اټومي پروګرام :د ايران سره خبري پربې باوريو سربيره دوام پيدا کوي
۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبهدغه کارپوهان همدارنګه وايي چي د خبرواترو دغه نوي پړاو ونسوای کولای چي دتهران او بين امللي قدرتونو په منځ کي موجوده بې باوري له منځه يوسي .
د ايران، اروپا، جرمني، چين، فرانسه، روسيه او متحده ايالاتو تر منځ دوه ورځنۍ خبري چي په ژنيو کي تر سره سوې، د سه شنبې په ورځ پای ته ورسيدې . په دغو خبرو اترو کي فيصله وشوه چي دغه هيوادونه به بيا د راتلونکي کال په جنوري مياشتي کي د ترکيې په پلازمينه، استامبول کي سره وويني .
دتهران سره د خبرو په دغه پړاو کي د بين امللي ټولني مرکچي د اروپا د بهرنيو چارو مسؤله، کترين اشتن وه . اشتن مخکي تر دې د تهران هغه غوښتنه چي د دوشنبه او سه شنبه خبري اتري دي په ترکيه وسي ،رد کړې او پرځای يې ژنيو و ټاکی . خو اوس به د خبرو اترو بل پړاو، چي د راتلونکي کال په جنورۍکي ترسره کيږي، ترکيه كښي وي .
کترين اشتن چي د ژنيو د غونډي څخه وروسته يې د ژورنالستانو سره خبري کولي ،وويل:
«موږ او د ايران پريکړه وکړه چي دغو خبرو اترو ته به د جنورۍ په مياشت کي په ترکيه کي دوام ورکو.»
په همدې حال کي په دغو خبرو کي د متحده ايالاتو يوه استازي وويل : «موږ د دغو خبرو اترو څخه د ډيرو پرمختګونو تمه نه درلوده، خو دا يو پيل دی .»
دغه ډول د جرمني خارجه وزير، ګيدو ويستر ويله دايران سره د اټومي شخړي پر سر خبر يوازي يو پيل وګاڼه . ده وويل چي سمد لاسه د پرمختګ انتظار بايد و نسي. هغه زياته کړه :
« مونږ غواړو داسي پرمختګ وسي چي د رښتيني ماهيت څخه برخمند وي. دا زموږ هدف دی . موږ په دې عقيده يو، چي ايران ددغي موقع څخه استفاده وکړي . مونږ د بين امللي ټولني په حيث پرخپل دريز ټنګ پاته يو او په عين وخت کي د ډيالوګ او خبرو اترو د دوام لپاره چمتو يوچي يوه ښه نتيجه لاس ته راوړو. »
همداراز تهران ته د فرانسې پخوانی سفير، فرانسوا نيکولود ويلي چي د دغو خبرو اترو په اړه تر ټولو مهمه خبره دا ده چي زموږ لومړنی غونډه په مکمله ډول ناکامه نسوه. ده زياته کړه چي د خبرو اترو د نتايجو ليدلو ته ډيره حوصله په کار ده .
دا په داسي حال کي ده چي د ايران دولت په ورستيو وختو کي څوواره ټينګار کړيدی چي د دوی د اټومي پروګرام حق ښکاره دی او څوک پکښي د مداخلې حق نه لري . خو يو فرانسوی کارپوه وايي چي دا د ايران په ګټه ده چي د بين امللي ټولني سره خبري اتري وکړي.
په همدې حال کي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن، تيره اوني وويل چي ايران حق لري سوله ايز اټومي پروګرام تعقيب کړي ، خو دغه هيواد بايد د بين امللي ټولني هغه انديښنې چي د ايران د اټومي پروګرام په اړه يې لري، له منځه يوسي.
دبين امللي اټومي انرژۍ سازمان IAEO پخواني غړي ، ديويد البريت وايي چي د ايران د اټومي پروګرام په مقابل کي د نړيوالي هماهنګۍ په نتيجه کي پر ايران فشارونه دډيريدو په حال کي دی .
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی : محمد قاسم نوري