1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا له اروپا د افغان مهاجرو د اخراج ستونزه هواره شوې؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې په تېرو کلونو کې یې له اروپايي هيوادونو څخه د اجباري اخراج ستونزه په سمه توګه مدیریت کړې ده. د کډوالو چازو وزارت دا هم ويلي چې کورني بې ځایه شويو ته یې هم ژمنۍ مرستې رسولي دي.

Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ۴مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له اروپايي هيوادونو څخه د «ډيپورټ کېدو» بحران یې په سمه توګه مدیریت کړی دی.

نوموړي وويل: «ستاسو په یاد دي چې ټاکل شوې وه په ۲۰۱۶م کال کې له اروپايي هيوادونو څخه ۱۰۰ زره افغان کډوال ډیپورټ شي، خو موږ چې له کوربه هيوادونو سره پرلپسې خبرې وکړي او تر ۳۰۰ ډیرې ناستې مو د هغو هيوادونو له چارواکو سره درلودې، په نهایت کې وتوانیدو چې ډیپورټي بحران مدیریت کړو او په ۲۰۱۶م کال کې مو د ۱۰۰ زره پرځای یواځې۵۸۰ ډیپورټي درلودل.»

خو د همدغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېر ۲۰۱۹م کال کې له اروپايي هيوادونو څخه ۱۲۶۵ افغانان اېستل شوي دي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې یواځې له ترکیې څخه تر ۲۵ زرو ډېر افغانان په زور اېستل شوي دي، دغه راز په همدغه کال کې جرمني هم ۳۶۰ افغانان خپل هيواد ته رالېږلي.د کډوالو چارو وزارت رپوټ وايي چي په ټولیز ډول په ۲۰۱۹ م کال کې ۶۳ زره او ۴۴۹ افغان مهاجر هيواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۲زره او ۲۶۰ یې کوربه هيوادونو په زور راشړلي.

د کډوالو چارو وزارت وايي چې د زيات شمير بې ځايه شويو کورنيو سره یې ژمنۍ مرستې کړي ديانځور: DW/S. Tanha

 کورني بې ځایه شوي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې په۲۰۱۹م کال کې په ټول هيواد کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر نژدې دوو میلیونو ته رسیږي، چې له دې ډلې ۳۹۴۸ یې بېرته خپلو اصلې مېنو ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر وویل چې د کورنیو بې ځایه شویو ۵۳ زره کورنیو ته یې ژمنۍ مرستې رسولي دي:«له اړوندو ملي او نړېوالو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ مو د ژمې تر رارسېدو وړاندې ۹۵ زره او ۳۵۰ بې ځایه شوې کورنۍ تشخیص کړې وې چې جدي مرستو ته اړتیا لري.» بلخي زیاته کړه چې اوس تر شلو زرو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ د بودجې د نشتوالي له امله له مرستو پاتې دي.

خو ایا اړمنو کورنیو ته په شفافه توګه مرستې رسیږي؟

محمد عیسي چې اصلا د کندز ولایت اوسېدونکی دی خو اوس د جګړو له امله کابل ته راکډه شویی دویچه ویله ته وویل چې له شاوخوا دو کلونو راهيسي له خپل اصلي ټاټوبي بې ځایه شوی خو په دې موده کې یې تراوسه هیڅ مرستندوی بنسټ لاسنیوی نه دی کړی.

هغه وویل: «مرستې هغو کسانو ته رسیږي چې واسطه ولري، هغه کسان چې په مرستندویه بنسټونو کې څوک نه پيژني له هر ډول مرستو بې برخې وي.»

خو د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ادعا وکړه چې د مرستو په ویش کې یې بشپړ شفافیت شته.

ده وویل له ۱۱۹۱۴ سختو زیانمنو شویو کورنیو له ډلې، تر شپږ زره ډیرو کورنیو سره د کډوالو چارو وزارت نغدي مرستې کړي او د پاتې نورو کورنیو سروې هم دوام لري.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل