1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

اکثره کندهاریان د کرونا په مقابل کي بې غوري کوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

په کندهارکي اوس هم اکثره دوکانونه خلاص دي، د خلکو او عراده جاتو تګ راتګ د پخوا په ډول دی او د لاس او غیږي روغبړ خوعادي خبره ده، نو ایا د کرونا ضد حکومتي قیوداتو باندي څوک نه پوهیږي او که يې د عملي کیدو امکانات نه سته؟

Kandahar Aufbau Korruption
انځور: DW/I. Spesalai

ماسکونه او دستکلې کارول یو ډول عیب بلل کیږي او ځیني کسان خو د ځان سره وخاندي او وايي، کرونا په دې شیانو راګرځوۍ.

ځیني کندهاریان بیا د کرونا له راتګ سره سم په کورونو او میله ځایونو کي هره ورځ د زړه له اخلاصه ګډ مجلسونه، ورقي او حتی د موسیقۍ پروګرامونه جوړوي.

که څه هم په کندهارکي امنیتي مسؤلین د قرانطین امر کړی دی، خو خلګ لکه څنګه چي ورته په کار ده، له یوڅو مهمو ځایونو څخه ماسوا یې نور نه عملي کوي.

ځیني کندهاریان بیا دخلکو دغه ډول بې غورۍ سخت اندېښمن کړي دي او زیاتوي، چي که چیري خلک کرونا ناروغۍ ته همداسي د مسخرو یاهم د پیغورۍ په سترګه کتل دوام ورکړي، نو هغه ورځ لیري نه ده، چي په دغه ولایت کي به د کرونا د مثبتو پېښو تعداد په زرهاوو ته ورسیږي، چي بیابه يې مهارکول اسانه کار نه کوي.

د کندهار ښار دوه تنه اوسیدونکي غلام فاروق او حیمدالله په دې اړه المان ږغ دویچه ویله ته داسي وویل:

« محضي په نامه قرنطین دی، په ښارکي اکثره دوکانونه، سلمانیان او نور دوکانونه، چي خلک ورته ډېره اړتیا نه لري هم خلاص دي.

په هربازار کي د خلکو بیروبار او میلو ته تګ هغه څه دی، چي که مخنیوي يې ونه سي، نو دابه لویه فاجعه رامنځته کړي، ځکه که چیري یوشمیر دوکاندارانو دوکانونه تړلي دي، مګر د دوکانونو مخ ته سره راټول وي او کتار، چکه او ورقي کوي، مجلس يې تود وي. »

د کندهار د والي ویاند بهیراحمدي بیا وايي، د کرونا ناروغۍ په وړاندي د مبارزې کمیسون لخوا یې په ټول ښارکي د قرنطین کلک ږغ کړی او د امنیتي څانګو په همکاري هیڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي، چي دغه اصول ترپښو لاندي کړي.

« کندهارښار تر امر ثاني پوري قرنطین دی او هیڅوک حق نه لري، چي د خوراکي توکو څخه ماسوا د نورو شیانو دوکانونه خلاص کړي.

کندهار ته لويي لاري هم بندي دي او په دې اړه موږ ډیر جدي یو. »

د کندهارښارځیني اوسیدونکي بیا وايي، دولت تش قرنطین اعلان کړی دی او نور سرنه په ګرځوي.

ددغو کندهاریانو په قول، په داسي حال کي، چي کندهارد کرونا د مثبتو پيښو په ګراف کي د ټول هیواد په کچه درېیم ځای لري، مګر بیاهم د کابل، هرات او نورو ولسوالیو د مسافرو لپاره د موټرونو اډې پرانیستي او د خلکو تګ راتګ پکښي لیدل کیږي.

د رحمت الله په نامه د کندهارښار یوتن اوسیدونکی وايي، د دولت ترڅنګ عامو خلکو ته هم په کارده، چي د خپل ځان او کورنۍ د ژغورني په موخه د عامي روغتیا سپارښتني عملي کړي .

دده په قول، اوس خو خلک خورا بې احتیاطي کوي، چي دا بې احتیاطي د نسلونو د تباهۍ په معنی ده.

« د کندهارښار له یوې هفتي قرنطین څخه وروسته خلک په خپل سر راوتلي او د چا خبره نه اوري، د صرافۍ مارکېټ اونور د ګڼي ګوڼي ځایونو خلاص دي.

د دولت ترڅنګ خلکو ته په کار دی، چي د ځان ساتني په خاطر هم طبي اوهم دیني لارښووني په جدي ډول عملي کړي.»

په کندهارکي داسي مهال د ۱۳ مثبتو پيښو خبر ورکول کیږي، چي ددغه ولایت د عامي روغتیا ریاست له لوري په عينو مېنه کي سل بستریز روغتون د کرونا ناروغانو ته ځانګړی سوی دی، خو یوشمیر مراجعین وايي، چي په دغه روغتون کي طبي خدمتونه ډیر کمزوري او غواړي، چي د معایناتو دمعلومولو لابراتوار دي په دغه ولایت کي هم فعاله سي، چي دمسؤلینو په قول دغه ستونزه يې له مرکز کابل سره شریکه کړې او ډېر ژر به په کندهارکي هم د کرونا ویرویس د معلومولو لابراتوار فعال کړي.

داپه داسي حال کي ده، چي د ځینو سرچینو په قول،سبا (دوشنبه) د پاکستان هیواد سره د سپین بولدک لویه تړلې لارهم پرانیستل کیږي او کیدای سي، چي د کرښي له هغي غاړي څخه هم یوشمیر په ویرویس ککړ کسان کندهارته داخل سي، چي دابه بیا په دغه ولایت کي د کرونا د خپریدو یوه بله ستونزه وي.

په کندهارکي دمدني فعالان او روڼ اندي له دولته غواړي، چي له پاکستان څخه رااوښتونکي کسان باید تر کره معایناتو وروسته کندهار ته دداخلیدو اجازه ورکول سي.

محمد ابراهیم سپيڅلی/ کندهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب