1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"بین الافغاني" خبرو ته د افغان حکومت چمتوالی

۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانانو خپل منځي خبرو ته یې د پلاوي ګمارلو چارې بشپړیږي. په همدې حال کې ولسمشر غني د ملي شورا د ۱۷ دورې دویم تقنیني کال هم پرانیست. له کابله د اسماعيل شاکر رپوټ:

Afghanistan Ashraf Ghani Nachrichten Konferenz
آرشيفانځور: Reuters/M. Ismail

ښاغلي غني نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۷مه) د ملي شورا د ۱۷ دورې دویم تقنیني کال پرانیست غونډې ته وویل چې د پلاوي په ګمارلو کې د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې ټول معیارونه په پام کې نېول کیږي. ده وویل:

«مذاکره کوونکی پلاوی موثریت، مشارکت، صلاحیت او واضح معیارونو ته په کتو د کب تر شلمې نېټې چمتو کېږي او دوی باید د اساسي قانون او جمهوریت مدافعین وي.»

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ، بین الافغاني خبرې باید د مارچ پر لسمه نیټه، چې د کب یا حوت شلمه کیږي، پيل شي. ولسمشر غني وویل، د افغانانو خپل منځي خبرو لپاره د حکومتي پلاوي ۷ غړي به له ملي شورا څخه وګمارل شي، چې له دې ډلې به ۵ د ولسي جرګې او ۲ د مشرانو جرګې غړي وي. افغان ولسمشر یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان باید بین الافغاني خبرو لپاره د ۵ زره زندانیانو خوشې کول د شرط په توګه مطرح نه کړي.

ده زیاته کړه چې د زندانیانو خوشې کېدل یواځې په یوه څرګند میکانیزم پورې اړه لري:

«د جمهورئیس په توګه هیڅ هیله نه لرم چې طالب زنداني ولرم، خو هغوی باید د یوې شفافې پروسې او واضح میکانېزم له لارې خوشې شي، ترڅو خلک باوري شي چې له خوشې کېدو وروسته په وضعیت کې مثبت تغییر راځي او د کامل اوربند چې د ټولو غوښتنه ده، شاهدان به اوسو.»

غني: د زندانیانو خوشې کېدل یواځې په یوه څرګند میکانیزم پورې اړه لريانځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

ښاغلی غني زیاتوي چې د زندانیانو د خوشې کېدو موضوع د افغانانو په خپل منځي خبرو کې د بحث وړ ده. خو طالبان وايي، بین الافغاني خبرو ته یواځې په دې شرط چمتو دي چې په هوکړه لیک کې د ژمنه شویو موادو پربنسټ یې بندیان خوشې شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل یوه وروستي ټویټ کې لیکلي:

«که د توافقنامې له محتوا سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت  په ۲۰ مه چې د مارچ ۱۰ مه کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی. زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده.»

په همدې حال کې ولسمشر غني افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د سولې پر راتلونکو ګامونو غږېدلی. په دې اړه د آرګ په یوه اعلامیه کې راغلي:

«په دې کتنه کې، دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تیاریو او همداراز د طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټیم د مذاکراتو پیل په اړه بحث وکړ.»

خو د چارو کتونکي بیا په کوردننه په سیاسي او حکومتي کچه اختلافات دومره جدي بولي چې ښايي حکومتي لوری د پلاوي په ګمارلو ونه توانیږي.

د ولسي جرګې یوه غړي حبیب الرحمن پدرام دويچه ویله ته وویل، که حکومت او سیاسي جریانونه د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت بابیزه وګڼي، نو طالبان به دا ځل سیاسي میدان هم وګټي.

«طالبان به ثابته کړي چې دا ډله بین الافغاني خبرو ته چمتو ده خو دا افغان سیاستوال دي چې خپل منځي اختلافات لري او نه شي کولای چې یو ټولمنلی پلاوی معرفي کړي.»

د افغانانو خپل منځي خبرو کې د خنډونو او ان د ځنډېدلو اندېښنې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د طالبانو د لاس بري امکان نه دی رد کړی. له ده وپوښتل شول چې آیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته به طالبان واک ته ورسیږي؟ ټرمپ وویل: "داسې باید ونه شي، خو ښايي وشي."

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، هېوادونه باید په خپله پر خپلو ځانونو پام وکړي.

د طالبانو له لورې ملا عبدالغني برادر او د امريکا ځانګړی استاځي زلمی خلیلزاد په قطر کې د تړون لاسليک کولو پر مهالانځور: AFP/G. Cacace

د افغان پارلمان د ۱۷ دورې د دویم تقنیني کال پرانېستنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې بین الافغاني خبرو په درشل کې د پارلمان د ۱۷ دورې دویم تقنیني کال هم رسماً پرانیست.

خو یوشمېر حقوقي شنونکي بیا د ولسمشر غني د لوړې مراسمو څخه وړاندې د پارلمان د یوې بلې تقنینې دورې پرانېستنه ناقانونه بولي. د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې غړي عبدالوحید فرزه يي دویچه ویله ته وویل:

«د افغانستان ملي شورا باید د قانون پربنسټ پرانېستل شوې وای، دا د یوه حقوقي چلند پرځای یو سیاسي چلند ؤ د تحلیف مراسمو وړاندې دا چاره قانوني نه وه.»

 ښاغلی فرزه يي زیاتوي همداا وس دوه کسان ځانونه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي بولي.

د نوموړي موخه اجراییه رییس عبدالله عبدالله دی چې ځان یې د یوه ټول شموله حکومت ولسمشر اعلان کړی او بل هم ولسمشر غني چې ټاکنو کمېسیون ګټونکی اعلان کړ.

ټاکل شوې ولسمشر غني د روانې کب میاشتې پر ۱۹مه نیټه د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خو ټاکنیز سیال یې عبدالله عبدالله بیا ترده یوه ورځ وړاندې د ورته مراسمو تابیا نېولې ده.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل