1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایا په کرونا تر اخته کیدو وروسته سړی معافیت حاصلوي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

دا تیوري اوس عامه سوې، که یو څوک په کرونا باندي اخته سي، نوهغه وروسته معافیت لري. ځکه نوځیني هیوادونه غواړي اوس د «معافیت سندونه» توزیع کړي. نړیوال روغتیايي سازمان بیا د دې څخه خبرداری ورکوي. نو ایا سړی معافیت نه حاصلوي؟

Symbolfoto Impfstoff
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

جهاني صحي سازمان په ژنیو کي اعلان کړی دی چي داسي «تازه شواهد موجود نه دي، چي د کرونا کووید ۱۹ ویروس څخه چي یو وار څوک جوړ سوی، معافیت یې حاصل کړی وي او په دغه ویروس د دوهمي دورې اخته کیدو څخه خلاص سي.» دغه سازمان خبردراری ورکوي، چي د په اصطلاح «معافیت سندونو» توزیع ممکنه ده، د کرونا ویروس حتی نور هم پراخ او دوهم واري شیوع ته یې زمینه برابره کړي .

د دغه سازمان په اطلاعیه کي راغلي دي، چي تر جمعې ورځي (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) پوري هيڅ یوې څیړني مشخصه کړې نه ده چي «هغه انسانان چي یو واري په کرونا ویروس باندي اخته سوي، معافیت یې حاصل کړی وي او بیا دي په هغه اخته نه سي.»

ایا قیودات دي راکم سي؟

د ځینو هیوادونو حکومتونو په دې باندي شروع کړې ده، چي په وینه کي د معافیت جوړیدو اوټستونو پر بنأ خپلو اتباعو ته د «معافیت سندونه» توزیع کړي. د دې طریقې پراساس نو د کرونا په خاطر وضع سوي قیودات راکموي او په کراره کراره سره بیرته کارونواو عادي ژوندانه ته زمینه برابروي، تر څو اقتصاد بیرته پر پښو ودریږي.

خو د نړيوال صحي سازمان په حواله موجوده علمي ارقام دې ته اجازه نه ورکوي چي د«معافیت» او یا د «نه تشویش سندونه» دي توزیع سي،‌ بلکې په خبره يې «هغه کسان چي فکر کوي،د کرونا ویروس دوهمي مرحلې په مقابل کي یې معافیت حاصل کړی دی او کولای سي نور صحي خبردرایو ته پام نه وکړي، کیدلای سي راتلونکي خطرونه لا لوړ کړي، نه یوازي پخپله په اخته سي، بلکي ویروس یې نورو ته هم سرایت وکړي.»

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب