د اروپایي ټولنې استازو د اوونۍ په پای کې برېتانیا ډيره تر فشار لاندې نیوله وه. د اروپایي پارلمان مشر مارتین شولز، د یوې ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې پر لومړي وزیر دیود کامیرون، غږ وکړ چې همدا د سه شنبې په ورځ دې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې له ټولنې څخه د وتلو رسمي غوښتنه وکړي. همدا راز د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر، هم د آلمان له لومړي تلویزیون سره د خبرو پر وخت وویل: «د برېتانیا وګړو خپله رای ورکړې ده. ما د دوی دغه غوښتنه سملاسي درک کړه. زه نه پوهیږم چې ولې د برېتانیې حکومت د پریکړې له پاره تر اکتوبر میاشتې وخت غواړي. زه به ډیر خوښ شم که دا کار سملاسي ترسره شي.»
خو د اروپايي ټولنې د ۲۷ دولتونو او حکومتونو مشران بیا د دې برعکس، د کم فشار تګلاره خپلول غواړي. یوه اروپايي دیپلومات په بروکسل کې د آلمان د لومړي تلویزیون په مرکزي ستوډیوګانو کې د مرکې پر وخت وویل چې برېتانیا دمګړۍ په یوه سیاسي بحران کې ښکیله ده. ډيري مشران پر دې تفاهم لري او له دې کبله چمتو دي د برېتانیا حکومت ته چې لا تر اوسه یې مشري کامیرون کوي، وخت ورکړي.
د اروپایي ټولنې د جرګه ګۍ مشر دونالډ توسک، د ریفرنډم د نتایجو تر اعلانیدو لږ وروسته ویلي ول چې دی پر دې ډير ښه پوهیږي چې دا حالت په ځانګړي توګه د برېتانیې له پاره د سیاسي لحاظه څومره جدي او حساس دی.
اروپايي ټولنه پر برېتانیا فشار اچولی شي خو د برېتانیې پر حکومت امر نه شي کولای چې کوم وخت په بروکسل کې د وتلو له پاره رسمي غوښتنه وکړي. د اروپايي ټولنې په تړون کې دقیقاً په ۵۰ ماده کې د دې له پاره وخت نه دی ټاکل شوی. د «آيي ټي وي» تلویزیوني خپرونې سره په خبرو کې د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ ماموند، وویل: «موږ لا دمخه د ډير فشار سره مخ یو او پرې به نږدو چې اروپایي ټولنه نور زور او فشار را باندې واچوي.»
نوموړي زیاته کړه چې د برېتانې حکومت به خپله پریکړه کوي چې کله له ټولنې څخه د وتلو پروسه پیل کړي.
د وتلو رسمي غوښتنه یا لیک د اختلاف لومړی ټکې دی. د وتلو په اړه خبرې اترې نور ډير مخالفتونه هم له ځان سره ولري. د مثال په توګه دا پوښتنه چې په راتلونکي کې د یوه دریم ګړي په توګه برېتانیا د کومو شرایطو پر اساس د اروپا داخلي بازار ته لاس رسۍ غواړي او یا ورته ورکول کیږي. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل وویل چې برېتانیا به په راتلونکې کې هم یو نزدې اقتصادي شریک وي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر هاموند وویل چې دا به د برېتانیې د اقتصاد له پاره لویه بدمرغي وي چې د اروپا بازار ته لاس رسۍ ونه لري. ده وویل: «د مذاکراتو په ترڅ کې به موږ د دې جوګه نه یو چې له یوه پلوه اروپايي بازار ته آزاد لاس رسۍ ولرلای شو خو له بله پلوه برېتانیا ته د اروپايي ټولنې د وګړو هجوم کنترول کړو.»
ايا له برېکسيټ وروسته نېکسيټ او فرېکسيټ هم راځي؟
پرکسيټ اروپا ته لوی ټکان دی. ښي اړخي ولس پارونکي او د اروپايي ټولنې منتقدين ورڅخه ګټه پورته کوي. آيا نور هېوادونه به هم له اروپايي ټولنې ووځي؟ له نيدرلند (هالنډ) تر فرانسې پورې د دغسې ګوندونو انځورونه دلته ليدلی شئ.
انځور: Reuters/T. Melvilleد لويې بريتانيې يوکيپ وايي: «اروپايي ټولنه ناکاميږي او هغه مري»
د بريتانيې د «يوکيپ» خوځښت مشر، نايجل فراج، چې د برېکسيټ کلک طرفدار و، د جون ۲۳مه په تويتر کې د بريتانيې د «خپلواکۍ ورځ» داسې اعلان کړه، ويې ليکل: «اروپايي ټولنه ناکاميږي او هغه مري». هغه له اروپايي ټولنې څخه ډېر ژر وتل غواړي.
انځور: Reuters/T. Melvilleد هالنډ د آزادۍ ګوند: نيدرلند (هالنډ) په ورپسې ووځي
د نيدرلند ښي اړخی ولس پارونکی، خېرت ويلدرز، وايي چې «نيدرلند (هالنډ) په ورپسې ووځي»! نوموړی له اوږې مودې راهيسې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب په سر په خپل هېواد کې ټولپوښتنه غواړي. د نظرپوښتنو له مخې اکثريت نيدرلنديان غواړي چې د «نېکسيټ» په هکله رايه اچونه تر سره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Wainwrightد فرانسې فرون ناسيونال: «دا د آزادۍ بريا ده»
د فرانسې ښي اړخي هم غواړي چې له برېکسيټ ګټه پورته کړي: «دا د آزادۍ بريا ده»، د فرون ناسيونال مشرې، مارين لې پين، په تويتر کې وليکل. له اروپايي ټولنې څخه د فرانسې وتل يا فرېکسيټ کېدای شي هغې ته د ۲۰۱۷ کال په انتخاباتو کې ډېرې رايې په لاس ورکړي. لې پين غواړي چې د فرانسې ولسمشره جوړه شي.
انځور: Reuters/H.-P. Baderد آلمان آی اف دي: «د اروپايي ټولنې له غلامۍ څخه وتل غواړو»
د آی اف دي مشره، فراوکه پېتري، په تيوتر کې په سړه سينه ليکي: «د يوې نوې اروپا له پاره اصلي وخت راغلی دی.» په تيورينګن آيالت کې د دغه ګوند مشر، بيورن هويکه، ډېره تنده لهجه خپلوي او وايي: «زه پوهيږم چې د آلمان ولس د اروپايي ټولنې له غلامۍ څخه وتل غواړي.»
انځور: Getty Images/J. Kochد دنمارک ولسي ګوند: «اروپايي ټولنه اوس د خپلو کړنو پايله ويني»
کريستيان تولېسن دال، چې د دنمارک د ولسي ګوند مشر دی، د فيسبوک د لارې د برېکسيټ مبارکي و رکړه: «اروپايي ټولنې د وګړو شکمنتوب سپک ګڼلی دی. هغې ملي دولتونه بې واکه کړي چې د خپلو کړنو پايله اوس ويني.» دال غواړي چې دنمارکيان هم دې ته وهڅوي چې له اروپايي ټولنې څخه ووځي.
انځور: picture alliance/dpa/L. Kastrupد اتريش اف پي او: «د کډوالۍ د لېونتوب پر ضد مهم ګام»
د اف پي او ګوند مشر، هاينڅ کريستيان شتراخه، د تويتر د لارې په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو راوستلو او د شولڅ او يونکر استعفا وغوښتله. د اتريش ښي اړخي هم پر ټولپوښتنې غور کوي. د دغه ګوند پر ويبپاڼه راغلي دي چې برېکسيټ په اروپا کې «د کډوالۍ د روان لېونتوب پر ضد» يو مهم ګام دی.
انځور: Reuters/H.-P. Baderد هنګري د فيدېس ګوند:«د کډوالو ستونزه بايد جدي وبلل شي»
د هنګري ښي اړخی محافظه کار لومړی وزير، ويکتور اوربان، د برېکسيټ پايله د خپل کډوالو ضد سياست څخه ملاتړ بولي. دی وايي چې اروپا يوازې هغه مهال پياوړې وي، چې «د کډوالو په څېر اصلي ستونزو له پاره د حل لارې موجودې وي.»
انځور: picture alliance/AA/D. Aydemirد چک شفق نومی ګوند: د چېکسيټ غوښتنه ناکامه شوه
د چک جمهوريت د ښي اړخو ولس پالونکو په اند له برېکسيټ وروسته «چېکسيټ» هم راځي. د اروپايي ټولنې يو تر ټولو کلک منتقد، پخوانی ولسمشر، واسلاف کلاوس، دی. د می مياشتې په پیل کې د «اوسويت» يعنې شفق په نوم د ښي اړخي ګوند هغه غوښتنليک رد شو چې غوښتل يې په پارلمان کې د چېکسيټ په هکله خبرې اتررې تر سره کړي.
انځور: picture alliance/dpa/M. Dolezal