1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا پر طالبانو به نړيوال فشارونه کومه پایله ولري؟

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت پرهغه اعلاميې چي پکښي په افغانستان کي د یو ټولشموله حکومت د جوړولو له پاره پر طالبانو د فشار یادونه سوې،نیوکي کړي دي،خو د طالبانو مخالفوسیاسي څېرو يې بیا هرکلی کړی دی.

Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
انځور: Stringer/REUTERS

د امریکا د باندنیو چارو وزارت تازه پر خپله ویبپاڼه د افغان کډوالو له پاره د معلوماتو نوې څانګه پرانیستې ده، په دې برخه کي يې د کډوالۍ پر اطلاعاتو سربېره ټینګار کړی دی چي امریکا په افغانستان کي د ټولو افغانانو په خوښه د ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. 
د اعلاميې په یوه برخه کي راغلي دي: «له افغانانو سره زموږ ژمنه دوام لري، زموږ فشارونه به تر هغو روان وي، چي واک په منظم ډول یو داسي ټولشموله حکومت ته نه وي لېږدېدلی چي له هغه څخه د هر افغان په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو ملاتړ نه وي.»

ځيني هغه سیاسي څېرې چي له افغانستان څخه دباندي يې سیاسي غورځنګونه شروع کړي، په دې باور دي چي پر طالبانو دي تر هغه فشارونه روان وساتل سي چي دغي ډلي د یو ټولشموله حکومت جوړولو ته غاړه نه وي ايښې.

اړوند: امريکا په افغانستان کې يوه ټول شموله حکومت ته د واک پر ليږد ټينګار کوي

د مخکني حکومت د سولي پلاوي غړی او د «دافغانستان د ژغورني مقاومت جبهې» سیاسي غړی محمد ناطقی دویچه ویله ته وویل، طالبان د ټولشموله حکومت جوړولو ته چمتو نه دي او که چیري دا لړۍ همداسي روانه وي، نو ښې پایلي به ونه لري.» 

افغانستان | د طالبانو د دفاع وزیر ملامحمد یعقوب له نورو طالب چارواکو سره انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

ناطقي زیاتوي: «د ښځو او نارینه و وضعیت ورځ په ورځ بدتریږي، طالبان د دغو ستونزي مسؤل دي او که چیري طالبان خبرو اترو ته چمتو نه سي، نوري ستونزي به هم راپیداسي.»

د ناطقي په خبره، د ستونزو دوام په افغانستان کي یو بحران او فاجعې ته لار هواروي او دا به داسي پایلي ولري چي اوس يې هیڅ توقع نه سي کېدلای.

شاوخوا پنځلس میاشتي کېږي چي طالبان واک ته رسیدلي دي، هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي، نړيوالي ټولني په وار وار له طالبانو غوښتي چي د بشري حقونو په منلو سره دي د یو ټولشموله حکومت جوړولو ته لستوڼي راپورته کړي، خو طالبان خپله اوسنۍ اداره ټولشموله ګڼي او د نړيوالي ټولني غوښتني د افغانستان په چارو کي لاسوهنه بولي.

په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤل محمد نعیم وردک د امریکا د باندنیو چارو وزارت دغي اعلامې ته په غبرګون کي دویچه ویله ته وویل چې د دې اعلامې خپرول د افغانستان په چارو کي لاسوهنه او هیڅ هیواد حق نه لري چي د بل هیواد په داخلي چارو کي لاس ووهي.

اړوند: د طالبانو مشر د ځمکو د غصب د مخنیوي له پاره فرمان صادر کړی

وردګ د ټولشموله حکومت په اړه وايي: «په افغانستان کي داسي حکومت راغلی چي د خلکو امنیت يې ټنیګ کړی، د خلکو د هوسایني له پاره هڅه کوي او د ټولو میلتونو لکه هزاره، ازبک، پشه اي او نورستانیان په حکومت کي دندي لري.»

خو ناطقي بیا د طالبانو حکومت یوه «کوچنۍ اقلیتي ډله» ګڼي او وايي د افغانستان ځوانان، ښځي، مدني فعالان او سیاسي څېرې له دغه حکومت څخه خوشحاله نه دي.

تراوسه پوري د طالبانو په وړاندي یوشمیر سیاسي حرکتونه د «افغانستان د خلاصون له پاره د مقاومت جبهه»، «د ملي سولي او عدالت غورځنګ» او «د عدالت او خپلواکۍ سیاسي بهیر» تر نومونو لاندي جوړ سوي دي، په دې ډلو کي یوازي «د ملي مقاومت جبهه» په محدود ډول نظامي فعالیت لري، نوري ټولي ډلي د سیاسي خبرو اترو له لاري د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کوي.

د افغانستان په اړه د برلین کنفرانس انځور: Reuters

د سیاسي چارو کار پوه ملک ستېز دویچه ویله ته وویل چې د یو کال په تېرېدو سره طالبانو نه یوازي د خلکو او نړيوالي ټولني غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايه، بلکي لا يې پر افغانستان محدودیتونه ډېر کړل.

اړوند: د م.م. په عمومې اسامبله کې د افغانستان پر وضعيت ژوره انديښنه ښوول شوې

ستېز زیاتوي: «دغه محدودیتونه د دې سبب کېږي چي نړيواله ټولنه د طالبانو په اړه خپل لیدلوری بدل کړي، امریکا متحده ایالات هم له دې دایرې څخه دباندي نه دي، په اروپايي ټولنه کي هم سیاسیون ستړي سوي دي او په دې اړه به هڅه وکړي چي د افغانانو په ملاتړ د طالبانو اوږدمهالي ځایناستي طرح کړي.»

د ستېز په خبره، دغسي اعلامیې خپرول په نړيواله او ملي کچه له هرکلي سره مخامخیږي، که څه هم روسیه، چین او ایران له طالبانو سره نسبتاً ښې اړیکي لري خو بیايي هم د طالبانو کارونه نه دي خوښ او دغه اعلامیه کیدای سي په نړيواله سطحه د طالبانو  پر بدل فکر راپيداکړي.

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په دې وروستیو کي ۸صبح ورځپاڼي ته ویلي، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او امکان لري چي د افغانستان د برخلیک ټاکلو له پاره د بن غونډي په څېر یوه پراخه غونډه جوړه سي.

زموږ ارشیف : 

آیا پخوانیو چارواکو ته به طالبان په خپل حکومت کې ځای ورکړي؟

25:20

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل