اعلان
د طالبانو او پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ شاوخوا یوې اونۍ نښتې د اوربند په یوې هوکړې سره پای ته ورسېدلې. په یاده هوکړه کې د اوربند ساتلو، ښو خپلمنځي اړیکو او اقتصادي پرمختګونو لپاره د یوه میکانیزم په جوړلو ټينګار شوی دی. خو پوښتنه دا ده چې د یادې هوکړې د عملي کېدو او دوام داره اوربند له پاره څومره امکانات موجود دي او ایا طالبان به وتوانېږي چې له پاکستان سره ترینګلې اړیکې ورغوي؟
