اکبري: «په پاکستانۍ کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز لګوو»
محمد ابراهيم سپېڅلی / کندهار۱۳۹۵ مرداد ۸, جمعه[No title]
پاکستانۍ کلدارې يا روپۍ په سويلي ولايت کندهار کي
په کندهارکي د سویلي حوزې د افغانستان بانکونو عمومي مسؤل محمد نعیم اکبري المان ږغ ته وویل، غواړي د سرحدی ولسوالۍ سپين بولدک څخه دپاکستانۍ کلدارو پر راکړه ورکړه بندیز لګول راپيل کړي.
د سویلي حوزې د افغانستان بانکونو عمومي مسؤل محمد نعیم اکبري وايي دامهال د سویلي حوزې په ټولو ولایتونو کي د پاکستان پولي واحد کلداره رایج ده.
خو په کندهارکي یوشمیر سوداګر او صرافان بیا وايي، په دې کارسره به دوی ته تاوان ورسیږي، ځکه خلک د افغانۍ په پرتله پر کلدارو باور لري.
د کندهار عام اوسیدونکي هم غواړي، چي افغانۍ دي د نورو پرمختللو پولي واحدونو په ډول خپل ځان ثابت کړي.
د کندهاريانو په قول، که لوی سوداګر او دولت وغواړي دوی ورسره همکار دي او نه غواړي، چي د افغانۍ پرځای په پردیو پيسو راکړه ورکړه وکړي.
سیمه ییز دوکانداران هم د افغانیو په رواجولو خوشحال دي دوی وايي، له وچي مجبورۍ څخه د پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه کوي.
د صرافانو په قول، که چیري یومخ کلداري بندي سي، نو ددوی په کاروبار به منفي سیوری وغوړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(16.07.2015):
په کندهار کې د ښځو لوړ غږ
مریم دراني په کندهار کې ښځو ته مسلکي روزنې ورکوي ترڅو پر خپلو پښو ودریږي، انګلیسي او انترنت ورزده کوي چې له نړۍ سره په اړیکه کې ووسي او د یوې راډیو له لارې یې غږ ټولو کندهاریانو ته رسوي.
میرمن درانۍ۳۱ کاله وړاندې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال زیږېدلې او په همدې هیواد کې يې تر یوولسم ټولګی پوري زده کړي. هغه اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د وروستی کال محصله ده. خو دا د هغې د ژوند ټوله کیسه نه ده. میرمن دراني په کندهار کې د ښځو له پاره کار کوي او په دې برخه کې یې ډیرې لاس ته راوړنې هم لرلې دي.
میرمن دراني له ایران څخه تر ستنیدو وروسته خپل کارونه له معلمۍ څخه پیل کړل. خو بیا یې لس کاله وړاندې د «خدیجه الکبرا» ټولنه جوړه کړه. په دې ټولنه کې ښځو او نجونو ته لاسي صنایعې زده کیږي.
پر دې سربیره د میرمن دراني ټولنه کندهاري نجونو ته په وړیا توګه انترنت برابروي او همداراز ورته د انګلیسي ژبې زدکړې ورکوي.
کندهارۍ میرمنې د «ملالې میوندې» په نامه وړیا انټرنیټ کیفي لاسرسی لري او د «زده کړو کور» په نوم د انګلیسي، کمپيوټر او سواد زده کړي به کورس کې په وړیا توګې روزنې ترلاسه کوي. دغه هر څه د میرمن دراني په ابتکار رامنځ ته شوي دي چې به لسهاو ښځې او نجونې ورڅخه ګټه اخلي.
د دې له پاره چې درانۍ د کندهار لیریو پرتو سیمو ته د ښځو د غږ ورسوي او په یوه وخت کې له ډیرو نارینه او ښځو سره په اړیکه کې وي، مریم دراني په ۲۰۱۱ کال کې د «میرمن» په نوم یوه راډیو جوړه کړه.
فاطمه د کندهار اوسیندونکې ده چې په «خدیجه الکبرا» بنسټ کې یې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي. هغه اوس په کندهار کې چې ډیری نورې میرمنې په کورنو کې ناستې او د خپل میړه مالي مرستو پورې تړې وي، له خپلې کورنۍ سره مالي مرستې کوي.
درانی وايي چې ټولنه یې بې وزله میرمنو ته پورونه هم ورکوي. د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعاله وایي چې له دې لارې ډیرې میرمنې پر خپلو پښو باندې دریدلي او د نورو له پاره پر بیلګو بدلې شوي دي.
مریم دراني د خپلو هلوځلو له کبله په نړيواله کچه ستایل شوې او ډیری جایزې یې ترلاسه کړي دي. هغې ته د نورو هیوادونو تر څنګ په امریکا متحده ایالاتو کې د زړه ورې ښځې، په هالند کې د بیان د ازادۍ جایزې او په ترکیې کې د سولي جایزه ورکړل شوې ده.