ایا د مځکي د کُرې د تودیدو مخنیوی کیدلای سي؟
ږيرو رويټر / م.ق.ن.۱۳۹۵ مرداد ۳۰, شنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.04.2015):
د تدفین چاپیریال ته زیان نه رسونکي طریقې
په آلمان کې د مړو خښولو او وروستیو مراسمو تنظیمونکي شرکتونو د چاپیریال خوندیتوب له پاره د مړو خښولو نوې طریقې وړاندیز کړي دي. اوس داسې تابوتونه جوړیږي چې ډیر ژر د طبعیت د سیستم یوه برخه گرځي.
د ولې(بید) له څانگو څخه جوړ شوې تابوت
هغه کسان چې د عادي تابوت له جوړښت څخه رازي نه وي د ولې (بید) ونې له څانگو څخه تیار شوی تابوت انتخابوي. په دې ډول تابوت کې د خښیدو آرزو درلودنکو انسانانو په هکله ویل کیږي چې تر مړیني وروسته هم د چاپیریال ساتنې په فکر کې دي.
کفن
د زرگونو کلونو راهیسې په کفن یا ټوکران کې د مړو خښول دود لري. په اروپا کې هم تر اوسه پورې له همدې طریقې څخه کار اخیستل کیږي. هغه خلک چې فکر کوې دا کم مصرفه طریقه ده، تیرونته کوي،ځکه ځنې ټوکران تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې بیه هم لري.
د ورځپاڼو له کاغذ څخه جوړ شوې تابوتونه
دا خبره ډیره حیرانونکي نه بریښې چې یو څوک دې خپل وروستې سفر د ورځپاڼو په دوباره کارآمد شوو صفحو کې ترسره کړي. اوس د ورځپاڼې صفحو ته هم د ډیر ښکلې تابوت شکل ورکول کیږي.
د لږ وزن درلودونکی ډیر سپک تابوت
د ورځپاڼو له صفحو څخه د جوړ شوې تابوت وزن، له هیڅ سره برابر دی. تر خښیدو وروسته دغه تابوت ډیر ژر له خاورو سره خاورې کیږي. دا کار د هدیرې د طبیعي چاپیریال له پاره ډیر گټور دی.
له ورځپاڼو څخه جوړ د مړي د ایرو لوښې
له اخبار څخه جوړ شوې د ایرو(هغه لوښې چې د مړي تر سوزول کیدو وروسته ایره یې په کښې ایښودل کیږي) لوښې هم د هم هغې کمپنې تولید دی چې له ورځپاڼې څخه یې تابوتونه جوړ کړی دی. د دغه ایره دان ډیزاینره هیزل سیلینا وایې چې د پخواني مصر د تدفین او تجهیز مراسمو تر اغیزې لاندی راغلې او له هغې څخه په الهام یې دغه لوښې له کاغذ څخه جوړ کړی.
د ونې په شکل د ایرو لوښې
مختلفو کمپنیو د مړي د ایرې ساتلو له پاره ډول ډول لوښې جوړ کړي دي. داسې لوښې هم جوړ شوې دي چې د تباتاتو تخم هم په کښې اچول کیږي. د مړي د ایرو د دغه لوښې سر هغه وخت ماتیږي کله چې نبات له ځمکې څخه سر پورته کول پیل کړي.
اوبو لاندی مړي د ایرو له پاره ځانکړی لوښۍ
د خپل ایرې سمندر ته سپارلو هیلې درلودونکو له پاره له کاغد څخه ځانگړي لوښې جوړ شوې دي. د مړي خپلوان او دوستان کولې شي پر دې لوښې د نقش تر څنگ خپل وروستي پيغامونه ولیکي.
انساني ونه
په دې کڅوړه کې مړی په هغه شکل ایښودل کیږي، لکه ماشوم چې د مور په نس کې وي. دغه انځور یوه ایټالوې ډیزاینر وړاندیز کړی. په دې طریقه کې مړی د ونې له پاره غدایې منبع گرځي. د ایټالیې حکومت تر اوسه پوری په دې ډول د مړو د خښولو اجازه نه ده ورکړی، او دا یې د راتلونکي وخت له پاره یو ډیزان بللې.