1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا چرس د کرونا ویروس مخ نیولای سي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

کاناډايي څیړونکي ګومان کوي، چي چرس امکان لري د کرونا ویروس مخنیوی وکړي. د دوی دغه نتایج د چرسو پواسطه د سرطان او معدې د مریضانو د علاج هغه برخه ده، چي پخوا لا تطبیق سوي وه.

Medizinisches Cannabis
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Chiu

د کرونا ویروس په مقابل کي د یوه واکسین او یا هم یوې دوأ د پیداکولو په جریان کي ساینسپوهان په اوس وخت کي هم د عنعنوي او هم لږ عنعنوي طریقو څخه کار اخلي. هغوی په دې لار کي مثلأ د ایبولا ویروس پر ضد د موجوده دوأ، رمزیفیر څخه استفاده وکړه. او په جرمني کي بیا د کرونا واکسین د جوړولو په لار کي هغه دواوي امتحانیږي، چي د سرطان د معافیت په لار کي پخوا لاجوړي سوي دي.

فرانسوي محقیقن بیا دې ته اشاره کوي، چي نیکوتین یا سګریټ څکول ، چي معمولأ د انسانانو صحت ته ډیر خطرناکه دي، کیدلای سي سړئ د کرونا د نوي ویروس په مقابل کي وساتي.

او اوس بیا د کاناډا څخه داسي خبر رارسیدلی دی، چي په چرسو (د بنګو په پاڼو/کانابيس) کي داسی ماده موجوده ده، چي د بدن حجرات د کرونا د نوي ویروس په مقابل کي ساتي. نو که فرضأ دغه څیړنه تایید سي، نو چرس هم کیدلای سي د نیکوتینو په ډول تأثیر وکړي. د کاناډا د لیتبرېج د پوهنتون د بیالوژئ پروفیسر، ایګور کووالچوک دویچه ویلي ته وویل،» دغه نتایج د آرتروزه یا هډوکو د پاړسوب، د موربوس کرون یا معدې مریضي ، سرطان او نورو تکلیفونو څخه پلاس راغلي دي.«

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

لکه د نیکوتینو په باب دلته هم محقیقین ګومان کوي، چي د چرسو او بنګو ځیني مواد د دې توانايي لري، چي د کرونا ویروس ضعیفه کړي او پرې نږدي، چي سږي ته ننوزي، چیري چي بیا ټینګ پاتیږي، ډیریږي او پسي پراخیږي.

عادي چرس کفایت نه کوي

یو تعداد ډاکټرانو طبي چرس د یوه سلسله ناروغیو د علاج دپاره په کار وړي دي: د خواګرزیدو څخه نیولې تر ډیمینڅ یا هیري ترمریضۍ پوري. خو طبي چرس هغه ډول چرس نه دي، چي یو څوک یې په خپله مځکه یا باغ کي کري. طبي چرس یو نوع مواد لري، چي د رواني مریضیو په مقابل کي هم ورڅخه استفاده سوې ده.

د کاناډا په البیرتا کي ساینس پوهانو پدې منځ کي پرهغو چرسو باندي ډیر تمرکز کړی دی، چي د التهاب او زخمونو د جوړولو په لار کي مؤثر واقع سوي دي. کاناډايي محقیقینو د چرسو تر ۸۰۰ اضافه انواعو ته انکشاف ورکړی دی او د هغې جملې څخه یې ۱۳ ډوله مشخص کړی دي، چي د دوی په نظرپه بدن کي د کرونا ویروس سره مقابله کولای سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب