د یوې نظر پوښتنې له مخې چې د «epd» خبري آژانس له خوا ترسره شوې ده، د تابعیت ترلاسه کولو له پاره اوسنی قانوني وضعیت کافي ګڼل کیږي. په دې معنی چې د المان زاکسن انهلټ یوازنی ایالت دی چې د آلماني تابعيت غوښتونکو څخه د اسرائیل د موجودیت حق له پاره ژمنتیا په لیکلې بڼه الزامي بولي.
د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې په پای کې پر اسرائیل د حماس ترهګرې ډلې له برید لږ وروسته د زاکسن انهلټ ایالت د تابعیت د ورکولو له پاره، د اسرائیل د موجودیت حق ته د ښکاره وفادارۍ اعلانول یو شرط وبللو.
د براندنبورګ ایالت د کورنیو چارو وزیر رِنه ویلکه، د جولای په نیمایي کې د تابعیت د ورکړې په بهیر کې د اسرائیل د موجودیت حق په رسمیت پیژندل کیدو ارزښت د زیاتولو له پاره په ایالتي پارلمان کې خبرې وکړې. خو لا هم په لیکلي بڼه د وفادارۍ اعلانول تر اوسه پورې الزامي شوی نه دی.
د براندنبورګ ایالت د کورنیو چارو وزارت د المان خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې د ډیر شمیرنورو ایالتونو په شان د تابعیت قانون د غوښتنلیکونو تګلارې ته، چې د المان د کورنیو چارو وزارت په می میاشت کې استولې وه، اشاره وکړه.
هغه څه چې د آلمان تابعيت د ترلاسه کولو له پاره پرې بايد وپوهيږئ
د المان حکومت په پام کې لري، چې بهرنيانو ته د تابیعت ورکړه اسانه کړي. د حکومت پروګرام څه دی؟ اوسمهال د المان د تابیعت ترلاسه کولو بهیر څنګه دی؟ د انځورونو په دې البوم کې دغو پوښتنو ته ځواب موندلی شئ:
انځور: Winfried Rothermel/picture allianceاوس مهال د المان تابعیت څنګه ترلاسه کیږي؟
اوسمهال هغه کسان د المان تابعیت ترلاسه کولی شي، چې په دې هېواد کې یې اته کاله ژوند کړی وي او دایمي اقامت ولري. پر دې سربېره دا شرائط یې هم بايد پوره کړي وي: د الماني ژبې سره بلدتیا ( معمولآ د ب ۱ په کچه)، د ژوند لګښتونه یې په خپلواکه توګه تمویل کړی وي او د تابعیت ازموينې کاميابې کړي وي.
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture allianceله اتو کلونو څخه په لږ وخت کې د تابعیت ترلاسه کول؟
هو، ممکنه ده، خو دا خپل ځانګړي شرایط لري. د اوسنیو قوانینو له مخې هر هغه څوک چې د ادغام په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري، لکه د ژبې او مسلکي زده کړو برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی وي، کولی شي چې له شپږو او اوو کلونو وروسته د تابعیت غوښتنه وکړي. هر هغه څوک چې الماني پاسپورت په لاس راوړي، د المان د تبعه په توگه له ټولو حقوقو او همدا راز مکلفیتونو څخه برخمن کیږي.
انځور: picture-alliance/K. Willigد المان ایتلافي حکومت کوم بدلونونه په پام کې لري؟
د آلمان ایتلافي حکومت د ایتلافي تړون پرمهال توافق کړی و، چې د تابعیت ورکړې په برخه کې به خنډونه را کم کړي. له دې جملې څخه حکومت په پام کې لري، چې د خارجيانو له پاره د تابعيت ترلاسه کولو د اتوو کلونو اقامت د اړتيا موده اوس پنځوو کلونو ته راټيته کړای شي. دا هم په نظر کې ده چې د هغو کسانو له پاره چې د ادغام په برخه کې ښې لاسه راوړنې لري، دا موده دریو کلونو ته راکمه کړي.
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture allianceهغه شرایط چې بدلون نه کوي
د المان فدرالي حکومت په پام کې نه لري، چې د الماني تابعیت په برخه کې نور اساسي شرایط بدل کړي. لکه د الماني ژبې سره کافي بلدتیا او د ژوند لګښتونو برابرول. البته، د هغو کسانو په اړه چې د « کاري کډوالو نسل» بلل کیږي، د دوه ګوني تابعیت د اجازې په اړه بدلون په پام کې دی.
انځور: DW/S. Pöhleآيا د پخواني تابعيت ساتل امکان لري؟
اوس مهال، قانون حکم کوي چې هر هغه څوک چې د آلمان تابعیت ترلاسه کوي باید «په اصولو کې» خپل پخوانی تابعیت پریږدي. مګر دا اصل په ډیری قضیو کې نه پلي کیږي، د بیلګې په توګه د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو د اتباعو او د هغو هیوادونو اتباعو په برخه کې چې خپلو وگړو د تابعیت پریښودلو اجازه نه ورکوي.
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture allianceایا افغانان کولی شي، چې خپل اصلي تابعیت وساتي؟
اوسمهال د ۲۵ هېوادونو اتباع کولی شي، چې د الماني پاسپورټ په ترلاسه کولو سره خپل اصلی تابعیت هم وساتي، چې د افغانستان، ایران او سوریې اتباع هم په دې کې شامل دي. تېر کال اوکراين هم په دغو هېوادونو کې شامل شو، ځکه چې په دغه هېواد کې د جګړې له امله د تابعيت پرېښودل له اداري پلوه ناشوني دي.
انځور: Reza Shirmohammadi/DWد دوه ګوني تابعیت په اړه وړاندیز شوی بدلون
د المان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د لومړي تابعیت د ساتلو په برخه کې د دغو استثناوو له امله، په ۲۰۲۱ کال کې د هغو کسانو دوه پر درېیمه برخه يعني ۶۹ فيصده چې د المان تابعیت یې اخیستی، خپل لومړنی تابعیت یې ساتلی دی. د آلمان ایتلافي حکومت پلان لري چې په عامه توګه د دوه ګوني تابعیت اجازه ورکړي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO/C. Ohdeهر کال څومره کسان د آلمان تابعيت ترلاسه کوي؟
د هغو کسانو شمير چې د المان تابعيت ترلاسه کوي، په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیانو د شمیر په پرتله ډیر کم دی. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۱ کال کې د هغو بهرنیانو يوازې ۲،۴۵ سلنه یې چې لږ تر لږه ۱۰ کاله یې په جرمني کې ژوند کړی، د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی. په دې عکس کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر لیدل کیږي، چې یوې میرمنې ته یې د المان د تابعیت سند ورکړی دی.
انځور: John Macdougall/ADP/dpa/picture allianceد المان تابعيت ته د تقاضا ډېروالی
د آلمان د فدرالي حکومت د شمیرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۳۱ زره او ۵۹۵ بهرنیانو د المان تابعیت ترلاسه کړی چې دا د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې زیاتوالي لامل په عمده توګه د سوريايي کډوالو ډېر شمېر دی چې له ۲۰۱۵ وروسته آلمان ته راغلل. په ټولنه کې د ښه ادغام له امله یو زیات شمیر سوریایي کډوال توانیدلي، چې له شپږو کلونو وروسته د دالمان تابعیت ترلاسه کړي.
انځور: Imago/suedraumfoto دغه سند د «نازیانو رژیم او د هغو د پایلو پر وړاندې د المان ځانګړی تاریخي مسئولیت، په خاص ډول د یهودانو د ژوند د حفاظت په هکله» لا زیات جزویات او توضیحات وړاندې کوي، چې د تابعیت له ورکړې مخکې باید ترسره شي.
دغه اعلامیه د اسرائیل نوم نه اخلي؛ سره له دې چې په یادداشتونو کې راغلي دی چې په دې اعلامیه کې «د المان او اسرائیل د ځانګړو او نږدې اړیکو په رسمیت پيژندل، په خاص ډول امنیت او د اسرائیل د موجودیت حق پيژندل د المان د دولت د سیاست یوه اساسي تگلاره او تعهد دی»، هم شاملیږي.
د المان ډیر شمیر ایالتونه په دې تفسیر استناد کوي، د بیلګې په توګه د مکلنبورګ-فورپومرن ایالت ویلي دي چې د اسرائیل په رسمیت پیژندلو حق په اوس وخت کې د تابعیت د الزامیتوب یوه برخه ده.
د نوموړي ایالت د کورنیو چارو وزارت ویل دي«زمونږ له نظره د بلې جلا اعلامیې وړاندې کولو ته اړتیا نشته» لکه څنګه چې د زاکسن- انهلټ ایالت په هکله صدق کوي. د بادن ويورتمبرګ ایالت هم دې ته ورته ځواب ورکړی دی.
د تابعیت اړونده ادارو چارواکو «په وار وار د دې حساسې موضوع په اړه اطلاع ترلاسه کړې ده.»
په آلمان کی د تابعیت قانون نور هم پسی شدید سو
This browser does not support the video element.