1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایا ترمپ به تر سوریې وروسته له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي؟

۱۳۹۷ آذر ۲۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ آن د خپلې ادارې د چارواکو د سپارښتنو پر خلاف، له سوریې څخه امریکایي سرتیري راباسي. ایا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل د ترمپ راتلونکي اقدام دی؟

Donald Trump
انځور: picture alliance/AP Photo

ترمپ تر دې مخکې ویلي وو چې خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو بیا په وروستیو وختونو کې هغه په دې هیواد کې پاتې کیدو سره لیوالتیا وښوده او اوس یې اداره په دې هڅه کې ده چې له طالبانو سره سوله وکړي. خو د سوریې په برخه کې د ترمپ چټکه پریکړه دا پوښتنې راولاړوي چې په افغانستان او عراق کې د امریکا جنګي متحدین څومره باور لرلی شي چې ترمپ به په دغو هیوادونو کې هم په وار سره جګړه پای ته رسیدلې اعلان کړي او خپل ځواکونه به ترې وباسي.

د جګړې د مطالعاتو له انستیتوت څخه جینیفر کافریلا، وویل: «که هغه له سوریې څخه بهر وتل غواړي، نو زه فکر کوم چې موږ باید دا اندیښنه ولرو چې ایا افغانستان به هم له ورته برخلیک سره مخامخ شي او که نه.»

امریکا متحده ایالات له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې د افغانستان په جګړه کې ښکیل دی او اوس هم په دې هیواد کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ځواکونه لري چې له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر وړاندې جګړه کې مرسته کوي. په عراق کې بیا د امریکايي ځواکونو شمیر د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې دي چې هدف یې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد جګړه کې د عراقي ځواکونو ملاتړ دی.

ترمپ له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان د تویتر له لارې وکړ. د ترمپ په یوه لیکلي لنډ پیغام کې راغلي: «موږ اسلامي دولت ته په سورې کې ماتې ورکړې. دا [د اسلامي دولت ماتول] د ترمپ د ولسمشرۍ پر مهال هلته [په سوریه کې] زما د پاتې کیدو یوازیني لامل وو.»

د ترمپ په دغو څرګندونو کې دا نه ده روښانه شوې چې یاغیان کیدای شي د امریکا تر وتلو وروسته د رامنځ ته شوې امنیتي خلا د کارولو په پایله کې یو ځل بیا پیاوړي شي. خو د ترمپ ادارې بیا ویلي دي چې له اسلامي دولت سره د جګړې د جاري ساتلو اراده لري او که اړتیا وه نو امریکایي ځواکونه بیا سوریې ته تلی شي.

پر دې سربیره هم د ترمپ پر دغې پریکړې سختې نیوکې وشوې. د ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز څخه کوري شاکې، ویلي دي چې د ترمپ دغه پریکړه به د امریکا د امنیتي ژمنو په اړه د دې هیواد ټول متحدین په اندیښنه کې واچوي. هغې زیاته کړې: «د عراق او افغانستان حکومتونه به ډیر زیات اندیښمن وي [...] دا ځکه چې که سوریه دومره په ساده ګي سره له پامه غورځول کیږي او په جګړه کې په خپله خوښه بریا اعلانیږي نو له عراق سره د همکاریو د دوام استدلال به څه وي؟ په دې هیواد کې خو اسلامي دولت لا ډیر ځپل شوی.»

دغه کارپوهې ویلي: «او که ترمپ د سوریې له باثباته کولو او د دې هیواد له حکومتدارۍ سره دومره کمه لیوالتیا لري، نو افغانستان څرنګه دا ډاډ لرلی شي چې په دې برخه کې به د سوریې په شان پریکړه و نه شي؟ هلته خو [په افغانستان کې] جګړه لا ډیر مصرف لري او پرمختګ هم ډیر محسوس نه دی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب