1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان د پخواني حکومت له ځواکونو باج اخلي؟

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د پخواني حکومت یو شمېر عسکر چې د طالبانو له خوا نیول شوي، ادعا کوي چې د زیاتو پیسو د ورکولو په بدل کې خوشي شوي دي. ایا طالبان د پخوانیو امنیتی ځواکونو څخه باج اخلي؟

Afghanistan verhängt Ausgangssperre
انځور: Sajjad Hussain/AFP

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده عمومي عفوه اعلان کړه او ویې ویل، چې ټول امنیتي ځواکونه او دولتي کارکوونکي ازاد دي او حتی خپلو دندو ته ستنیدای شي.

خو په تېر يو نيم کال کې د پخوانيو امنيتي ځواکونو د نيولو، شکنجه کولو، وهلو، ټکولو او وژلو راپورونه خپاره شوي دي. په تازه پېښه کې یو شمېر امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې تر شکنجې وروسته د پېسو په بدل کې خوشي شوي او لسګونه پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو په زندان کې دي.

د کابل د سقوط په اړه د آلماني جنرال نوي څرګندوني

يو پخوانی امنيتي سرتېری چې د تېر افغان حکومت د ملي امنيت په لوى رياست کې يې پنځه کاله د چټک غبرګون په برخه کې کار کړى، وايي چې درې مياشتې دمخه د طالبانو استخباراتي ځواکونو د خپل کور د دروازې مخې ته نيولى و او د قصبه په سیمه کې یې د درنو جرمونو څانګې ته لیږدولی وو.

 نوموړي، چې زموږ د نورو سرچینو په څیر یې، یوازې په دې شرط خبرې کول ومنل چې نوم او هویت  به یې نه په ډاګه کیږی، وویل: «طالبانو موږ د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر څلورو بجو پورې د بریښنا په کیبلونو او د اوبو په پایپونو شکنجه کولو. هر یو یې موږ ته شل دُرې وهل راکړل، يخي اوبه يې راباندې شيندلي، بیا یې له موږ څخه پوښتنې کولي، که ځواب به مو ورنه کړ، نو بیا یې موږ شکنجه کولو، تر څو چې  به بې سده شو.»

دغه پخواني سرتيري وويل چې شاوخوا ٣٠٠ پخواني امنيتي ځواکونه چې زياتره يې تاجک او هزاره او لږ شمېر ازبک دي، د جدي جرمونو په رياست کې بنديان دي.

هغه وايي: «زموږ ټول معلومات او عکسونه د طالبانو له استخباراتو سره  موجود وو. دوی هر ځل شل تنه شکنجه کول او معلومات یې غوښتل.»

انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

هغه ادعا کوي چې په پاي کې طالبانو ترې شل زره ډالر وغوښتل، خو له اتو ورځو شکنجې او وهلو، ټکولو وروسته یې د لس زره ډالرو په بدل کې آزاد کړ.

دغه پخواني سرتيري وويل: «زما د کورنۍ يو تن نږدې ښارګوټي ته په موټر کې راغی. زما ورور لس زره ډالر د یو طالب کور ته وړي وو. يو تن طالب عسکر زنګ وواهه او ويې ويل چې ورور مو درته  خوشې کړ او پيسې يې وسپاره. ما خپل ورور ته وویل چې زه په موټر کې یم، مګر زما روغتیايې وضعيت  ښه نه دی. زما ورور لس زره ډالر تسلیم کړل او بیا طالب ځواکونه له موټر څخه را ووتل او راته يې وویل چې لاړ شه.»

دغه ځوان وايي چې کورنۍ يې له خپلوانو او دوستانو څخه لس زره ډالره پور اخيستى دى. له خوشي کېدو وروسته يې ګاونډي هېواد ته په قاچاقي توګه سفر کړی او وايي چې د خپلې کورنۍ د پور ادا کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي.

«د امريکا مخالفين له پخوانيو افغان کوماندو څخه ګټه اخيستلای شي»

یو شمېر امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته وژل کېږي او پړه یې هیڅوک پر غاړه نه اخلي. په وروستۍ تازه پېښه کې د حسن رضا په نوم یو پخوانی سرتېری چې شاوخوا لس کاله یې په بامیان ولایت کې د تېر حکومت د همغږۍ په مرکز کې کار کاوه، دوه اونۍ وړاندې د کابل په دشت برچي کې ووژل شو. د سیمې اوسیدونکي وایي، دا کار طالبانو کړی دی.

يو بل پخوانى سرتېرى وايي، سره له دې چې د سيمه ايزو نفوذي کسانو په شتون کې يې وسلې او دولتي تاسيسات طالبانو ته تسليم کړي او له طالبانو يې رسيد ترلاسه کړى، خو بيا هم د دې ډلې له خوا شکنجه شوى او مجبور شوی د پيسو په بدل کی ځان آزد کړي.

دغه پخوانی سرتېری وايي: «که څه هم ما له طالبانو څخه د تضمين فورمه اخیستې وه، خو طالب ځواکونو د برښنايي وسایطو او د ټوپک قونداقونو په وهلو سره شکنجه کړم او راته ویې ویل، چې خپل همکاران وروپېژنم. اووه ورځې او شپې يې وزورولم.«

دغه ځوان وايي، کله چې طالبانو د شکنجې له امله له هغه څخه معلومات ترلاسه نه کړل، نو دوی بل وړاندیز وکړ: »طالبانو راته وویل که پېسې یا وسله راکړي نو بيا به آزاد شې. هغوي له ما څخه د ۱۰ زره ډالرو غوښتنه وکړه. ما وویل چې زه یې نه لرم، کور ته مې تلیفون وکړ چې زه ښه یم، مګر دوی زما څخه پیسې غواړي. کورنۍ مې اته زره ډالر تیار کړل او یو طالب ته یې وسپارل، وروسته بیا خوشې شوم.»

دا معلومه نه ده چې دا ډول تورونه د طالبانو پالیسي ده او که یوازې د ځینو طالب قوماندانانو له خوا په انفرادي ډول ترسره کیږي.

انځور: Nazim Qasmy/AP/picture alliance

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو د يو شمیر غړيو دا ادعاوې ردوي او وايې، چې د هغوي نیول او شکنجه کول واقعيت نه لري. هغه وويل: «دغه خبرونه هسي پروپاګند دی. اسلامي امارت عمومي بښنه اعلان کړي ده. هيڅوک حق نه لري، چې د  جمهوريت کارکوونکي وزوروي او چا ته د دي کار اجازه نه ورکوو.»

په دې وروستيو کې د طالبانو داخله چارو وزارت ويلي وو، چې په تير يو کال کي ۱۹۵۰ د قتل پيښې په هېواد کې رامنځ ته شوي دي، خو دا روښانه نه ده، چې څومره شمير يې تير ځواکونه وو.

طالب چارواکي په ځينو حالاتو کې د پخوانيو امنيتي ځواکونو وژل کېدل تاييدوي، خو ادعا کوي چې دا کار د طالبانو له خوا نه، بلکې د شخصي دښمنيو له امله د خلکو له خوا تر سره  شوى دى.

د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو د نیولو او شکنجې ادعا

د طالبانو یوه غړي محمد ناصر حقاني تر دې مخکې د دویچه ویله د پخلاینې په خپرونه کې ویلي وو چې د دغو وژنو ډېره برخه د قومي، سیمه ایزو او نورو دښمنیو له امله تر سره کېږي.

حقاني زیاته کړه: «د غلط فهمۍ او یا د شخصي دښمنۍ له امله د حکومت په لومړیو کې ځينې خپل سرۍ رامنځته شوې خو د شپږو میاشتو تر تېرېدو وروسته بیا داسې پېښې نه دي رامنځ ته شوي.«

کارپوهان بیا د طالب چارواکو دغه څرګندونې ردوي. د پوځي چارو کارپوه او د افغانستان د دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال محمد رادمنش دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو نیول او شکنجه کول رښتیا دي. له بده مرغه د پخواني حکومت او اوس د طالبانو په منځ کې ځينې کسان په فساد کې ښکېل دي. ځینې ​​یې له امنیتي ځواکونو سره له سیاسي اړخه معامله کوي.»

د پخوانيو افغان امنيتي ځواکونو د اعدام په هکله نړيوالې اندېښنې

د دویچه ویله د پخلاینې په پروګرام کې د "رواداری" په نوم د بشري حقونو د سازمان د څارنې د ډلې یوه څیړونکي او غړي خالد ايثار، وویل: «د هدفي وژنو دوام، خلک د طالبانو د عمومي بښنې په اړه بې باوره کړي دي.»

ايثار زياته کړه، د زغم ادارې څېړنې او پلټنې ښيي، چې په تېرو ۱۵ مياشتو کې په ناقانون ډول د وژنو ۶۳۴ پېښې رامنځ ته  شوې، چې ٣١ يې د تېر حکومت، په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو کارکوونکي دي. ايثار وویل: «د پخواني امنيتي ځواک ډېر شمير غړي د طالبانو له ويرې په پټه او په وېره کې ژوند کوي.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل