1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني دولتي رسنۍ: مظاهره چیانو د افغانانو پر موټرو برید کړی

۱۴۰۰ بهمن ۹, شنبه

ایراني دولتي رسنۍ وايي چې د ایران په جنوب ختیځ کې ایران ته د بهیدونکو اوبو د حق غوښتلو مظاهره چیانو د افغانانو پر لارۍ ډوله موټرو برید کړی دی. د رپوټونو په حواله دغه پیښه د ایران په سیستان بلوچستان کې رامنځ ته شوې ده.

Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
انځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

د ایران دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې د جمعې په ورځ د ایران په جنوب ختیځ د سیستان بلوچستان په ایالت کې له افغانستان څخه ایران ته د بهیدونکو اوبو د حق غوښتلو یو شمیر مظاهره چیانو لاریون کړی دی. د ایراني رسنیو په حواله، قهرجنو لاریون کوونکو په سیمه کې د یو شمیر افغانانو پر لاریو برید هم کړی دی. د ایرنا په نامه د ایران د دولتي رسنۍ په حواله، د افغانستان سره پر پوله پروت د سیستان بلوچستان یو شمیر اوسیدونکو د دواړو هیوادونو ترمنځ په بندري سیمه کې لاریون کړی دی.

د هلمند رود اوبه د افغانستان له لارې ایران ته بهیږي او په همدې نامه د ایران هامون جهیل ته یې اوبه رسیږي. د ایرنا رسنۍ د رپوټ په حواله، د تیرې پنجشنبې په ورځ په سرحدي سیمه کې د لاریون له پاره د راټولیدو اجازه هم نه وه ورکړل شوې خو لاریون کوونکو په لاس کې داسې شعارونه نیولي وو چې پکې د اوبو د حق غوښتلو په هکله یې د مذاکراتو غوښتنه کوله. په رپوټ کې زیاته شوې چې ایراني پولیسو وروسته له هغې مداخله وکړه کله چې په سرحدي سیمه کې د افغانانو پر یو شمیر لاریو باندې مظاهره چیانو بریدونه وکړل.

ایرنا دولتي رسنۍ په خپل رپوټ کې زیاته کړه چې د سیستان بلوچستان په مرکز ذاهدان کې یو شمیر نورو کسانو د افغانستان قونسلګرۍ مخې ته هم لاریون کړی دی.

تیرکال د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند پر سیند باندې د کمال خان د اوبو بند پروژه افتتاح کړه چې له کبله یې هغه مهال هم په ایران کې غبرګونونه را پاریدلي وو. پخواني ولسمشر د افتتاح په مراسمو کې ویلي وو چې تر دې وروسته به اضافه اوبه ایران ته په وړیا توګه ورنکړي بلکې د اوبو په بدل کې یې د پیسو غوښتنه کړې وه.

انځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې د دواړونو هیوادونو ترمنځ د ایران حق آبه [د اوبو حق] د ۱۹۷۲م کال د تړون په اساس د قانون په چوکاټ کې مشخصه شوې او له افغانستان څخه یې د تړون د عملي کولو غوښتنه کړې وه.

د هلمند سیند په مرکزي افغانستان کې سرچشمه اخلي او بیا د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومترو بهیدو وروسته د ایران سیستان بلوچستان سیمې ته بهیږي. په ایران کې د هامون جهیل چې په شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت کې پروت دی یو وخت د نړی یو له سترو جهیلونو څخه شمیرل کیدو، داسې جهیل چې اوبه یې له افغانستان څخه ور بهیږي. د معلوماتو له مخې، دغه جهیل اوس مهال د اوږدو وچکالیو او همدا راز له افغانستان څخه د اوبو د کمښت له کبله تر ډیره وچ شوی دی.

په عین وخت کې د پخواني حکومت تر ړنګیدو وروسته او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو راهیسې یو شمیر سترې اقتصادي او زیربنايي پروژې په ټپه ولاړې دي. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د کمال خان بند د پاتې کارونو له پاره یې غونډه کړې ده.

د افغانستان د ملي تلویزیون د رپوټ په اساس «د اوبو او انرژي وزارت مسولینو د کمال خان بند د پاتې چارو پیلولو په موخه غونډه کې ډاډ ورکړی، چې اوسنی نظام د ملي پروژو بشپړولو ته ژمن دی او کوم امکانات چې لري د خپل ولس د هوساینې او ښېرازۍ لپاره به یې ونه سمپوي.»

خ. ح / ا. و. ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل