1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغان حکومتي ادارو کې فساد ډېر شوی؟

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

د افغانستان په حکومتي ادارو کې د فساد ډېروالي په اړه د امریکا د پلټنې ځانګړې ادارې (سیګار) او په کابل کې د امریکا سفارت اندېښنې څرګندې کړي. نړېوال بنسټونه، په افغانستان کې د فساد له کوم اړخه تازه اندېښمن شوي؟

Afghanistan Ausstellung Internationaler Anti-korruptionstag in Kabul
په کابل کې د امریکا شازدافیر راس ویلسن ویلي، افغانستان کې د فساد دوام دلته د واقعي وړتیاوو د پيژندلو پروړاندې خنډ دیانځور: DW/H.Sirat

په کابل کې د امریکا شازدافیر راس ویلسن ویلي، افغانستان کې د فساد دوام دلته د واقعي وړتیاوو د پيژندلو پروړاندې خنډ دی.

ښاغلي ویلسن پر خپله ټویټرپاڼه له افغان حکومت او نورو مدني بنسټونو څخه غوښتي چې د فساد پرضد ریښتیني مبارزه وکړي.

نوموړی لیکي:

«شفافیت د ښې حکومتولۍ بنسټ دی. دا د فساد په مخنیوي کې مرسته کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ میلادي کال د شفافیت راپور ښيي چې کومو هیوادونو لږې غوښتنې پوره کړي، افغانستان باید د فساد پرضد مبارزه کې لا نور ډیر څه وکړي.»

دغه جګپوړي امریکايي ډيپلوماټ په افغانستان کې د فساد په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته هم اشاره کړې چې دده په خبره افغانستان کې د فساد ډېروالی په ډاګه کوي.

افغان حکومت کې نوې ګومارنې

هاخوا د افغانستان د بیارغاونې امریکايي پلټونکې ادارې یا سیګار بیا په حکومتي څوکیو تازه ګومارنو له امله اندېښنه ښودلې.

ددې ادارې مشر جان سوپکو ویلي چې ولسمشر غني او د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله داسې کسان پردندو ګوماري چې په فساد تورن دي.

«که دولتي بنسټونه فساد سره د صادقانه مبارزې اراده وکړي له یو کال څخه په کمه موده کې له افغانستانه فساد ختمیږي.»انځور: picture-alliance/Ton Koene

د سیګار د مشر په څرګندونو کې د چا نوم نه دی اخېستل شوی خو د ولسي جرګې غړي خالد اسد دویچه ویله ته د فساد په اړه وروستی اندېښنې پرځای وبللې.

ښاغلي اسد د هغو تازه ګومارل شویو کسانو نومونه واخېستل چې دده په وینا د فساد په سترو قضیو کې یې نومونه شته.

«د بیلګې په توګه محمود کرزی د کابل بانک قضیه کې یې نوم شته، همدااوس د افغانستان بانک سرپرست رییس اجمل احمدي چې حتی اوس یې هویت هم په رسنیو کې پر یوه جدي بحث اوښتی.»

محمود کرزی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور دی چې د کابل بانک له ونډه والو څخه ؤ.

شاوخوا شپږ کاله وړاندې لویې څارنوالي د کابل بانک د شتمنیو د لوټلو په تور د ۱۹ کسانو د نېولو حکم صادر کړ چې په هغه حکم کې د محمود کرزي نوم هم شته.

خو نوموړي دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له بانکه اخېستل شوي ټول پورونه یې بیرته ورسپارلي.

محمود کرزی څه کم یوه میاشت وړاندې د ښار جوړونې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی.

د ولسي جرګې غړی اسد خالد وايي، افغان حکومت د سرپرستی قانون ترپښو لاندې کوي او نیږدې ټولې حکومتي ادارې سرپرستان اداره کوي.

خالد زیاتوي چې د حکومتولی اوسني وضعیت د فساد ریښې لاپسې ژورې کړي او غځولي یې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافیت څار سازمان وايي، افغان حکومت فساد سره د مبارزې ریښتونی هوډ نه لري.

افغان حکومت په سملاسي توګه د امریکا سفارت او د سیګار تازه اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی، خو...انځور: Reuters/M. Ismail

ددغه سازمان د عدالت غوښتنې د برخې مسؤل ناصر تیموري دویچه ویله ته وویل:

«که دولتي بنسټونه فساد سره د صادقانه مبارزې اراده وکړي له یو کال څخه په کمه موده کې له افغانستانه فساد ختمیږي.»

ښاغلی تیموري زیاتوي په حکومت کې د فساد سره د مبارزې د هوډ نشتوالی لامل شوی چې په فساد د تورنو جګپوړو چارواکو قضیې چې په هغوی کې وزیران هم شامل دي په جدي توګه ونه څېړل شي.

د نوموړي پر باور د حکومت دغې کړنې اوس د عامو خلکو ترمنځ دولني بنسټونه بې باوره کړي دي.

د حکومت ځواب

افغان حکومت په سملاسي توګه د امریکا سفارت او د سیګار تازه اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی، خو تردې وړاندې یې د فساد په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې د فساد ضد مبارزه د حکومت لومړیتوب بللی.

دویچه ویله د فساد اړوند د امریکا د شازادفیر راس ویلسن څرګندونو په اړه د ارګ له ویاند صدیق صدیقي نظر وپوښت، خو نوموړي دې موضوع ته ځواب ورنه کړ.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل