1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ایا ایډز په میرمنو باندې بل ډول اغیز لري؟

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

د ښځو د ایډز د پوهاوي ورځ نېږدې کیږي په داسې حال کې چې په نړۍ کې په ايډز د اخته کسانو يعنې د ۳۷،۷ ميلیونو تنو څخه نیمایي برخه يې ښځي جوړوي.

Symbolbild Aids
انځور: Colourbox

د متحده ایالاتو د ایډز خبري پورټل (HIV.gov) په وینا، په ښځو باندې د «اچ آی وي» ځانګړو اغیزو کې د رحم د سرطان د پيدا کېدو خطر، د زړه د ناروغۍ خطر، د ایډز د درملو جانبي اغیزې، امیندوارۍ او د کنټرول ستونزې شاملې دي.

د «STDs» په نوم جنسي ناروغۍ لکه پر تناسلي غړي باندې کوچني دانې او د ښځو د جنسي غړو مکروبي کېدل:  په «اچ آی وي» اخته میرمنو باندې دا ناروغۍ کیدای شي ډیره شدیده او یا هم ډېره ستونزمنه وي چې درملنه یې وشي. له همدې امله په وخت سره د دې ناروغیو معاینه کول او درملنه، په «اچ آی وي» د اخته میرمنو روغتیا لپاره خورا مهم دي.

د ښځینه جنسي غړي د عفونت ناروغۍ: په «اچ آی وي» اخته میرمنو کې په ښځینه جنسي غړي کې فنګوسي ناروغۍ پیدا کېږي چې درملنه یې ستونزمنه ده. د ښځینه جنسي غړي فنګوسي ناروغي (هغه ناروغي چې لږ تر لږه په کال کې څلور ځلې پرې اخته کېږي) کېدای شي چې په ایډز اخته میرمنو کې سخته او پرمختللې وي.

د حیض د دورې ستونزې: په « اچ آي وي» اخته میرمنې ممکن د میاشتني عادت مودې ځنډیدل، لږ یا ډیره خونریزي، یا له حیض څخه مخکې ډیر شدید سنډروم تجربه کړي.

د رحم سرطان: دا میرمنې د رحم سرطان له لوړ ګواښ سره مخ دي

د رحم سرطان یو داسې سرطان دی چې د رحم په لومړۍ، ښکته او نازکه برخه کې پیل کیږي. دا سرطان تقریبا تل د انسان د پاپیلوما ویروس (HPV) ناروغۍ له امله رامینځته کیږي.د HPV ډولونه چې د رحم د سرطان لامل کیږي په «اچ آي وي» اخته میرمنو کې ډیر عام دي. له دې کبله دا میرمنې باید منظم پاپ اسمیرونه ترسره کړي ترڅو د رحم لومړنې برخه کې د تغیير کېدو وړ حجرې مخکې تر دې چې په سرطان اخته شي، مخنیوی یې وشي. پر دې سربېره د «اچ پي وي» واکسین پر «اچ آي وي» د اخته میرمنو او نارینه وو لپاره تر ۲۶ کلني پوره وړاندیز کېږي.

د ماشوم زېږولو توان نه درلودل: په «اچ آي وي» اخته میرمنې ښایي په کم عمر کې د ماشوم زېږولو توان نه درلودلو مرحلې ته ورسېږي یا په هغو میرمنو کې چې د «اچ آي وي» پر ناروغۍ اخته نه دي د بدن نیمګړتیاوي ډېرې ولیدل شي.

د هډوکو نرموالی: د هډوکو نرمېدل د ټولو ښځو لپاره په ځانګړي توګه په « اچ آي وي» اخته میرمنو کې د اندېښنې وړ خبره ده. د هډوکو له لاسه ورکولو ګواښ د هغو کسانو په پرتله چې په «اچ آي وي» اخته نه دي، په اخته میرمنو او نارینه وو کې ډېر وي. د «اچ آی وي» ځیني دارو درمل ښایي د هډوکو نرموالي ګواښ کم کړي.

د ايدز وايرويس په اړه نوې څېړنه

02:06

This browser does not support the video element.

د زړه ناروغۍ: په «اچ آی وي» پورې اړوند د زړه ناروغي پر ایډز د اخته کسانود مړینې یو له اساسي لاملونو څخه شمېرل کېږي. په HIV اخته میرمنې د نورو میرمنو په پرتله د زړه حملې احتمال درې چنده ډیر وي. څیړنې په دې برخه کې د ترسره کېدو په حال دي، ترڅو معلومه کړي چې HIV څنګه د هغو میرمنو لپاره چې د زړه د ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي، اغیز کوي او د درملنې لپاره یې باید څه وشي.

په هر حال، ښه خبر دا دی چې په «اچ آي وي» اخته میرمنې چې د انټي ریټرو ویروس ضد درمل په سمه توګه استعمالوي او د نه پیژندل شوي ویروس بار د لېري کولو قابلیت لري او اخته کسان کولای شي اوږد او صحي ژوند وکړي.

په ایران کې د ایډز د ۵۵ زره ناروغانو د اټکلي شمېرو له مخې ۱۹ سلنه یې ښځې او ۸۱ سلنه یې نارینه دي. په تیرو کلونو کې، د اخته میرمنو شمېر له یو ګوني اعدادو څخه دوه ګونو ته اوښتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ايډز د نړيوالېورځې په مناسبت د ايران د ايډز د څيړنې مرکز د ايډز د ويروس په خپريدو کې د جنسي اړيکو ونډه په دې ويروس د اخته شويو ښځو د شمير د زياتوالي لامل ښودلی او اعلان یې کړی چې د ښځو په منځ کې د شمېرو کچه دوه رقمي اعدادو ته د اوښتلو لامل د ایډز د تغیير شوي شکل له جنسي اړیکو سره تړاو لري.

ایډز، نری رنځ یا توبرکلوز او ملاریا؛

01:21

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل