د افغانستان د مدنې ټولنې مجمتع یا (مجما) په تېر ژنيف کنفرانس کې د افغان حکومت د کړیو ژمنو په اړه د یوې تازه سروې پایلې خپرې کړې. دا سروې په ۳۱ ولایتونو کې د دریو میاشتو په اوږدو کې له خلکو د انلاین او مخامخ بڼو ترسره شوې. د دې سروې بنسټېزه پوښتنه دا وه چې ایا افغان حکومت د تېر ژنيف کنفرانس ژمنې پلې کړي؟
حکومت په هغه کنفرانس کې نړېوالو ته ژمنې ورکړې وې، چې له فساد سره به ټینګه مبارزه کوي او ددې سربیره به د سولې، اقتصادي ودې او امنیت ټینګښت کې هم رغنده ګامونه واخلي. د دې سروې پایلې ښيي چې ۹۸،۳ سلنه خلکو ویلي چې په حکومتي ادارو کې پراخ فساد شته.
دغه راز، ۷۸،۵ سلنه یې حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې بولي او ۹۴ سلنه خلک وايي چې حکومت د اقتصادي ودې او پانګونې ته پام نه دی کړی. د مدنې ټولنې د مجمتع مشر عزیزالله رفیع نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۲۲مه) خبریالانو ته وویل: «۸۰ سلنه خلک په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیو زبرځواکونو په ګټه بولي.»
دا سروې داسې مهال ترسره شوې چې ټاکل شوې د روانې نوامبر میاشتې په ۲۳ – ۲۴مو نیټو کې بیا د ژنيف کنفرانس جوړ شي.
ویل کیږي چې نړېواله ټولنه به یو ځل بیا په دغه کنفرانس کې له افغان حکومت سره د مرستو ژمنې تازه کړي، خو په دې وروستیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګواکې نړېوال به سږ افغانستان سره خپلې مرستې تمدید نه کړي.
کتونکي وايي، حکومت کې نه ژمنتیا او د فساد ډېروالی لامل شوي چې نړېواله ټولنه له افغانستان سره له نورو مرستو زړه نا زړه کړي. خو افغان حکومت بیا هم ټینګار کوي چې فساد سره مبارزې ته ژمن دی. په دې لړ ولسمشر غني اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړی او نن یکشنبې یې ددغه کمېسیون غړو ته لوړه ورکړه. ښاغلي غني اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو ته وویل: «هیله ده چې د افغانستان د خلکو هیلې پوره کړئ، هرچېرې چې فساد وي باید ښکاره او خلکو ته تشریح شي او د جمهوري ریاست په ملاتړ مطلق اعتماد ولرئ.»
فساد او ناامنۍ افغانستان کې د فساد سره همهاله د ناامنیو ډېروالی بله ستره ستونزه ده چې په اړه یې اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. پلازمینه کابل نن یو ځل بیا د غبرګو بمي چاودنو شاهد ؤ، چې په ترڅ کې یې څو تنه ټپیان شوي. دغه راز، تېره ورځ پردغه ښار د توغندیزو برېدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر هم لس او د ټپيانو شمېر له ۵۰ اوښتی.
د ناامنیو ډېرېدل او د امنیتي سکتور وزېرانو ته د باور رایې خو د ناامنیو ډېریدو سره سره هم ولسي جرګې تېره ورځ د امنیتي سکټور وزېرانو ته د باور رایې ورکړې. ټولیزو رسنیو کې د وکېلانو ددغه کار پروړاندې کلک غبرګون ښودل شوی. لیکوال او ژورنالیست ولی الله شاهین پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «نامزد وزيرانو ته ستاسو بي تفکيکه رايه زموږ دعوه ثابتوي.»
د ولسي جرګې یوشمېر غړي مني چې په هېواد کې امنیتي وضعیت اندېښمنونکی دی، خو زیاتوي په حکومت کې د سرپرستی دود پای ته رسولو په موخه یې نوماند وزېرانو ته رایې ورکړې.
د دې جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل: «کله نا کله به مونږ له دوی څخه پوښتل چې ولې امنیت ورځ په ورځ خرابیږي، نو د هغوی ځواب به دا ؤ چې مونږ بشپړ مسؤلیت نه لرو او د سرپرستي خبره به یې کوله نو مونږ فقط او فقط د سرپرستي لړۍ ختمه کړه.»
د پارلمان دغه غړی زیاتوي چې د امنیتي سکتور وزېرانو ته د باور رایو ورکولو سره مو بشپړ مسؤلیت د هغوی پرغاړه کړ. ښاغلی افغان زیاتوي چې که امنیتي چارواکو له دې وروسته هم خپل مسؤلیت ترسره نه کړ نو بیا به یې په اړه پارلمان خپل تصمیم نیسي.
د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي ۲۱۴ او د ملي دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد ۲۰۶ د باور رایې ترلاسه کړي دي.
اسماعیل شاکر – کابل
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور ( 22.10.2020):
د افغانستان د کابینې نوي معرفي شوي وزیران څوک دي؟
ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د اکتوبر۲۱) د کابینې نوماند وزیران او د ریاستونو مشران پارلمان ته معرفي کړل. ولسمشر غني په حکومت کې د اساسي بدلونونو ژمنه هم وکړه. انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan رنګینه حمیدی - د پوهنې وزارت نوماند وزیره رنګینه حمیدي په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال کې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې زیږیدلې ده. هغې خپلې لوړې زده کړې د ادیانو د مطالعې په برخه کې په متحده ایالاتو کې کړي دي. میرمن حمیدي د ښخو د حقونو د فعالې، د کاري زمینې برابرونکې او په افغانستان کې د یوه نړیوال ښوونځي بنسټ ایښودونکې ده.
انځور: Facebook/Afghanistan government اسدالله خالد - د ملي دفاع وزارت له پاره نوماند اسد الله خالد په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. خالد په تاجکستان کې په سیاسي علومو کې لوړې زده کړې دي. تر دې وړاندې هغه د غزني او کندهار ولایت د والي په توګه هم دندې ترسره کړي دي. خالد د دفاع وزارت د سرپرست، په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر، د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو د وزیر او همدا راز د افغانستان د ملي امنیت د ریس په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
انځور: Reuters مسعود اندرابي - د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي په ۱۳۵۹هجري لمریز کال کې په بغلان ولایت کې زیږیدلی دی. اندرابي د اطلاعاتو او نړیوالو خدماتو په برخه کې ماسټري لري. اندرابي له څو کلونو راهیسې د افغانستان په امنیتي سکتور کې دندې ترسره کړې دي. تر دې وړاندې اندرابي څو کلونه د ملي امنیت په مختلفو برخو کې دندې لرلي وې.
انځور: Innenministerium Afghanistan/Presse حسینه صافي - د ښځو چارو وزارت حسینه صافي په ۱۳۵۳هجري لمریز کال کې په لغمان ولایت کې زیږیدلې ده. هغې د ښوونکې د تربیې په برخه کې زده کړې کړي او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. تر دې وړاندې هغې د ښوونکې، په ګڼ شمیر نړیوالو موسساتو کې د مشرې او مرستیالې په توګه هم دندې لرلي وې.
انځور: Facebook/Afghanistan government محمود کرزی - د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له پاره نوماند وزیر محمود کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور دی. نوموړي په امریکا کې ژوند کړی او د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته بیرته افغانستان ته ستون او په مختلفو اقتصادي برخو کې یې ځان بوخت کړ. محمود کرزی د کابل بانک یو له شریکانو څخه وو او د کابل بانک د فساد په قضیه کې او همدا راز د غیر قانوني پورونو په قضیه کې یو له تورنو کسانو څخه وو.
انځور: AP محمد هارون چخانسوري - د معدنونو او پطرولیم وزارت نوماند محمد هارون چخانسوري په ۱۳۵۹ هجري لمریز کال کې په نیمروز ولایت کې زیږیدلی دی. چخانسوري د آسترالیا په سدڼي کې د مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي دي. د کلیو د پراختیا، کرهڼې وزارت، د عامې روغتیا وزارت، نړیوال بانک، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ریاست، د ولسمشر دفتر او د بهرنیو چارو وزارت هغه وزارتونه دي چې چخانسوري پکې د عادي بستونو نه نیولې د سرپرست وزیر تر کچې پورې دندې لرلي وې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul معصومه خاوري - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نومانده معصومه خاوري په ۱۳۶۴ هجري لمریز کال کې د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې زیږیدلې ده. هغې د طبي تکنالوژۍ په څانګه کې په ترکیه کې تحصیلات پای ته رسولي او ۱۳۸۹ لمریز کال کې یې د پیام نور پوهنتون د حقوقو په څانګه کې هم لوړې زده کړې کړي دي. میرمن خاوري تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د سمنګانو ولایت د استازې او همدا راز د افغانستان د اجرائیه ریاست د سلاکارې په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
انځور: Facebook/Afghanistan government محمد حنیف اتمر- د بهرنیو چارو وزرات له پاره نوماند وزیر حنیف اتمر په ۱۳۴۷ لمریز کال کې په لغمان کې زیږیدلی دی. اتمر په بریتانیا کې د نړیوالو اړیکو او د جګړې په حال کې هیوادونو د چارو د مدیریت په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې. هغه د کارمل او نجیب د حکومت پرمهال په ملي امنیت یا خاد کې هم دنده ترسره کړې. اتمر تر دې وړاندې د کلیو د پراختیا وزیر، پوهنې وزیر او د کورنیو چارو د وزیر او همدا راز یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev انورالحق احدي - د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته نوماند وزیر احمدي په ۱۳۳۰ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی او د اقتصاد او سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې لري. احدي په سیاسي علومو کې ماسټري لري او تر دې وړاندې یې د افغانستان د مرکزي بانک د مشر او د مالیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده. احدي د «افغان ملت» د ګوند مشر هم دی.
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images عبدالهادي ارغندیوال - د مالیې وزارت له پاره نوماند وزیر ارغندیوال په ۱۳۳۱ لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی او په کابل کې یې د اقتصاد په برخه کې تحصیلات پای ته رسولي دي. ارغندیوال د کرزي د حکومت پرمهال د اقتصاد وزیر وو او په پاکستان کې د مهاجرت پرمهال د حزب اسلامي ګوند د مالي چارو مسئول هم وو.
انځور: DW کریمه حامد فاریابي - د اقتصاد وزارت، محمد جواد عثماني - د عامې روغتیا وزارت، احمد ضیا سراج - د ملي امنیت د عموي مشر، مجیب الرحمن کریمي - د احیا او کلیو د پراختیا وزارت، محمد قاسم حلیمي - د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، فضل احمد معنوي - د عدلیې وزارت، قدرت الله ذکي - د ترانسپورت وزارت، محب الله صمیم - د سرحداتو او قبایلو وزارت، محمد طاهر زهیر - د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاره نوماند شوي دي.
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan پاتې نور وزیران او ریسان: نثار احمد فیضي غوریاني - د صنعت او تجارت، نور الرحمن اخلاقي د مهاجرینو وزارت، اجمل احمدي - د افغانستان بانک د عمومي مشر، عباس بصیر - د لوړو زدکړو وزارت، بشیر احمد تینج - د کار، ټولنیزو چارو وزارت، نجیب الله یمین - د ټولګټو وزارت او عبدالشکور مهجور د اساسي قانون د تطبیق د څار د کمیسیون د مشر په توګه ولسي جرګې ته د اعتما د رایې د ترلاسه کولو له پاره معرفي شوي دي.
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan