ایا د کوریا مشري به یوه ښځه وکړي؟
۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبهد کوریا اوسنې ولسمشر ماینګ باک، نومیږي چې د کوریا د اساسي قانون له مخې نه شي کولای خپل ځان د دویم ځل له پار د دې هیواد د ولسمشري له پاره ونوموي.
اوسنۍ نظر پوښتنې ښيې چې پارک د نورو لیبرالو نوماندانو په پرتله ډیره مخکښه ده. د کوریا په پارلماني ټاکنو کې هم د دغې نوماندې ګوند مخکښ وو.
له تاوتریخوالي څخه ډک ماشوموالی
میرمن پارک په فرانسې کې زده کړې دي. هغه لا نهه کلنه وه چې پلار ئې د خپل حکومت د استخباراتي ادارې له خوا ووژل شو. د هغې پلار په ۱۹۷۹ کال کې وژل شوی دﺉ.
د پارک د پلار د واکمنۍ په دورې کې کوریا له یوه غریبه هیواد څخه په یوه داسي هیواد باندې بدل شو چې د روښانه راتلونکې په لور روان وو.
د پارک مور هم په ۱۹۷۴ کال کې د شمالي کوریا د پلویانو له خوا ووژل شوه. پخپله پارک باندې هم په ۲۰۰۶ کال د چړې برید وشو خو هغه له دې برید څخه ژوندې راووتله.
د کوریایانو له پاره د لا ښه اقتصاد غوښتنه
پارک د دوشنبې په ورځ وویل چې غواړي د کوریایانو له پاره د ژوند لا ښه اقتصادي شرایط برابر کړي. هغې وویل: «موږ به هڅه وکړو چې واړه او لوی شرکتونه وشي کولای چې په عین وخت کې په کوریا کې کار وکړي. موږ به همدارازهڅه وکړو چې د هغو شرکتونو له پاره چې له اقتصادي لحاظه ضعیفه دي یو عادلانه چانس موجود وي.»
په وروستیو کلونو کې په کوریا کې د شتمن او غریب قشر تر منځ واټن زیات شوی دﺉ. په دې هیواد کې همداراز د ځوانانو په منځ کې د بیکارۍ کچه هم لوړه ده.
پارک د خپل هیواد په پارلمان کې وویل چې داسې هیڅ څه به و نه زعمې چې د کوریا ملي حاکمیت ته ګواښ رامنځ ته کوي. له دې سره هغې د شمالي کوریا اتومې پروګرام او له جاپان سره د کوریا شخړه ییزو سیمو ته شاره وکړه.
پارک د المان صدراعظمه انګلا میرګل، د خپل ځان له پاره یوه سرمشق ګڼي او غواړي چې د هغې په شان یوه رهبره شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض