1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان په «عصري علومو» باور لري؟

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست ویلي دي چې د عصري علومو مخالف نه دي، خو شنونکي وایي چې دا ډول ادعاوې «فریبکارانه» دي. طالبانو په تیرو نږدې درو کلونو کې د دیني مدرسو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Afghanistan Mädchen und Frauen wollen unbedingt wieder zum Unterricht
د طالبانو له بیا واک ته رسیدو راهیسې په تیرو نيږدې درو کولونو کې ډېرو ښځينه ښوونکي پر کور کښیناستلې او د پوهنتون ډېر استادان له هیواده مهاجر شول.انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

د طالبانو ادارې د معارف وزارت سرپرست حبیب الله آغا، له عصري علومو سره د طالبانو مخالفت د «دښمن تبلیغات» بللي او ټينګار یې کړی دی چې دغه ډله د عصري علومې مخالفه نه ده.

نوموړي په یوه غونډه کې چې د کانکور په ازموېنه کې د بریالي شوو زده کوونکو په ویاړ جوړه شوې وه، وویل: «اسلامي امارت غواړي عصري علومو ته پراختیا ورکړي، ځکه بې له عصري علومو زموږ هیواد د نورو هیوادونو له محتاجۍ څخه نه شي خلاصیدلی.»

د طالبانو د پوهنې وزیر په داسې یو وخت کې د عصري علومو د پرمختګ خبره کوي چې اوس له شپږم ټولګې پورته سلګونو زره نجونې ښوونځي ته له ورتګ څخه منع شوي او همدارنګه نجونې اجازه نه لري چې په پوهنتونونو کې حضور پیدا کړي.

سږ کال د کانکور په آزموېنه کې یوې نجلۍ هم حضور نه درلود. د ښځو حقونو مراعاتولو ته د غاړه ایښودلو په خاطر پر طالبانو د نړیوالو فشارونو سربیره دغې ډلې د ښځو د زده کړې په برخه کې په خپل سختګیرانه سیاست کې کوم تغیر نه دی راوستلی.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو راهیسې په تیرو نيږدې درو کولونو کې ډېرو ښځينه ښوونکي پر کور کښیناستلې او د پوهنتون ډېر استادان له هیواده مهاجر شول.

نويد په کابل کې د یوه زده کوونکي مستعار نوم دی. هغه دویچه ویله ته وویل چې طالبان ښوونځیو ته چندان پاملرنه نه کوي: «موږ وینو چې طالبان د دیني مدرسو زده کوونکي تقدیروي او د ښوونځیو له وضعیت څخه څوک خبر نه دي. موږ نه هم ښه ښوونکي لرو او نه هم درسي وسایل. اصلاً څوک د ښوونځیو په فکر کې نه دي.»

دغه زده کوونکي زیاته کړه چې په ښوونځیو کې بې نظمي د دې سبب کیږي چې ډېر زده کوونکي ناهیلې شي او د مهاجرت لاره غوره کړي. شنونکي هم وایي چې طالبان د خپلو خبرو برخلاف د عصري علومو پرمختګ ته ژمنتیا نه لري.

امین الله فروتن چې لیکوال او هغه کس دی چې د افغانستان وضعیت تعقیبوي دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو د معارف وزیر دغه څرګندونې «فریبکارانه» دي، ځکه په خبره یې نه یوازې دا چې د عصري علومو د ودې له پاره هیڅ کار نه کیږي، بلکې هڅه کیږي چې دغه علوم څنډې ته ور پور وهل شي.

هغه وویل: «دغه څرکندونې یوازې یو تظاهر دی، څو خلک تیرباسي او ووایي چې موږ پر مدرنه علومو باور لرو، په داسې حال کې چې په عمل کې یوازې ملایانو او دیني مدرسونو ته ارزښت ورکول کیږي.»

هغه رپوټونه چې د بشري حقونو د بنسټونو له خوا په افغانستان کې د ښوونځیو د وضعیت په اړه خپاره شوي دي، ښيې چې طالبان عصري علومو ته اهمیت نه ورکوي. فروتن وویل: «د طالبانو په ایډیالوژۍ کې پر عصري علومو باور نشته».    

آیا طالبان به پر ښوونیزو مرکزونو محدودیتونه لا ډیر کړي؟

29:46

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل