1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياکوادور

اکوادور: په يوه زندان کې ۳۱ کسان وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه

اکوادور له کلونو راهیسې په تکرار سره په خپلو زندانونو کې د زورزیاتیو شاهد دی. اوس د یوه ساحلي ښار په یوه محبس کې ډېر جسدونه پیدا سوي دي.

اکوادور له کلونو راهیسې په تکرار سره په خپلو زندانونو کې د زورزیاتیو شاهد دی.
د اکوادور په ماخالا ښارکې په یوه زندان کې د خونړیو نښتو په ترڅ کې ډیری جسدونه موندل سويانځور: Richar Cevallos/AFPTV/AFP

په اکوادور کې په یوه زندان کې د بیلابیلو پیښو له امله په مجموعي ډول ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چي د ۲۷ کسانو جسدونه د یکشنبې په ماپښین موندل سوي دي.

د زندان د څارنې د ادارې سنای (Snai) په حواله هغوی د ځړولو په نتیجه کې د ساه بندیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د هغوی د مړیني اصلي علتونه لا په دقیق ډول نه دي معلوم.سنای خبر ورکړی چې: «اړونده چارواکې د دغو پیښو د بشپړې پلټنې په حال کې دي.»

اړوند:رپوټ: د امريکا په زندانونو کي څه نا څه ۲ میلیونه کسان بندیان دي

د سهار له خوا لا چارواکو خبر ورکړ چې د ماخالا د ساحلي ښار په زندان کې د ناآرامیو له امله څلور زندانیان وژل سوي دي. لکه څنگه چې د اکواویستا ټلویزیوني رسنۍ رپوټ ورکړی دی، سربیره پردې ۳۴ کسان ټپیان سوي دي چې په هغو کې یو پولیس هم شامل دی.

د اکوادور په زندانونو کې د زورزیاتیو سختې پیښې

اکوادور له کلونو راهیسې په خپلو زندانونو کې په تکرار سره د زورزیاتیو د پیښو شاهد دی چې ډېر وخت له حده زیات ډک وي او د سیالو بانډونو یا ډلو له خوا کنترولیږي.

د دغو دښمنو ډلو ترمنځ په تکرار سره وحشیانه نښتې رامنځته کیږي چې ډېر وخت په لسونو کسان پکښي وژل کیږي.

امنیتي چارواکي ډېر وخت یوازې په دې هڅه کې وي چې زندانیان په توقیف خونو کې پاته وي، د هغوی د دیوالونو په منځ کې هغوی تر ډېره ځایه خپل سر ته پریښودل سوي وي. په دې وروستیو کې لا د نوموړي هیواد په جنوب کې پروت دغه زندان کې د یوه ساتونکي په گډون ۱۴ کسان ووژل سول.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل