1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د سپوږمۍ ورکړل شوې تیږې اوس جیرې دي؟

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

پخواني امریکایي ولسمشر ریچارد نیکسن، د «اپولو ۱۱» او «اپولو ۱۷» له خوا ځمکې ته راوړل شوې د سپوږمۍ تیږې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۳۵ هیوادونو او د امریکا ۵۰ ایالتونو ته د ښه نیت د ښوولو په موخه ورکړې.

Pluto aufgenommen von der NASA Sonde New Horizons
انځور: Reuters/NASA New Horizons/Handout

د دغو تیږو له ډلې څخه اوس یې ډیرې شمیر د نړۍ په بیلابیلو موزیمونو او د ساینس په انستیتوتونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. خو یو شمیر نورې یې بیا یا لادرکه شوي، یا غلا شوي او یا هم له منځه تللې دي. دا چې دغه تیږې اوس چیرې دي په اړه یې د امریکا متحده ایالاتو د فضا نوردۍ ادارې یا ناسا پخواني کارکوونکي جوزیف ګوتیینز، د هغه زده کوونکو او د «کولیکت سپیس» په نوم یوې انټرنټي پاڼې څیړنې کړي دي.

د دغو څیړنو په پایله کې موندل شوې چې افغانستان ته د سپوږمۍ هغه ورکړل شوې دوه تیږې چې د «اپولو ۱۱» او «اپولو ۱۷» له خوا ځمکې ته راوړل شوې وې، اوس لادرکه دي. خو دا یوازې افغانستان نه دی چې دغه تیږې یې له لاسه ورکړي دي. پر دې هیواد سربیره یو شمیر نورو هیوادونو هم د امریکا متحده ایالاتو دغه ډالۍ یا هیڅ نه ده ترلاسه کړې او یا اوس ترې لادرکه ده.

قبرس هیواد ته دغه تیږې په ۱۹۷۴ کال کې د ترکیې د برید له کبله هیڅ و نه رسیدي. هغه وخت د قبرس له پاره د امریکا متحده ایالاتو سفیر ووژل شو چې له کبله یې د دې تیږو د تسلیميدو چارې هم ګډې وډې شوې. څو کاله وروسته بیا د یو امریکایي دیپلومات زوی دغه تیږې بیرته ناسا ته ورکړې، خو هغه هیڅ کله هم قبرس ته و نه سپارل شوې.

د هندوراس هیواد تیږې بیا د دوو امریکایي مامورینو له خوا هغه مهال وموندل شوې چې یوه سوداګر ته یې د پلورل کیدو هڅه کیده. هغه وخت د دې هیواد د پوځ یوه چارواکي غوښتل دغه تیږه په ۵۰ زرو ډالرو وپلوري، خو کله چې امریکایان پرې خبر شول نو دغه تیږه یې ونیوله او بیرته یې هندوراس ته وسپارله.

د ایرلند د «اپولو ۱۱» تیږه د دوبلین په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې وه خو هغه بیا په ۱۹۷۷ کال کې د یوه اور له کبله له منځه ولاړه. د لبنان پخواني مشر  معمر القدافي ته ورکړل شوې د سپوږمې تیږې اوس لادرکه دي. د مالتا د سپوږمۍ تیږه په ۲۰۰۴ کال کې غلا شوه او لا تر اوسه پورې نه ده موندل شوې.

ویل کیږي چې د نیکاراګوا د سپوږمۍ تیږې یوه کس ته د پنځو او لسو میلیونو ډالرو په ارزښت پلورل شوې دي. د همدې هیواد له پاره د سپوږمې یوه بله تیږه بیا په یوه ډول لاس ویګاس کې د یوې کسینو مالک لاس ته لویدلې وه.

د رومانیا د سپوږمۍ تیږو له ډلې څخه یوه یې لادرکه ده. هسپانیا هم په همدې برخلیک اخته ده. ویل کیږي چې د دې هیواد د دوو تیږو له ډلې څخه یوه یې پلورل شوې او بله یې په یوه موزیم کې نندارې ته ایښودل شوې ده.

(ms/sr (afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل