1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان به د قطر غوښتنې ومني؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د قطر د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي په مشرۍ یوه پلاوي کابل ته سفر کړی او د طالبانو له مشرانو سره یې لیدلي. قطر وایي چې په افغانستان کې د سیاسي اجماع پر خبرو ټینګار کوي. ایا طالبان به د قطر غوښتنې ومني؟

Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
انځور: Stringer/REUTERS

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او له یو شمېر طالبانو سره یې د افغانستان د مسالې په تړاو خبرې اترې کړې دي. د دغه پلاوي مشري د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې کابل ته تللي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او پوهنې وزیر سره لیدلي دي.

اعلامیه وایي، د قطر استازي ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني په ټولو برخو کې د افغانانو له حقونو ملاتړ څرګندونو ترڅنګ د طالبانو له مشرانو غوښتي دي چې د ښځو او نجونو کار او زده کړو حق ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر یوې هر اړخیږي سیاسي اجماع ټينګار شوی دی.

زیاته شوې ده چې قطر په افغانستان کې د امنیت او ثبات له پاره، یوې هر اړخیزې سیاسي اجماع ته د رسیدو په برخه کې پر هڅو او ملاتړ ټینګار کوي.

اړوند مطلب: د قطر یو پلاوی کابل ته رسېدلی او له اميرخان متقي سره ېې کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په ټویټر د امیرخان متقي او د قطري پلاوي د لیدنې خبر نشر کړی دی.

بلخي لیکلي: «په ناسته کې د دواړو لوريو تر منځ د علاقي وړ موضوعاتو تر څنګ په سياسي همکاريو، د اړيکو پياوړتيا مفصلې خبرې وشوې.»

یو شمېر افغان کاروپوهان کابل ته د قطر پلاوي سفر مهم بولي او وایي، چې قطر پر طالبانو د خپل شته نفوذ له مخې کولی شي، چې طالبان د نړیوالې ټولنې غوښتونو منلو ته وهڅوي.

اړوند مطلب: د طالبانو جګپوړی پلاوی قطر ته تللی

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالمالک افغان وایي، قطر له پخوا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، چې د دوحې تړون د هغوی اړیکې لا پیاوړې کړې.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، نړۍ له طالبانو غواړي چې نړیوال قوانین ومني او په افغانستان کې بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي: «د نورو هيوادونو په پرتله به طالبان د قطر خبرو او مشورو ته ډېر غوږ کیږدي. هیله څرګنديږي چې د قطر پلاوي دغه سفر به کامیاب وي.»

افغان وایي، طالبان د خپلو توندو فرمانونو ډډه وکړي، چې د خلکو د خفګان لامل ګرځي: »که طالبان د نړۍ غوښتنې ومني او خلکو ته حقونه ورکړي، نو نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني.»

خو نوموړی له دې امله ډېر هیله من نه دی، چې په خبره یې، په طالبانو کې د نظریاتو اختلاف موجود دی: «د طالب عقاید داسې دي، چې دوی د قطر او بل هېواد په فرمایش نشي بدلیدلی. مفتي دی، فتوا ده او د دوی هغه عقاید دي، چې دوی کله هم نه ترې تیریږي.»

په لندن کې میشت د سیاسي چارو افغان ځيړونکې ډاکټر صلاح الدین سعيدي دویچه ویله ته وويل، قطر د طالبانو د خبرو اترو وروستې فرصت دی.

سیدي وایي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان مسلې د واقعي حل له پاره هڅې وکړي او هغه له طالبانو هم غواړي چې په افغانستان کې د یوه دایمي حل له پاره داخلي اجماع ته غاړه کیږدي او د خلکو حقونو ته درناوی وکړي: «طالبه ته چې په څه باورمند یې دا ستا کار دی، خو دا چې تر شپږم پورته ښوونځي بندوې او یا نور حقونو له خلکو اخلئ، دا بند کړئ. اول باید تاسې له خلکو څخه مشروعیت واخلئ، چې یوه لاره یې اجماع ده.»

خو د چارو یو شمېر څیړونکي بیا په دې باور دي چې که له یوې خوا قطر په طالبانو اغېز لري، له بل لورې بیا د قطر د غوښتونو منل په افغانستان کې د عربي هيوادونو ترمنځ د ټکر په معنی بولي.

انځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

د سیاسي چارو یو بل افغان کاروپوه ممتاز ستارزی په افغانستان او سوډان کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره کار کړی دی وایي، چې د قطر پلاوي سفر معلوم نه دی، چې دا یو ډيپلوماټيک سفر دی او که له ځانه سره د سولې یو پیغام یې لري؟

نوموړی وایي، په یوازې ځان د قطر له لورې په طالبانو د غوښتنو منل ممکن له افغانستان سره د یو شمېر نورو عربي هېوادونو اړیکې محدودې کړي: «که یوازې قطر په طالبانو څه مني، دا به نو افغانستان د عربو د نیاتبي جګړې مرکز کړي. که عربي هيوادونه، که دا د قطر او یا کوم بل هېواد په مشرۍ وي، په شریکه په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو هڅه وکړي، دا موثر تمامیدای شي.»

اړوند مطلب: ملا برادر له پاکستاني چارواکو سره پر څه غږېدلی؟

ستارزی ټینګار کوي، چې د افغانستان د مسلې یوازینۍ حل په افغانستان کې داخلي اجماع ترڅنګ د ملګرو ملتونو له لورې د نړۍ هيوادونو د نظر یووالي رامنځته کول او په افغانستان کې فعاله ونډه اخیستل دي، ځکه چې د ده په باور، له کلونو راهیسې ملګري ملتونه په افغانستان کې یوازې لوړ لګښتونه کوي، خو د مسایلو د حل له پاره یې اغېزمن اقدام نه دی کړی.

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي په نیمایي کې طالبان واک ته ورسیدل او یو نیم کال په تيریدو سره طالبانو سخت قوانین رامنځته کړل او دا یې په ډاګه کړه، چې دوی د خپلې لومړۍ دورې سختو قوانینو ته ژمن دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل