1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

اکسفام: بې له مزده کار کول په ټولنه کي نابرابري زياتوي

۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبه

د اکسفام د څيړنو له مخې په نړۍ کې ډير شمیر ښځې او نجونې بې له مزده ځیني کارونه ترسره کوي. د څیړنې له مخې په نړۍ کې د شتمنيو ويش عادلانه نه دی او په نړې کې ۱۶۲ ميلياردران د ټولې نړۍ د نیمایي بې وزلو په اندازه شتمني لري.

Symbolbild: Mexiko Hausarbeit
انځور: picture-alliance/F. Kopp

د دوشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په لومړی ورځ په جوړه شوي غونډه کې «د پالنې وخت» تر سرليک لاندې د دغه څيړنې پايله وړاندې شوه. په دغه رپوټ کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې هغه نجوني او ښځې چې پرته له مزد څخه کار کوي په ورځ کې یې د کاري ساعتونو شمیر له ۱۲ میلیارد ساعته څخه اوړي.

د اکسفام مرستندویه سازمان د ماشومانو د پالنې، د روغتیا پالني په مرکزونو او نورو عام المنفعه زیربناوو او دغه راز د مالياتي عادلانه سیستم په برخه کې د لا زیاتې پانګونې غوښتنه کړې، څو دغه څانګې له مالي پلوه تمویل شي.

دغه پراختيايي سازمان د شتمنيو ناعادلانه ويش باندې هم انتقاد کړی دی. اکسفام د بلومبرګ مالي خدمتونو له خوا راټولو شويو معلوماتو ته په اشارې سره ویلي دي چې له مخې يې په ټوله نړۍ کې په تير کال کې د ۵۰۰ بډایو کسانو شتمني ۲۵ سلنه زياتې شوي دي. اکسفام رپوټ ورکړی دی چې د فوربز مجلې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۹م کال په فبروري مياشت کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۶ ميلياردرانو په دقيق ډول د نړۍ د نیمایي بې وزلو په اندازه شتمنۍ لرلې.

د اکسفام له ټولنيز سازمان څخه کارپوهې ايلين ايمکه پرته له مزد څخه د ښځو د کار په اړه وويل چې اقتصادي سیستم «په لومړي سر کې د بډایو نارينه وو په خدمت کې دی.» د هغې په وينا اغلبا ښځې د فقر او بې وزلۍ له خطر سره مخ دي، په خاصه توګه په زړښت کې.

انځور: DW/M. Mueia

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې «کله چې ښځې ماشومان وزيږوي او د هغوی پالنه او روزنه يې پر غاړه وي» په بې وزلۍ کې یې د ژوند کولو خطر زياتيږې.

اکسفام د المان له حکومت څخه غوښتي دي چې په بې وزله هيوادونو کې د ماشومانو د پالني او د اجتماعي حفاظت په برخه کې پانګونه وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب