اکوادور د اسانج په اړه بیړنۍ غونډه بللې ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبهاعلان
د امریکا د سترې وچې هیوادونو سازمان یا (OAS) راتلونکې اونۍ د خپلو بهرنیو چارو د وزیرانو بیړنۍ غونډه راغوښتې ده چې د ویکي لیکس د بنسټ ايښودونکي جولین اسانج د سیاسي پناه غوښتنې په اړه سره خبر اترې وکړي.
اسانج ته د اکوادور هیواد د پنجشنبې په ورځ د سیاسي پناه ورکولو پریکړه وکړه. اسانج د جون له میاشتې راهیسې په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پناه اخیستي ده، چې له انگلستان څخه سویدن ته وا نه استول شي چیرې چې په هغه د جنسي تیري تور لگول شوی دئ.
اسانج دغه تورونه ردوي او وایي چې دغه تورونه سیاسي انگیزه لري. ویکي لیکس په ۲۰۱۰م کال کې په عراق او افغانستان کې د جگړې په اړه محرم اسناد او د امریکا ځینې دیپلوماتیک اسناد افشا کړل.