. په پام کې ده مذاکرات د بندو دروازو تر شا وشي. د عمان پلازمینه مسقط د دغو مذاکراتو کوربه دی. مسقط له مودې راهیسې د ایران او غربي هېوادونو تر منځ د منځګړي نقش لوبوي.

د ایران دولتي تلویزیون د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۲مه) وويل چې عراقچي مسقط ته رسېدلی او له عماني چارواکو سره ېې هم ليدلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د مذاکراتو له پيل څخه څو ساعته مخکې خبریالانو ته وویل: «زه غواړم ایران یو فوق العاده، ستر او ښاد هېواد وي، خو هغوی نشي کولی اټومي وسلې ولري.»

ترمپ د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به مذاکرات وشي.

د ایران د مذهبي رهبر سلاکار، علي شمخاني، وویل چې ایران د یو «واقعي او عادلانه هوکړې په لټه کې دی.» هغه زیاته کړه: «مهم او د اجرا وړ وړاندیزونه چمتو شوي دي.»

هغه پر اکس شبکه وليکل: «که واشنګټن ښه نیت ښکاره کړي، په مخ کې پرته لار به هواره وي.»

لا تر اوسه د مذاکراتو نوعیت تائید شوی نه دی. که څه هم امریکا متحده ایالاتو ويلي چې دغه مذاکرات مستقیم دي، خو ایران ېې پر غیرمستقیموالي ټينګار کړی دی.

په ورته وخت کې یوې عماني سرچينې د شنبې په ورځ رويټرز خبري آژانس ته وویل، د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات تر ډېره په سیمه کې د کړکېچ پر کمښت، د زندانیانو پر تبادلې او همدارنګه پر ایران د لګول شوو اقتصادي بندیزو متمرکز دي. یادې سرچینې ویلي دي چې ایران به د دې کار په بدل کې د خپل اټومي پروګرام کنټرول کړي.

د ایران د تسنیم خبري آژانس د رپوټ پر اساس، ایراني پلاوي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر، بدر بن حمد بوسعیدي، سره تر کتنې وروسته، غيرمستقیم مذاکرات پیلوي.

تسنیم خبري آژانس د مذاکراتو د پيل وخت، د مسقط پر ځايي وخت د شنبې ورځ تر غرمې وروسته ښودلی و.

ترمپ تر دې مخکې ایران سره د اټومي مذاکراتو د مخته وړلو خبره، په سپينه ماڼۍ کې د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په یوه خبري کنفرانس کې کړې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل