اپل شرکت د کرونا ویروس په سبب د تاوان سره مخامخ دی
۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه
په چین کي د کرونا ویروس د پراخیدو او خلکو لږ تقاضأ د اپل شرکت او هم د ټولي نړې اسهامي بازارونه د سخت تاوان سره مخامخ کړي دي. چین نه یوازي ددغه شرکت مهم تولیدونکی هیواد، بلکي لوی بازار یې هم دی.
اعلان
دغه لوی امریکايي شرکت پرون دوشنبه ورځ (د فبرورۍ میاشتي ۱۷ مه) اعلان وکړ، چي د همدې عیسوي کال تر پایه پوري د ۶۳ څخه تر ۶۷ میلیارډه ډالره اټکل سوی عاید به تر لاسه نه سي. په چین کي د اپل الکترونیکي شرکت د تولیداتو راکمیدلو په سبب ټولي دنیا ته د آیفون په استولو کي هم محدودیت رامنځته سوی دی.
د دا ډول پیش بینۍ په سبب خصوصأ د اسیا اسعاري بازارونه او هم د جرمني اسهامي جدول ډکس- DAX د سخت تاون سره مخامخ سوی دی.
اپل شرکت ویلي دي، دا چي چین د دوی د محصولاتو مهم تولیدونکي هیواد دی او اوس هلته د کرونا ویروس راپیدا سوی دی، نو یې باید په اول سر کي خپل ټوله دوکانونه تړلي وای. که څه هم هغوی کرار کرار بیرته خلاصیږي او وضع تر یوه حده پوري عادي کیږي، خو بیا به هم دغه پروسه تر ډیره وخته پوري دوام وکړي.
د اپل برقي شرکت د تاوانونو په سبب د سوني شرکت اسهامي جدول ته هم تاوان رسیدلی دی. د کرونا ویروس د چین اقتصاد ته همدا اوس لا سخته ضربه ورکړې ده. د خارج څخه اکثره پروازونه ورباندي قطع سوي، خارجي کمپنیو اکثرأ خپلي څانگي تړلي او یا یې مرکز ته راانتقال کړي دي.کرونا، انفولانزا او زُکام ،څنگه پوهیږم، په کوم یوه اخته یم؟
په دې منځ کي په چین کي د کرونا ویروس څخه د رسمي ارقامو پر اساس تر ۱۸۰۰ اضافه انسانان مړه سوي او تر ۷۲۰۰۰ لا ډیر په اخته سوي دي.
تر ټولو زيات موبايل انټرنټ چيري کاريږي؟ ـ انځوريز راپور
د موبايل انټرنټ د پيکيجونو يا د حجم تجارتي بستې ډيري مهمي سوي دي او په ټولو هيوادونو کي د موبايل ډېټا لېږد رالېږد د زياتېدو په حال کي دی. دا چي تر ټولو زيات موبايل انټرنټ د کوم هيواد وګړي کاروي، دلته يې وپېژنئ:
انځور: AFP/Getty Images/Jung Yeon-Je
۱۵ مقام ـ مکسيکو
په دغه هيواد کي هر موبايل په مياشت کي اوسطا ۷۴۰ ميګابايټه انټرنټ کاروي
انځور: AFP/Getty Images/Jung Yeon-Je
۱۴ مقام ـ آلمان
په دغه هيواد کي هر موبايل په مياشت کي اوسطا ۱،۲۱ ګيګابايټه انټرنټ کاروي
انځور: Getty Images/AFP/J. Macdougal
۱۳ مقام ـ کاناډه
په دغه هيواد کي هر موبايل په مياشت کي اوسطا ۱،۴۹ ګيګابايټه انټرنټ کاروي
انځور: Reuters/D. Ruvic
۱۲ مقام ـ آسټراليا
په دغه هيواد کي هر موبايل په مياشت کي اوسطا ۱،۵۴ ګيګابايټه انټرنټ کاروي
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra
۱۱ مقام ـ فرانسه
په دغه هيواد کي هر موبايل په مياشت کي اوسطا ۱،۶۲ ګيګابايټه انټرنټ کاروي