1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغانان په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوي؟

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

عام افغانان پر دې موضوع چې ایا د طالبانو پر ګواښونو سربیره هم د شنبې په ورځ خپلې رایې وکاروي او که نه، سره ویشل شوي دي. خو آن هغه کسان چې غواړې رایې ورکړي له درغلیو او بې نظمیو اندیښمن دي.

Afghanistan Kabul Basar in der Stadt
انځور: Getty Images/A. Renneisen

افغانستان به په ۲۰۰۱l کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د څلورم ځل له پاره ولسمشریزې ټاکنې وکړي. دا ځل له ټاکنو سره لا ډیره ناامني او نامعلوم وضعیت مل دی. د حکومت او وسلi والو مخالفینو تر منځ یې سختې جګړې روانې دي چې له کبله یې ډیر شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. له بلې خوا د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو دریدو په دې اړه هم پوښتنې رامنځ ته کړي دي چې امریکا متحده ایالات تر کوم وخته پورې په افغانستان کې پاتې کیدل غواړي.

خو په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو لوړ تاوان ملکيان ورکوي. د ملګرو ملتونو په حواله یوازي په جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبان لا وختي د ټاکنو پر بهیر باندې د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی دی.

له کندهار ولایت څخه محمد قاسم، وايي: «په ډیرو سیمو کې خلک د طالبانو د ګواښونو له کبله رایې نه شي کارولی. آن که یو نوماند ګټونکی شي نو دا به د ټولو افغانانو انتخاب نه وي.»

د فرانسې خبري آژانس په کابل کې له زده کوونکو او محصلینو، دوکاندارانو او ښوونکو سره مرکې کړې دي چې له ډلې څخه یې څو تنو ویلي دي چې د شنبې ورځې په انتخاباتو کې د خپلې رایې د کارولو پلان نه لري. د جلال آباد له ښار څخه صمیم، وايي: «زه غواړم رایه ورکړم، خو ویریږم.»

خو یو بل دوکاندار چې ۳۳ کاله عمر لري بیا د طالبانو له بریدونو نه، بلکي له درغلیو ویره لري. هغه وایي: «تیرې ټاکنې له بې نظمیو ډکې وې. که زه ډاډه وایې چې په دې ټاکنو کې به درغلۍ نه کیږي نو بیا مې رایه ورکوله او له ملګرو مې هم غوښتل چې ګډون وکړي.»

د ۲۰۱۴م کال ولسمشریزې ټاکنې دومره جنجالي شوې چې امریکا متحده ایالات پکې مداخلې ته اړ شول او په پایله کې یې د ملي یووالي حکومت رامنخ ته شو. د حکومت شریکانو عبدالله عبدالله او اشرف غني، په تیرو پنځو کلونو کې سره ګډ جنجالي او ستوزمن کار وکړ خو اوس بیا دواړه یو د بل پر وړاندې نوماندان دي.

د مزارشریف ښار ۵۶ کلن اوسیدونکی عبدال احمد، لا تر اوسه نه پوهیږي چې ایا رایې به ورکړي او که نه. هغه وایي: «زه تر اوسه په دې هم نه پوهیږم چې ایا د تاکنو په پایله کې به کوم حکومت رامنځ ته شي او که نه.»

پر ټاکنیز بهیر د احتمالي بریدونو له کبله اندیښنې هم ډیرې دي. د ټاکنیزو مبارزاتو پر لومړۍ ورځ د ولسمشر غني د لومړي نوماند مرستیال امرالله صالح، پر دفتر باندې برید وشو چې په پایله کې یې شلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تیره اوونۍ هم د ولسمشر غني پر یوې ټاکنیزې غوندې باندې په پروان کې برید وشو چې ۲۶ کسان پکښې ووژل شول.

(ms/nz (afp

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل