د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کي د پکتیا د غرنۍ سیمي د یوه کلي د اوسیدونکو پر یوې ډلي باندي د ریپر ماډل بې پیلوټه الوتکي یوه حمله تر سره او۷ کسه يې پکښي ووژل سوه. ددغه کلي اوسیدونکي وايي، چي دا لومړنۍ حمله نه وه، خو د افغانستان څخه دباندي هیڅوک په دې اړه څه نه وايي او داسي معلومیږي، چي ددې موضوع سره هیڅوک علاقه مندي نه لري.
په پکتیا کي که څه هم له ډیره وخت راهیسي طالبان فعاله دي، خو د ډرون ددغي حملې اکثریت قربانیان ملکي کسان وه، چي په منځ کي يې کوچنیان او ښځي دواړه شامل وه. هغوی د خپلي ساحې څخه دباندي په حرکت کي وه، تر څو د خپلو مالونو له پاره واښه او لرګي راټول کړي. خو لږ وروسته هغوی وژل کیږي.
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکئ او د قربانیانو یو خپل، محمد انور وايي، چي« هیڅوک نه غواړي زموږ اواز واوري. زه شک لرم، چي قاتلین به یو وخت هم محاکمه سي. زموږ یوازنۍ امیدواري خدای ته ده.»
په حقیقت کي هم ددغي حملې مسؤلین ددغه کلي څخه ډیر لیري په یوه امریکایي قراراګاه کي ناست دي او له هغه ځای څخه د ډرون حملې رهبري کوي.
د انور په خبره ځینو کورنيو خپل د ډوډئ راوړلو کسان له لاسه ورکړي دي. انور امریکايي مجلې،(فورن پالیسي / خارجي سیاست) ته د تلیفون د لاري ویلي چي«د کلي اوسیدونکي مایوسه او اینده یې نامعلومه ده.»
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه
د طالبانو په يوه برید کې د سه شنبې په ورځ په پکتیا ولایت کې تر۳۰ زیات کسان ووژل شول او تر۲۰۰ تنو زیات نور پکښې ټپیان شول. کومو وسله والو بریدونو په افغانستان کې ډیر تلفات رامنځ ته کړي؟ انځور: Reuters/O. Sobhani د ۲۰۰۷ کال د نومبر ۶مه نیټه یوه ځانمرګي برید په بغلان ولایت کې د ۵۹ ماشومانو او د پارلمان د شپږو غړو په ګډون ۷۹ کسان ووژل.
انځور: picture-alliance/dpa د ۲۰۰۸م کال د فبروري میاشتې ۱۷مه نیټه په کندهار کې د سپو جنګولو په موخه د راټولو شویو کسانو په منځ کې ځانمرګي برید د ۵۰ امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۴۰ تنه ووژل.
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seiam د ۲۰۰۸م کال د جولای میاشتي ۷مه نیټه په کابل کې د هندوستان پر سفارت برید ۶۰ کسان ووژل.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai د ۲۰۰۹ کال د اګست ۲۵مه نیټه په کندهار کې یوه موټر بم ۴۳ ملکيان ووژل.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer د ۲۰۱۰ کال د جون میاشتې ۹مه نیټه یوه ځانمرګي برید کوونکي د واده په یوه محفل کې چاودنه وکړه او ۵۰ تنه یې ووژل.
انځور: dapd د ۲۰۱۱م کال د دسمبر میاشتې ۶مه نیټه په کابل کې د عاشورا مراسمو پر مهال یوه برید ۸۰ کسان ووژل.
انځور: Reuters/O. Sobhani د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نیټه په شمالي ولایت فاریاب کې په یوه مسجد کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۴۲ تنه ووژل شول.
انځور: Reuters د ۲۰۱۳م کال د اپریل میاشتې ۳مه نیټه طالبانو په فراه ولایت کې د محکمې مخې ته برید وکړ او د ۱۰ امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۴۶ کسان ووژل. طالبانو غوښتل خپل هغه غړي آزاد کړي چې محاکمې یې جریان لره.
انځور: picture-alliance/Photoshot د ۲۰۱۴ کال د نومبر میاشتې ۲۳مه نیټه طالبانو په پکتیکا ولایت کې د هغو کسانو په منځ کې چې د والیبال د یوې لوبې لیدو ته راټول شوي ول، چاودنه وکړه او ۵۷ کسان یې ووژل.
انځور: picture-alliance/dpa/Ahmadullah Ahmadi د ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتې ۹مه او ۱۰مه نیټې طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر برید وکړ او لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/S. Saiem د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر۲۶مه نیټه په داعش ترهګرې ډلې پورې تړلو کسان له غور ولایت څخه ۳۰ تنه برمته کړل او بیا یې ووژل. په وژلو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo د ۲۰۱۶ کال د اپریل میاشتې ۱۹مه نیټه په کابل له چاودیدونکو موادو ډکه یوې لارۍ موټر چاودنه رامنځ ته کړه چې بیا یې په تعقیب د سپکو وسلو جګړه پیل شوه. په پیښه کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۰ تنه نور ټپیان شول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul د ۲۰۱۶م کال د نویمبر میاشتې ۲۱مه نیټه داعش په کابل کې د شعیه مسلمانانو پر یوه مسجد د برید پړه پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یې ۲۷ تنه ووژل شول او ۶۴ تنه نور ټپیان شول.
انځور: picture alliance/AA/H. Sabawoon د ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشتې ۱۰مه نیټه په کابل کې پارلمان ودانۍ ته نزدې غبرګونۍ چاودنې وشوې چې پکښې ۳۸ تنه ووژل شول او ۸۶ تنه نور ټپیان شول.
انځور: Reuters/O.Sobhani د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې ۸مه نیټه د ډاکترانو په جامو کې برید کوونکي د کابل پوځي روغتون ته ننوتل او تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل. په دې برید کې تر ۱۰۰ ډیرو کسانو د وژل کیدو خبره هم کیږي. د برید پړه ترهگري ډلي داعش پر غاړه واخیسته.
انځور: Reuters/M. Ismail د ۲۰۱۷م کال د اپریل ۲۱مه نیټه طالبانو په مزارشریف ښار کې پر یوې پوځې اډې برید وکړ او ۱۴۴ تنه یې ووژل.
انځور: Reuters/A. Usyan د ۲۰۱۷م کال د مې میاشتې ۳۱مه نیټه په کابل کې د آلمان سفارت ته نزدې چاودني تر۱۵۰ ډیر کسان ووژل او په سونو تنه نور یې ټپیان کړل.
انځور: REUTERS/O. Sobhani د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې لومړۍ نیټه په هرات ولایت کې په یوه مسجد کې چاودنې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل. د برید پړه داعش ترهګري ډلې پرغاړه واخیسته.
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi د ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې ۲۵مه نیټه په کابل کې د شعیه مسلمانانو په مسجد کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ تنه نور ټپیان شول. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د برید پړه پر غاړه واخیسته.
انځور: Reuters/O. Sobhani
اوضاع اوس نوره لا پسي نامعلومه ده. د نیویارک ټایمز د یوه رپوټ پر اساس د امریکا متحده اایالاتو او طالبانو تر منځ تازه امضأ سوی تړون یو ضمیمه پروتوکول هم لري، چي طالبانو ته د امریکايي قواوو د حرکاتو په باب معلومات ورکوي. امریکا غواړي په دې سره عملأ دا هدف تر لاسه کړي چي له افغانستان څخه د امریکايي قواوو دوتلو پر وخت طالبان چپ پاته سي.
د افغانستنا حکومت چي ددغه تړون د امضأ کولو پروخت نه وو رابلل سوی او یوې خوا ته پريښول سوی وو، اوس په دې هم نه پوهیږي، چي ایا د ډرون حملې بندي سوي او که ادامه لري؟
«ترهګري ته نه باید په ترهګري سره جواب وویل سي.»
په افغانستان کي د امریکايي هوايي قواوو د ډرون تکنالوژۍ پخوانۍ کارپوهه، لیزا لینګ په اند دا چي پر ملکي کسانو باندي د ډرون وژونکو حملو په باب تحقیقات نه دي سوي، نو دغه کار باید د جنګي جنایت په کټه ګورۍ کي شامل سي.
لیزا لینګ همدغه امریکايي مجلې ته ویلي دي، چي « هره هغه حمله، چي پکښي ملکي کسان وژل کیږي، باید د جزأ په بین امللي محکمه کي یې تحقیق وسي. نړیواله ټولنه باید دغه خبره واوري اوعمل وکړي.»