1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان به د « ټي ټي پي» پر ضد اقدام وکړي؟

هيلۍ اسد
۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په افغانستان کې به د طالبانو له حکومت سره په ګډه د پاکستان تحریک طالبان ډلي پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ په مخنیوي کې همکاري وکړي. خو طالبانو ويلي دي چي دا د پاکستان داخلي موضوع ده.

Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
انځور: picture-alliance/dpa/Ttp

بلاول بوټو زرداري تازه له «الجزیره شبکي» سره په مرکه کې ویلي دي چې هيواد یې د بهرني سیاست او د سیمې د هيوادونو د ګټو پر بنسټ د طالبانو له حکومت سره اړیکې لري.

د هغه په خبره چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کولی شي، په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلي په کنټرول کې مهم رول ولوبوي او د دې کار له پاره دوی له طالبانو سره هر ډول تعامل ته تیار دي: »تر څو چې دا سرپرست حکومت په افغانستان کې وي، موږ به د خپلې پالیسۍ پر بنسټ د پاکستاني طالبانو د ننګونو د مخنیوي او د سېمې د ګټو له پاره له دوی سره تعامل وکړو.»

دی همدارنګه وایي: «له بده مرغه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دوام لري او موږ د دې تمه لرو چې په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره په ګډه د ترهګریزو سازمانونو د لمنځه وړلو او د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو مخنیوی وکړو.»

خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له « ټي، ټي، پي» سره څه اړیکې لري؟

د پاکستاني طالبانو یو مشر حکیم الله محسودانځور: picture-alliance/ dpa

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د روان میلادي کال په جون او مې میاشتو کې د پاکستان له حکومت سره د افغان طالبانو په منځګړیتوب په کابل کې دوه پړاوه مذاکرات وکړل چې په پایله کې دغې ډلې د شپږو میاشتو له پاره اوربند وکړ او دا اوربند څو ورځې مخکې پای ته ورسېد.

اوس د پاکستان د حکومت او افغان طالبانو تر منځ ‌د اړیکو د څرنګوالي په اړه معلومات نه شته، خو د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو ترمنځ په کابل کې پر مذاکراتو د پښتونخوا یو شمېر قبایلي مشرانو نیوکه کوله او د دې کار مخالف ول.

امريکا د پاکستاني طالبانو او القاعدې څلور مشران د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي

د پښتونخوا ملتپال سیاستوال افراسیاب خټګ له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي، چې طالبان د پاکستان یوه پروژه ده چې افغان طالبان د افغانستان او پاکستاني طالبان د قبایلي سېمو د ځپلو له پاره رامنځته شوې ده.

هغه دويچه ويله ته وويل: «ټي، ټي، پي یا د پاکستان تحریک طالبان او افغان طالبان یوه ډله ده چې پاکستان د خپلو ګټو او د پښتنو سېمو د ځپلو له پاره جوړې کړي دي، دا چې پاکستان وایي چې په افغان طالبانو به «ټي، پي، پي» کنټرول کړي، دا هم د پاکستان یوه نوې لوبه ده چې غواړي نړۍ ته ووایي چې دوی د ترهګرۍ قرباني دي او په افغانستان کې د طالبانو په حکومت د دوی هېڅ کنټرول نشته حال دا چې همدا طالبان تیر شل کلونه چیرته وه او اوس یې هم کورنۍ او بچیان چیرې دي؟»

پاکستاني طالبان په ګواښونو سره باج اخلي

بله خوا په پاکستان کې د افغان سفارت پخوانی مرستیال زردشت شمس وایي چې افغان طالبان د پخواني جمهوري حکومت پر ضد د جګړې په جریان کې په پاکستان کې اوسېدلي او له هغوی یې مرسته ترلاسه کړې، نو پر همدې اساس په بشپړ ډول د پاکستان له انحصار خلاصیدلی نه شي خو اوس چې طالبان توانېدلي یو حکومت جوړ کړي نو پاکستان په تمامه معنی له دوی د ټي، پي، پي په ځپلو کې ګټه نه شي اخېستلی خو مرسته ورسره کولای شي.

پاکستاني طالبانو په دې وروستيو کې خپل فعاليت زيات کړی دیانځور: picture-alliance/dpa

هغه وایي: «زما په فکر د پخوا په څېر طالبان د پاکستان تر انحصار لاندې نه دي او دوی اوس تر یوه حده خپلواک شوي دي او دا په دې معنی ده چې پاکستان له دوی د ټي، ټي، پي په ځپلو او پر ضد یې د درېدلو په برخه کې استفاده نه شي کولی خو په مذاکراتو کې ترې مرسته غوښتلی شي او دا کار مخکې هم طالبانو کړی دی.« هغه زياته کړه: »بله موضوع دا ده چې ټي، ټي، پي له افغان طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو د پاکستان وزیر ویلي چې تعامل به کوي نو دا په دې معنی چې د دوی او طالبانو اړیکې ښې نه دي.»

خو طالبان بیا د تیر په څېر وایي چې خاوره یې د چا پر وړاندې نه کارول کېږي او دوی په ټولو چارو کې خپلواک دي.

ولي د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ پر مذاکراتو نیوکې کیږي؟

د دې ډلې ویاند بلال کریمي له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي چې ټي ټي، پي د پاکستان داخلي موضوع ده: »د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هيوادونو او بیا له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د ټي، ټي، پي موضوع د پاکستان داخلي موضوع ده، خو موږ د دې دواړو اړخونو ترمنځ سوله غواړو هغسې چې په خپل هېواد کې سوله غواړو.»

طالبان د نړيوالو هغه اندېښني بې ځايه ګڼي چي په افغانستان کي يې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه لري.

په نوي دهلي کې د سویلي اسیا د هيوادونو جوړه شوې غونډه چې د ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان هيوادونو د ملي امنیت سلاکارانو او استازو پکې ګډون کړی، د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال ویلي چې په افغانستان او سېمه کې د ترهګرو ډلو ګواښونه د ټولو له پاره یوه ستره اندېښنه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب