1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایا په الوتکه کي به یوازي د ماسکونو سره سفرممکن وي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

دې خبرې چي په یوه تنګ ځای کي ډیر انسانان سره ناست وي په کرونا د اخته کیدو خطر زیاتوي، الماني هوايي شرکتونه په دې فکرکي اچولي، چي په الوتکه کي د ماسکونو ایښول مکلفیت وګرزي. خو ایا مسافر باید د روغوالي سند هم وښيي؟

Deutschland | Coronavirus - Flughafen Berlin-Tegel
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

د کورونا پانډمي ته په کتو سره د هوايي سفرونو المانۍ څانګه غواړي په طیارو کي پرمسافرینو باندي ماسکونه مکلفیت وګرزوي. ددغي څانګي د طرحي په مسوده کي، چي فرانکفورتر الګماینه ورځپاڼي پرون دوشنبه (د اپریل ۱۹ مه) چاپ کړې، راغلي دي، چي ټوله مسافر باید طیارې ته د ختو، د سفر د جریان او کښته کیدو پر وخت ماسکونه کښیږدي. په دغه مسوده کي د دوی د راتلونکو پروازونو په هکله مجموعأ ۲۰ نقطې راغلي، چي د هوايي شرکتونو د تګلارو او هم هوايي میدانونو په باب دي.

ددغي طرحي مطابق مسافرین مکلف دي، چي د سفر پر وخت ماسکونه ولري او هغه کښیږدي هم. د انسان د صحت او سلامتیا دغه فوق العاده تدابیر باید هغه وخت لا ونیول سي، چي مسافر هوايي میدان ته لا نه وي تللی. دا په دې معنی، چي مسافر باید د انلایني چِک کیدو پروخت دا وښيي، چي جوړ او خصوصأ د کرونا په ویروس باندي نه دی اخته.

ددې د پاره چي فاصله مراعت سي، هوايی المانۍ څانګه غواړي په دغه وخت کي مسافرو ته د لوډسسپیکرونو د لاري لا ډیر خبرداري ورکړي، ډیري غرفې خلاصي کړي او د سفر د یوه معین وخت پروازونه تقدیم کړي. پردې سربیره به یې په خبره د تبي د اندازه کولو آلې ولري، چي د مسافرو تبي به په کتل کیږي. خو داچي کومي طیارې چي درې قطاره ولري او د منځ چوکیاني دي یې خالي پاته سي، د ورځپاڼي په حواله په دغو پیشنهادونو کي نه دی شامل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب