1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په اروپايي ټولنه کي به د دوبي سیاحتونه بیرته ممکن سي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د اروپايي ټولني د کمیسارۍ له خوا د سرحدونو د کنټرول او پر سیاحتي څانګي باندي تر مشورو لږ دمخه د اقتصادي مسایلو کمیسار په احتیاط سره ویلي، چي د دوبي د موسم سیاحتونه او سفرونه به تر سره سي.

Coronavirus - Deutschland Österreich Grenzübergang zu Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

داروپايي ټولني د اقتصادي مسایلو کمیسار،ایټالوي پاولو ګینتینیلو المانۍ ورځپاڼي )زوید ډویچه څایټونګ( ته وویل، چي»موږ به په اطمینان سره په دوبي کي ټوریسټي موسم ولرو او دغه څانګه به بیرته فعاله سي.« دغه کمیسار غواړي همدا نن چارشنبه د کرونا پخاطر وضع سوو سرحدي قیوداتو د تدریجي له منځه وړلو پیشنهاد او مشورې وړاندي کړي.«

ددغي طرحي مطابق به سرحدي کنټرول لومړی په هغو ځایونو کي له منځه ولاړ سي، چیري چي د نورو ځایونو په مقایسه د سرحد په دواړو غاړو کي د کرونا ویروس لږ پيښي ثبت سوي وي. خو د مسافرینو د هویت له کبله او داچي هغوی د کوم هیواد دي، ورسره به تبعیض ونسي. کمیساري غواړي د سفرونو پر وخت همدارنګه د کرونا په مقابل کي یوه سلسله لارښووني او محافظتي تدابیر هم تصویب کړي. مثلأ په هوټلونو، رستورانونو ، ترانسپورټي وسایلو ، لکه ریلونو او یا طیارو کي معینه فاصله مراعت سي.

د اروپا د پارلمان د وکیلانو یوه محافظه کاره ګروپ بیا د اروپايي ټولني د لوی کمیساري ، اورزولا فون دیر لاین څخه غوښتي دي، چي د راتلونکي جمعې ورځي څخه د اروپا د اتحادیې ترمنځ ټولو سرحدونو د کنټرول له منځه وړلو کوښښ وکړي. په خبره یې د اروپايي ټولني غړي هیوادونه باید د مسافرینو دپاره د کرونا پخاطر وضع سوي قیودات هم له منځه یوسي. د اروپا د پارلمان د عوام پاله فراکسیون د ۱۸ هیوادونو وکیلانو په یوه لیک کي د فون دیر لاین څخه دغه غوښتني کړي دي، کوم چي د فرانسې د خبري آزانس سره پروت دی.
په لیک کي همدارنګه راغلي، چي د کرونا د پانډمۍ په سر کي په سرعت سره د هغه د شیوع په دلیل وضع سوي قیودات سم او پر ځای وه، خو په دې منځ کي د اروپا په ټولو هیوادونو کي د هغه شیوع تقریبآ یو ډول ده. او»هغه څه چي اساسأ یو ډول دي، نباید متفاوت رفتار ورسره وسي.«

په جرمني کي بیا د کورنیو چارو وزیر، هورست زې هوفر تیره اوونئ د اطریش، لوکسامبورګ، ډنمارک، سویس او فرانسې سره سرحدي کنټرول تمدید کړ.ددغه امر پراساس سفر یوازي بیا هم د پخوا په ډول هغه وخت ممکن دی،چي یو معقول دلیل موجود وي. خو دغه امر تر راتلونکي جمعې ورځي پوري اعتبار لري. دا هم پداسي حال کي ده، چي په تیرو ورځو کي د زې هوفر څخه دا غوښتني مخ پر ډیریدو سوي وې، چي سرحدي کنټرول دي راکم او یا کاملأ د منځه یوسي.

بیا د نوردراین ویستفالن ایالت صدراعظم، ارمین لاشیت همدغي ورځپاڼي ته پر خپلي پخوانۍ غوښتني باندي ټینګار کړی دی او تر جمعې وروسته یې د سرحدي کنټرول د ختمولو غوښتنه کړې ده.
د جرمني د زرغون ګوند هم د همدغي ورځپاڼي په حواله غواړي ، سبا پنجشنبه ورځ پارلمان ته د سرحدي کنټرول د کمولو پخاطر یو غوښتنلیک وړاندي کړي.

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په خاطر اروپایي هیوادونو هم خپل سرحدي کنترول سخت کړی دیانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل