1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا له ایران سره د اټومي موافقې لنډ مهاله پلان وړاندې کړ

۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

اکسیوس ویب پاڼې له ایران سره د موقتي اټومي توافق په اړه له اسرائیلو او اروپایي شریکانو سره د امریکا د پلان شریکولو خبر ورکړی دی. ایران باید د خپل اټومي پروګرام یوه برخه ودروي او په بدل کې به د بندیزو یوه برخه وځنډول شي.

Iran Atomanreicherungsanlage im Kernforschungszentrum Natanz
انځور: AEO Iran/AFP

اکسیوس خبري ویب ویپاڼې د خپل اسرائیلي خبریال "باراک راوید" له خوا د لیکل شوي راپور په حواله لیکلي چې د جوبایډن حکومت په وروستیو اونیو کې له خپلو اروپایي او اسرائیلي شریکانو سره یوه طرحه شریکه کړې ده، چې له مخې به یې «ایران د خپل اټومي پروګرام یوه برخه دروي او په بدل کې به یې د بندیزونو یوه برخه لیرې کیږي.»

اړوند مطلب: بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه ردوي

اکسیوس ویلي دي، چې لسو اسرائیلي او لویدیځو ډيپلوماټانو او امریکایي کارپوهانو د دغې طرحې تائید کړی دی.

په رپوټ کې راغلي دي، د امریکا دولت نوِي تګلاره د ایران د اټومي پروګرامونو وروستیو پرمختګونو څخه د دغه هېواد د اندیښنو له امله ده.

د اټومي انرژۍ  نړیوالې ادارې د فبرورۍ میاشتې د راپور له مخې، ایران ۵ / ۸۷ کیلو ګرامه غني شوي یورانیم لري، چې ۶۰ سلنه غني شوي دي، داسې کچه چې د کارپوهانو په وینا، که  دا غلظت ۹۰ سلنې ته ورسیږي، نو ایران به د اټومي بم جوړولو له پاره په  کافي اندازه یورانیم ولري.

اړوند مطلب: «ایران د یورانیمو ۶۰ سلنه غني کول پيل کړي دي»

په دې وروستیو کې اسرائیلي مقاماتو، امریکا او اروپا ته خبرداری ورکړی و، چې که د ایران د یورانیمو غني کول د  ۶۰ سلنې له حد  تېر شي، یوه خطرناک پړاو ته ننوځي، چې د پوځي برید لامل کیدی شي.

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان کې د ایران بیرغانځور: Thomas Kronsteiner/Getty Images

اکسیوس په خپل رپوټ کې د لسو سرچینو په نقل ویلي دي، چې دجوبایډن حکومتد روان کال په جنورۍ میاشت کې د نوې طرحې په اړه بحثونه پیل کړل، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې اسرائیلو، او درېیو اروپایي هېوادونو فرانسې، آلمان او بریتانیې ته دا طرحه سپارلې ده. 

څلورو اسرائیلي سرچینو ویلي دي د بایډن د طرحې په هکله ویلي دي: «که چیرې د د ۶۰ فیصده غني کولو پروسه ودریږي، په بدل کې به یې د بندیزونو یوه برخه هم لیرې شي.»

اړوند مطلب: اروپايي اتحادیه: د ایران پر اټومي تړون به ژر موافقه رامنځته شي

دا له هغه پلان سره ورته دی، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیون او د امریکا د استخباراتي ادارې د مشر ویلیام برنز په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې کړې و. په هغه پلان کې اولیه توافق پر یوې شپږ میاشتینۍ توقف وو چې بیا څو ځله تمدید شوه.

لویدیځو سرچینو ویلي دي، چې ایران په دې اړه په بحثونو کې شتون لري، خو تر اوسه یې دغه طرحه رد کړې ده.

اکسیوس لیکلي دي، د ایران بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. 

DW/FZ/KH

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل