1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او امریکا ته د گروسي"وړاندیز"؛ ویتکاف ته د عراقچي جواب

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ اسفند ۴, دوشنبه

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دریم پړاو په درشل کې، د هغې د محتوا په اړه اټکلونه ادامه لري. ویل کیږي چې دواړې خواوې د گروسي د وړاندیز د ارزونې په حال کې دي.عراقچي وايي چې موږ به تسلیم نه سو ځکه چې ایرانیان یو.

په ژنیو کې د ایران د خارجه وزیر ، عراقچي د نړیوالې اټومي ادارې له مشر رافایل گروسي سره د خبرو اترو په حال کې
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دریم پړاو په درشل کې، د هغې د محتوا په اړه اټکلونه ادامه لري. انځور: Iranian Foreign Ministry/AP Photo/picture alliance

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو به د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۲۶ مه په ژنیو کې ترسره سي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي به د ترمپ له ځانگړي استازي سره وگوري.

د واشنگټن چارواکي دا څېړي چې د ایران هر ډول انعطاف پذیري به د امریکا متحده ایالاتو له حداقل غوښتونو څخه کمه وي. په عین حال کې د پوځي اقدام په هکله چمتووالی او داخلي بحثونه ادامه لري.

ستیف ویتکاف چې د امریکا اصلي مذاکره کوونکی دی، د شنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۲۱ مه د فوکس نیوز له ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي و چې ډونالډ ترمپ "کنجکاو" دی چې ولې ایران په منځني ختیځ کې له فشارونو او پوځي ځواک له حجم سره سره، تر اوسه پورې د امریکا غوښتنې نه دي منلي.  

اړونده موضوع:  ایران د امریکا پوځي اډې "مشروع اهداف" اعلان کړل

عباس عراقچي نوموړو څرگندونو ته په غبرگون د یکشنبې په ورځ د ایکس پر  شبکې ولیکل: " له دې کبله کنجکاو یاست چې پوه سی چې ولې موږ نه تسلیمیږو؟ ځکه چې موږ ایرانیان یو."

ویتکاف همدارنگه د خپلې مرکې په بله برخه کې وویل چې ترمپ له خبرو اترو مخکې هغه او جرد کوشنر ته امر کړی و چې "د صفر غني کول" او "د غني سویو یورانیمو بیرته ورکول" سره کرښه ده.

د ایران او امریکا له خوا د گروسي د وړاندیز څېړنه

نیویارک ټایمز د څو چارواکو له خولې په یوه رپوټ کې لیکي چې د ترمپ حکومت او ایران د هغه وړاندیز د  ارزونې په حال کي دي چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي منشي، رافایل گروسي له خوا وړاندې سوی دی.

د نوموړي وړاندیز له مخې، ایران ته اجازه ورکول کیږي چې د طبي اهدافو له پاره ډیره کمه اندازه، اټومي سوند توکي تولید کړي. ایران له کلونو راهیسې د تهران په څېړنیز راکټور کې طبي ایزوتوپونه تولیدوي.

اړونده موضوع: وینس: ایران د امریکا له ټولو سرو کرښو سره موافقت نه دی کړی

د نیویارک ټایمز په حواله، که دغه وړاندیز عملي سي، ایران کولای سي ادعا وکړي چې همدارنگه د یورانیمو غني کول ترسره کوي. ترمپ هم کولای سي دلیل راوړي چې ایران ټول هغه تاسیسات بندوي چې د اټومي وسلو د تولید امکان یې برابروی.

خو لا روښانه نه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت دي حاضر وي چې خپل پراخ اټومي پروگرام چې په میلیارډونو ډالر ورباندې پانگونه سوې ده، یوې ډیرې محدودې او کوچنۍ برنامې ته راکم کړي.

همدارنگه د ترمپ له خوا د "صفر غني کولو" د سرې کرښې په توگه ټاکل کیدو ته په پام سره، دا روښانه نه ده چې آیا امریکا متحده ایالات به یوازې د سرطان د درملنې مطالعاتو او طبي اهدافو له پاره د اټومي راډیو درملو محدود تولید ته اجازه ورکړي.

اړونده موضوع: په ژنيو کې د ایران او امریکا د اتومي مذاکراتو نوی پړاو

سترګې د راتلونکو خبرو اترو نتیجې ته دي

ډیری شنونکي او څارونکي د پنجشنبې د ورځې خبرې اترې حساسې او مهمې گڼي. ددې احتمال موجود دی چې ایراني اړخ به هم له یوه داسې اټومي وړاندیز سره په ژنیو کې حاضر سي چې د اسلامي جمهوریت سرې کرښې منعکسوي.

باید ولیدل سي چې دغه وړاندیز به د سپینې ماڼۍ د منلو وړ وي او که امریکا به د منځني ختیځ په ساحه کې له ځای پرځای سوو پوځي ځواکونو څخه د استفادې په لور بوزي.

داسې ښکاري چې یوې موافقې ته رسیدل به ستونزمن وي، په ځانگړې توگه که چیرې امریکا د توغندیو پروگرام او د تهران له خوا ملاتړ سوي نیابتي ملیشو موضوع هم په خبرو اترو کې راولي. د اسلامي جمهوریت د مشرانو د څرگندونو بیاکتنه ښیي چې هغوی د دې دوو موضوعگانو په هکله د شاته کیدو او خبرو اترو هیڅ اراده نلري.

اړونده موضوع: ترمپ: ایران مذاکره کوي ځکه نه غواړي ورباندې برید وکړو

د "اسرائیل هیوم" ورځپاڼې د یوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له خولې رپوټ ورکړی دی چې ترمپ د حکومت د داخلي کړۍ د ټولو کسانو نظرونه اوریدلي او تمه کیږي چې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې پریکړه وکړي چې آیا ویتکاف به حتی د ایران  د دقیق وړاندیز له ترلاسه کولو مخکې لا ژنیو ته واستوي او که څنگه.

ددغه امریکايي چارواکي په خبره، داسې نه ښکاري چې په مذاکراتو کې د ایران استازي به، د پوځي گواښ جدیت او یا هم د امریکا د برید د عواقبو شدت درک کړي.

خو، دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي وویل چې ټرمپ شیان په بل ډول ویني او باور لري چې د رژیم بدلون کولای سي د سیمه ایزې ستراتیژيکي وسیلې په توگه کار وکړي، او د سم وخت او غوره شرایطو په تمه دی.

د نوموړي په ​​وینا، د امریکا په حکومت کې، ډیری ټیمونه د هغو گامونو له پاره پر پلانونو کار کوي چې کولای سي له برید وروسته د رژیم د سقوط سبب سي، او همدارنگه د هغو شخصیتونو د روزلو له پاره چې کولای سي واک په لاس کې ونیسي ترڅو ګډوډیو مخنیوی وکړي .

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب