1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا کړې

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په خپل هوایي قلمرو کې یي د امریکا يوه بی پيلوټه الوتکه را نسکوره کړې ده. خو امریکا بیا وایي چې دغه الوتکه د ایران په فضایي قلمرو کې نه، بلکې په بین المللي حریم کې په نښه شوې نه ده.

Deutschland US-Riesen-Drohne Global Hawk
انځور: picture-alliance/dpa/Northrop Grumman

د ایران سپاه پاسداران ډلې د ایران فضایي قلمرو ته د یوه امریکایي بی پیلوټه الوتکې تر ننوتلو وروسته د هغې د را نسکورولو خبر ورکړی دی. خو په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قوماندې مرکز وایي چې هیڅ کومې امریکایي بی پيلوته الوتکې د ایران په فضاء کې پرواز نه دی کړی.
د سپاه پاسداران په بیانیه کې راغلي دي: «نن سهار وختي (پنجشنبه د جون میاشتې ۲۰) د امریکا د ګلوبل هاواک  بی پیلوټه الوتکه چې موخه یې جاسوسي وه، د ایران له فضايي حریم څخه تر تیريدو وروسته، د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو له خوا په نښه او را نسکوره شوه، چې د هرمزګان ایالت کوه مبارک سیمي ته مخامخ د ایران هوایي قلمرو ته ننوتلې وه.» د کوه مبارک سیمه د عمان خلیج له سواحلو څخه ډیره فاصله نه لري.
دا بیانیه په داسې یو وخت کې خپریږي چې د عمان په خلیج کې پر دوو نفت لیږدونکو بیړیو د برید په پایله کې د ایران او امریکا ترمنځ ترنگلتيا زياته شوې ده. امریکا ایران د دغو بریدونو مسئول بولي خو ایران په خپل وار سره دغه تورونه رد کړي دي.
هغه بی پيلوټه الوتکه چې سپاه پاسداران یي په هرمزګان ایالت کې د رانسکورولو ادعا کړې، دRQ-4   ګلوبل هاواک له ډول څخه ده. هرمزګان ایالت هم د هرمز تنګې په شمال کې قرار لري. د دغې بی پیلوټه الوتکې تولیدونکي وایي چې دغه الوتکه کولی شي د ۳۰ ساعتونو له پاره له ځمکې څخه د ۱۶ کیلومترو په لوړوالي کې پرواز وکړي او د ډیرو پراخو ساحو ډیر دقیق انځورونه خپل د قوماندې مرکز ته واستوي.
په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د قوماندې د مرکز ویاند بیل اوربان، د اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د «امریکایي بی پیلوټه الوتکه د ایران خاورې په فضاء کې نه وه.«
امریکایي رسنۍ »فاکس نیوز« رپوټ ورکړی دی چې امریکایي بی پیلوټه الوتکه د ایران د دافع هوا د یوه توغندي په وسیله رانسکوره شوې ده. نوموړي رسنۍ د امریکا متحده ایالاتو د یوه استازي په حواله چې نوم یي نه دې اخیستل شوی ویلي دي چې د «ام. کیو ۴.سي تریتون» امریکایي بی پيلوټه الوتکه د هرمز تنګې په فضاء کې، چې د بین المللي حریم پورې تعلق لري، په نښه شوې ده. «ام. کیو ۴.سي تریتون» د « دRQ-4   ګلوبل هاواک» بی پیلوته الوتکو بل نوم دی.
تیره اونۍ (د جون په ۱۶ نیټه) د امریکایي پوځ د قوماندې مرکز د یوې بیانیي په خپرولو سره د رسنیو هغه رپوټونه تائيد کړل چې ویل شوي وو ایران د عمان خلیج په اوبو کې د امریکا د بی پیلوټه جاسوسي کونکي الوتکې د رانسکورولو هڅه کړې، خو ترڅنګ یي ویلي وو چې ایران په خپله دې هڅه کې بریالی شوی نه دی.
ehl/stu (ap, rtr, dpa)/sn/bs

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب