1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د غوايي بولي او یا اودس د کرونا ویروس مخنیوی کولای سي؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

د کرونا ویروس، چي اوس ټوله نړۍ وارخطأ کړې، د هغه سره د مقابلې په خاطر هندي چکراپاني مهاراجا د غوايي بولو یا خوشايي خوړلو او پاکستان یو پروفیسر د اودس تازه کولو توصیه کړې. د بون ښار د یوه اسلامي بنسټ مشر په دې کي څه وايي؟

Indien Hausrinder
انځور: picture-alliance/Panimages

د کرونا ویروس، چي لومړی په چین کي راپیدا او بیایې  نورو هیوادونو ته هم سرایت وکړ،اوس ټوله دنیا وارخطأ کړې ده.

د دغه ویروس سره د نه مخامخ کیدو په خاطر د هندي محاسابا سازمان مشر، سوامي چکراپاني مهاراجا وايي، چي که د غوايي بولي یا خوشايي وخوړل سي، نو کیدلای سي د کرونا ویروس بدن ته داخل نه سي. خو په بون کي د قمر اسلامي خیریه سازمان مشر، ښاغلی رحمت الله نوروز، د دې هندي سازمان مشر خبره په کلکه رد کړې ده. هغه دویچه ویله ته وویل: «دغه خبره نه یوازي په هندو مذهب کي هیڅ اساس نه لري، بلکي علمي خبره هم نه ده او دا فقط د هغه شخصي نظر دی. زه د هغه نظر کاملأ ردوم.» 

انځور: DW

ښاغلی رحمت الله نوروز د پاکستان د لاهور د یوه  پوهنتون د مرستیال پروفیسر جاوید اکرام ددې نظر په باب چي ایا پنځه وخته اودس تازه کول د کرونا ویروس مخنیوی کولای سی، وویل، چي «نظافت په مجموع کي نه یوازي د کروناویروس، بلکي هر بل مرض په مقابل کي مهم او گټه رسوي، اودس یوازي په ساده اوبو سره تازه کیږي او د دې ویروس سره د مجادلې په خاطر باید صابون او نور ضد عفوني وسایل هم استعمال سي. »

البته تر څو پوري ، چي د کرونا ویروس په مقابل کي واکسین او یا هم دارو درمل پیدا کیږي، دا مهمه ده چي د روغتیا نړیوال سازمان او نورو علمي بنسټونو له خوا سوي توصیې په پام کې ونیول سي.

په دغه انوځوریز البوم کي د کرونا ویروس د یو څه مخنیوی ځیني تدابیر وگورئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب