د آلمان قانون منل سويو مهاجرو ته حق ورکوي چې د خپلې کورنۍ پاتې غړي يې هم دغه هیواد ته وغواړي. دا چې د کورنۍ په پاتې غړو کې څوک راځي او دغه چارې باید څنګه تر سره شي په اړه په دغه انځوريز رپوټ کې لوستلای شئ!
انځور: picture alliance/D.Dyck/The Canadian Press
د کورنۍ کوم غړي؟
د کورنيو د الحاق په پروګرام کې ښځه، ميړه، له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان او د دوي مور او پلار شامل دي. یعنې ښځه کولای شي خپل ميړه، ميړه کولای شي خپله ښځه او همدا ډول ښځه او ميړه خپل ماشومان او که مهاجر له اتلسو کلونو ښکته عمر ولري خپل مور او پلار وغواړي. په دغه قانون کې د مهاجر ورور، خور، کاکا، ماما، ترور، عمه او د هغو اولادونه ندي شامل. خو په ځينو محدودو حالاتو کې استثناوي شته.
انځور: Sean Gallup/Getty Images
د کورنۍ نورو غړو ته هيڅ چانس نشته؟
شته، خو دوی يوازې د محدودو شرایطو په چوکاټ کې کولاي شي په المان کې د خپلې کورنۍ سره د يو ځای کيدو له پاره درخواست وکړي. د آلمان د مهاجرت قانون د ۳۶ مادې د ۲ بند له مخې، د يوې کورنۍ د غړي منل په هغه صورت کې امکان لري چې مطلوب کس له ځانګړو ستونزو سره مخ وي او آلمان ته د سفر کولو اجازه ونلري. سربيره پر دې هغوي بايد د معيشت او روغتيايي بيمې په شان شرايط هم برابر کړي.
انځور: DW/D. Cupolo
موقتي اقامې (موقت محافظت)
موقتي اقامې لرونکي کسان له آلمان څخه نه اخراجيږي. دغه اقامي هغو کسانو ته ورکول کيږي چې پر قانع کونکو دلايلو یې ثابته کړي چې په خپل اصلي هيواد کې له جدي ځاني خطرونو او ګواښونو سره مخ دی او ملاتړ یې نه کيږي. دا خطرونو او تهديدونو کیدای شي د دولتي او غير دولتي کسانو له خوا وي. په همدې دليل د موقتي اقامې لرونکي مهاجر له آلمان څخه نه اخراجيږي.
هو، خو د آلمان د موجوده مقرراتو له مخې، دوی کولای شي په دې اړه د ۲۰۱۸ کال د مارچ مياشتې تر ۱۶ مې وروسته اقدام وکړي. تر دې مخکې هم په ځينو خاصو او عاجلو حالاتو کې ځينې بشردوستانه استثناوي شتون لري.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck
«ځانګړي ستونزې» کومو ستونزو ته وايي؟
«ځانګړې ستونزې» چې له مخې يې د کورنۍ يو لرې غړی ته دا شرايط برابروي چې آلمان ته دعوت کړل شي د آلمان په قانون کې په ډير جدي توګه تفسير شوی دی. مالي بد وضعيت، د داخلي جګړو له امله له تيښتې، جبري شړل او بيځايه کيدل په «ځانګړو شرایطو» کې نه راځي. دغه شرايط بايد په خاص او مشخصو انفرادي مواردو پورې تړلی وي. د بيلګې په توګه د کورنۍ هغه غړۍ چې يوازيني سرپرست ولري او هغه هم آلمان ته مهاجر شوی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck
د منل شويو مهاجرو د کور پاتې هم بايد خاص شرايط پوره کړي؟
نه. د منل شوي مهاجر د کورنۍ د پاتې غړو له پاره دغه شرايط نشته. د منل شويو مهاجرو د کورنيو غړي مجبوره ندي چې آلمان ته تر راتلو دمخه د آلماني ژبې د زدکړې يو سند وړاندې کړي. خو که چيرې ښځه او ميړه قانوني عمر ونلري يعنې له ۱۸ کلونو يې عمر ښکته وي، اجازه نلري. ښځه او ميړه که څه هم د کورنۍ اصلي غړو کې راځي خو يوازې هغه وخت آلمان ته راغوښتل کيدای شي چې ۱۸ کاله يې پوره کړي وي.
انځور: picture alliance/abaca/Depo Photos
د کورنيو د غوښتلو له پاره غوښتنليک څنګه وړاندې کيږي؟
منل شوی مهاجر، تر منل کیدو وروسته د ۳ مياشتو په دننه کې خپل د اوسيدو ځای په ځای کې د بهرنيانو اړوند ادارې ته آلمان ته د خپلې کورنۍ د راوستلو په مقصد عريضه وسپاري. که ځنډ په کې کوي حق يې له لاسه وځي چې بيا اداره صلاحيت لري په هکله يې پريکړه وکړي. درخواست ورکونکی باید د عريضې تر څنګ د خپلې کورنۍ د هر غړي له پاره د جلا ويزې غوښتنه وکړي او بايد ټول مهم اسنادونه لکه پاسپورت، نکاح خط او نور هم وروسپاري.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder
د کورنۍ د الحاق اجازه ترلاسه کول څومره وخت نيسي؟
متفاوت دی. د يو مهاجر کورنۍ چې غواړي آلمان ته راشي، په لمړي سر کې بايد په بهر کې د آلمان يوه سفارت ته د ويزې درخواست ورکړي. دغه کار تل او هر ځای اسانه نه وي. د بيلګې په توګه اوس په سوريه کې د آلمان سفارت فعال نه دی په دې صورت کې باید درخواست کوونکي اردن، عراق، لبنان او یا ترکيې کې د آلمان سفارتونو ته ورشي. تر د درخواست سپارلو وروسته ادارې چارې کله ۶ او کله هم کيدای شي تر ۲۴ مياشتې وخت ونيسي.
هغه مور او پلار چې له آلمانه بهر ژوند کوي خو کوچني ماشومان يې په آلمان کې د پناه غوښتونکي په صفت منل شوي دي، د کورنۍ د الحاق په پروګرام کې ورته خاص امتياز ورکړل شوی دی. دوي له پاره نور معمولي شرايط صدق نه کوي. د بيلګې په توګه دوی مجبور نه دي چې ثابته کړي چې په آلمان کې د خپل معيشت برابرولو توان لري.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann
که منل شوي بې سرپرسته ماشوم ۱۸ کیږي هم والدين يې غوښتلای شي؟
نه. کله چې په آلمان کې يو منل شوي مهاجر ماشوم ۱۸ کلن کيږي، نور يې والدين د کورنۍ د الحاق له پروګرام څخه بې برخې کيږي. همدا ډول، تر هغه وخته چې والدين د مخه په آلمان کې ميشت نه وي او د پناه غوښتونکي په توګه منل شوي او يا يې مستحق پيژاندل شوي نه وي، د بې سرپرسته او کم عمره مهاجر خويندې او وروڼه هم نشي کولای د الحاق له امتيازه برخمن شي. انځورونه: د دويچه ويله له آرشيف څخه. چمتو کونکی: م. ک. ص
انځور: DW/C. Chebbi
انځورونه1 | 11
هغه ویلي دي: «مونږ په دې برخه کې دې بهیر ته ډیر په اساسي توګه ځیر یو او په راتلونکي کې به مو هم تر نظر لاندې وي.»
په ورته وخت کې د نوموړي وزارت ویاند ټینګار وکړ: «د المان د منلو پروګرام د اداراتو ترمنځ یوه برنامه ده او له همدې امله بودیجه یې یوازې د یوه وزارت له خوا نه تامینیږي.»
د ۲۰۲۴م کال د جون تر ۱۴ نیټې پورې ۵۳۰ تنه له خطر سره د مخامخ افغانانو له پاره د المان د پروګرام له لارې دغه هیواد ته رسیدلي دي. دغه پروګرام چې له یو نیم کال مخکې راهیسې پیل شوی دی، په واقعیت کې په هره میاشت کې د ۱۰۰۰ تنو له پاره په نظر کې نیول شوی وو.
دغه پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې په رسمي ډول پيل شو. د دې پروګرام هدف هغه کسان دي چې د ښځو او بشري حقونو، یا د ټولنیز عدالت، زده کړې او سیاست په برخو کې د خپل پخواني کار له کبله د طالبانو د شکنجې او تعقیب له ګواښ سره مخامخ دي. د دغو افرادو د کورنیو غړي هم کولی شي د دې پروګرام له لارې المان ته ورشي.