1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا دموکراسي په افغانستان کې د خطر سره مخ ده؟

۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبه

د دويچه ويله د افغانستان څانګې مشر، فلوريان وايګند، وايي چې لويديځ په خپله د صحنې څخه تر شا کيږي او افغانستان يوې نامعلومې آیندې ته سپارې. خو سولي ته رسیدل بيا د اکثرو افغانانو يو لوی ارمان دی.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

که د دوحې د سولې له تړون څخه ټولې  اضافي ديپلوماتيکې حاشيې وباسو، متاسفانه په پاې کې ورڅخه يوازې يو شی پاتې کيږي: او هغه، هغو سختګيره او بدنامه اسلامپاله تروريستانو ته د لويديځ تسليميدل دي، چې یوازي د «ترمپ دغې معاملې» له پاره خپل ځان بې ضرره ښکاره کوي.

نو د امريکا متحده ايالاتو، ددغو اسلامپاله جنګياليو سره  کوم امتيازات منلي دي، چې هغوی دې ته تيار شول چې دغه تړون ورسره لاسليک کړي؟ امریکا هغوی (طالبان) ته د مذاکرې د شريکانو په حيث په يوه برابره سطحه کې ارتقا ورکړه او ژمنه يې ورسره کړه چې د ۱۴ مياشتو په جریان کې به ټولې غربي قواوې په بشپړه توګه له افغانستان څخه وباسي. د افغانستان حکومت په رسمي ډول په دغو مذاکراتو کې ګډون نه درلود، خواوس باید دغه معامله وزغمي.

له بلې خوا هيڅ داسې کوم اساسي امتياز هم وجود نه لري: مطمئناً چې افغانستان نه بايد د لويديځ له پاره يو تروريستي ګواښ وي. خو دغه مسئله په ۲۰۰۱م کال، د امريکايي قواوو د مداخلې له وخت راهيسې مطرح نه وه، آن په هغو سيمو کې چې هلته طالبان له سره د پراختيا په حال کې ول او په پرله پسې ټوګه يې په کې خپل حاکميت تقويه کاوه.

هغوی (طالبان)، افغانستان او پاکستان خپل هدف وګرځاوه. په نړيواله سطحه داسې انګيرل کيږي چې «اسلامي دولت» يا داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده، خو آيا په واقعیت سره داعش هلته ماتې خوړلې ده؟ يا دا چې څرنګه چې غالباً ادعا کيږي هغوی یوازې په خپلو پټنځايونو کې پټ دي تر څو ډاډمن شوي وي چې نور يې امريکايي جيت الوتکې پر سنګرونو باندې د پرواز په حال کې نه دي. دغه مسئله هم د يوې پوښتنې په توګه پر خپل ځای پاتيږي، په داسې حال کې چې دا د نړيوالې ټولنې له پاره يوه مهمه موضوع ده.

له دې پرته، دغه تړون مبهم دی: په دغه تړون کې د بشر حقونو څخه د ملاتړ، د افغانستان اساسي قانون او د ښځو حقونو ته درناوی، کوم چې په ډيري سختۍ سره په لاس راغلي او تل د خطر په معرض کې هم دي، هيڅ ډول ژمنه په نظر کې نه ده نيول شوې.

دا ښه حالت نه دی، چې لیدل کیږي، کله چي د ښځو د حقونو فعالان د افغانستان له رسنيو سره په مرکو کې له يوې خوا د خپل استقامت ساتلو کوښښ کوي او د بلې خوا بايد داسې ووايي چې نني طالبان نور هغه پروني طالبان نه دي. واقعاً؟

د طالبانو د ډلې مرستيال، په وروستيو کې یوې مشهورې امريکايي ورځپاڼې، نيويارک ټايمز ته په يوه مقاله کې په ښکاره توګه په ډاګه کړه چې د ښځو حقونه په خپل ځای باقي دي، خو هغه ډول «څنګه چې په اسلام کې مشخص شوي دي.»

د دويچه ويله افغانستان څانګې مشر، فلوريان وايګندانځور: DW/P. Böll

له بلي خوا، د افغانستان حکومت او غرب بايد روښانه دريځ ولري. که چيري طالبان له دغې هوکړې څخه ملاتړ وکړي، امريکايي قواوې به له افغانستان څخه ووځي. او د بنديانو د تبادلې خبره. د قطر د سولي په تړون کي د طالبانو سره د وفاداره حکومتي ۱۰۰۰ تنو بنديانو او د افغانستان حکومت په زندانونو کې د ۵۰۰۰ بندي طالب جنګياليو پر تبادلې موافقه راغلې ده. دا د طالبانو له پاره يوه ښه معامله ده.

د پوځې اړخه، هغوی (طالبان) د څو ورځو په جريان کې پنځه زره اضافي جنګيالي په لاس راوړي. دا هم د جګړې په ميدان او هم د افغانستان حکومت سره په راتلونکو مذاکراتو کې چې بايد په راتلونکو لسو ورځو کې پيل شي، يوه ګټوره معامله ده.

دا چې په يوې راتلونکې کې به کومه نتيجه په لاس راشي، په اوسني وخت کې يو راز دی او اټکل مشکل یې دی. په کابل کې هم داسې يو حکومت چې په بشپړه توګه منل شوی وي، شتون نه لري.

څو ورځې مخکې، اشرف غني او د هغه سيال، عبدالله عبدالله، دواړوغوښتل چې د لوړې مراسم ترسره کړي. عبدالله عبدالله هم ځان د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی ګڼي. هغه ادعا کوي چې د رايو صندوقونه د غني په ګټه ډک شوي دي. دا د طالبانو له پاره، چې لږ تر لږه ښيي يوه متحده ډله ده، ډيره ساده ده چې خپل مذاکره کونکي شريکان د يو بل پر وړاندې ولوبوي.

د دغه ډول يو وضعيت په مقابل کې يوازې يو قطعي نتیجه په لاس راځي: اوسنی افغانستان چې نن يې د خپلو ټولو تيروتنو او ضعف نقطو سره د يو دموکراتيک افغانستان په حيث پيژنو، نور به له منځه ولاړ شي. دا چې په نوي اساسي قانون کې به دموکراسي او د طالبانو اسلامي امارت ته په کومه اندازه او نسبت سره ځای ورکول کيږي، لا تر اوسه روښانه نه ده.

اکثره افغانان لا تر اوسه د دوحې تړون ته ډيرې هيلې لري. جګړه به ممکن پای ته ورسيږي او هيڅ کورنۍ به نور اړ نه وي چې خپل د جګړې او ترور قربانيان خاورو ته وسپاري. خو دغه امر ددې سره تړاو لري چې آیا لويديځ پر دې باندي قادر دی او تمايل لري چې طالبان خپلو کړو ژمنو ته پابنده کړي. تر څنګ دا هم ډيره مهمه ده چې لويديځ په کابل کې له يوه حکومت څخه په جدي توګه ملاتړ وکړي. 

سوله تل د مثبتو تغييراتو د رامنځ ته کولو له پاره ښه امکانات برابروي. حتی طالبان هم نه سي کولای چې هيواد له نړيوالو تعاملاتو او تغیراتو څخه لرې وساتي، که هغه د ټولنيزو رسنيو له لارې او يا هم د نړيوالې سوداګرۍ له لارې.

تبصره: فولوریان وایګند

ژباړه: م ک ص/ ق ن 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل