اکثریت کسان امریکا نړیوالي سولي ته یو گواښ ګڼي
۱۴۰۴ بهمن ۲۱, سهشنبه
دامریکا متحده ایالاتو په اړه د آلمان د خلکو نظر له ۲۰۲۴م کال راهیسې په بنسټیز ډول بدل سوی دی - او، نه د ښه والي له پاره. دا د النسباخ انسټیټیوټ له خوا د ستراتیژۍ او لوړ پوړو رهبرۍ د مرکز په استازیتوب ترسره سوي یوې نظرپوښتنې له نتایجو څخه څرگندیږي.
په جنوري میاشت کې د هغي پوښتنې په جواب کې چې کوم هیوادونه په راتلونکو کلونو کې د نړۍ سولې ته ترټولو لوی ګواښ دی، نږدې دوه پر دریمه برخه جواب ویونکو (۶۵ سلنه) د امریکا نوم واخیست. په پرتله ایز ډول، کله چې له هغوی څخه یو کال دمخه پوښتنه سوې وه، دا شمیره ۴۶ سلنه وه.
په ۲۰۲۴ کې، یوازي د نفوس له څلورمې برخې څخه لږ (۲۴ سلنه) امریکا د سولې له پاره یو گواښ وباله. د نوموړې سروې له مخې، په جرمني کې یوازې له یو پر دریمې برخې څخه لږ (۳۲ سلنه) کسان په دې باور دي، چې که چیرې دناټو پر يوه اروپايي غړي هیواد برید وسي نو امریکا به نظامي مرسته چمتو کړي. ۳۵ سلنه په دې باور نه دي، او ۳۳ سلنه په دې موضوع کې شکمن دي.
روسیه له امریکا او چین څخه مخکې ده
په آلمان کې د خلکو د ارزونې له مخې، د نړۍ سولې ته تر ټولو لوی ګواښ لا هم له روسیې څخه راځي. د ۲۰۲۲م کال په فبروري مياشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، په کلني سروې کې د ۷۵ او ۸۲ سلنې ترمنځ ګډونوالو، روسیه د هغو هیوادونو په ډله کې درجه بندي کړې چې «په راتلونکو کلونو کې د نړۍ سولې ته تر ټولو لوی خطر، تر ټولو لوی ګواښ» دی.
د دغې سروې له مخې، اوس مهال، دا شمېره ۸۱ سلنې ته رسیږي. په نظر پوښتنه کي ۴۶ سلنه خلک، چین په اوس وخت کې د نړۍ سولي ته خطر پیښوونکی بولي.
د ۲۰۲۶ کال د امنیتي رپوټ له پاره، د جنوري د ۶ او ۱۹ ترمنځ په ټول هیواد کې له ۱۶ کلونو پورته عمر لرونکو ۱،۰۷۷ کسانو سروې سوې ده.
آیا آلمان د جګړې له خطر سره مخامخ دی؟
د نظرپوښتې څېړونکو غوښتل په دې هم پوه سي چې هغوی څومره د دې احتمال ویني چې په راتلونکو کلونو کې به جرمني په خپله په جګړه کې ښکیل سي. یوازې درې سلنه نفوس یې ډیر احتمال بللی دی. په هرصورت، ۲۸ سلنه فکر کاوه چې «تریوځایه یې احتمال» سته. د جواب ویونکو ۲۴ سلنه پریکړه نه وه کړې. په آلمان کې څلویښت سلنه خلکو باور درلود چې دا ډول سناریو تر ډیره ځایه ناممکنه ده؛ پنځه سلنه حتی هغه ناممکنه گڼي. ځینو بیا دمخه لا د تیښتې په اړه فکر کړی دی.
د نوموړو معلوماتو له مخې، په داسې حالت کې تر هرو لسو زیاتو کسانو لا دمخه د هیواد د پریښودو په اړه فکر کړی دی. د دې له پاره چې معلومه سي که چیرې آلمان په جګړه کې ښکیل سي نو د نفوس څومره برخه به وتښتي، انسټیټیوټ دغه پوښتنه وکړه: «یو چا په دې وروستیو کې وویل: 'که آلمان په جګړه کې ښکیل سي، زه به آلمان پریږدم.' تاسو به څه وکړی: ایا تاسو به په داسې حالت کې د آلمان د پریښودو په اړه هم فکر وکړئ، یا دا به ستاسو له پاره ناممکن وي؟»
شاوخوا هر دوهم په اطمینان سره غواړي چې پاته سي
د سروې سوو کسانو نږدې نیمایي (۴۹ سلنه) وویل چې د آلمان پریښودل د دوی له پاره ناممکن دي. شاوخوا هر څلورم (۲۴ سلنه) دې ته اشاره وکړه چې دوی به په داسې حالت کې د تیښتې په اړه فکر وکړي. د سروې له مخې، د نفوس ۱۴ سلنه لا دمخه په داسې یوه حالت کې د آلمان د پریښودو په اړه فکر کړی دی. له پوښتل سوو کسانو څخه ۱۳ سلنه یې ویلي دي چې کومه پریکړه یې نه ده کړې.
د ترهګرۍ ګواښ ته نوره چندان توجه نه کيږي
د سروې پایلې دا هم ښیي چې اوس مهال لږ خلک د تیر کال په پرتله د ترهګریزو بریدونو له امله ګواښ احساسوي. په داسې حال کې چې یو کال مخکې ۴۲ سلنه د شخصي ګواښ احساس کاوه، چې اوس یې شاوخوا ۳۳ سلنه کوي.
پر داخلي امنیت ډیر تمرکز؟
په آلمان کې ۳۶سلنه خلک په دې باور دي چې د داخلي امنیت موضوع د سوسیال ډیموکراټ SPD، زرغون او آزاد ډیموکراټ FDP گوندونو د پخواني ایتلافي حکومت په پرتله، د اوسني حکومت له پاره ډیر لومړیتوب دی. ۴۴ سلنه هیڅ توپیر نه ویني. نهه سلنه په دې باور دي چې د پالیسۍ دغه ساحه، چې په عمده توګه د آلمان د کورنیو چارو د وزیر الکساندر ډوبرینټ له خوا رهبري کیږي، د اوسني ایتلاف له پاره د تیر په پرتله لږه مهمه ده. یوولس سلنه جواب ویونکي بې پروا وو. زرغون ګوند په دې وروستیو کې ډوبرینټ پر داخلي امنیت باندې په کافي تمرکز نه کولو او د مهاجرت پر موضوع باندې ډیر تمرکز کولو تورن کړ.