ایران او طالبان د خواف-هرات ریل پټلۍ پروژې په هکله غږیدلي
۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبهپه کابل کې د ایران سفارت وایي چې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ ادارې له مشر بخت الرحمن شرافت سره په لیدنه کې د اوسپنۍ پټلۍ په برخه کې په ګډو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.
اړوند مطلب: د خواف-هرات ریلگاډی پټلۍ د جوړولو قرارداد څلورمه برخه لاسلیک سوه
د ایران سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې قمي او شرافت د خواف-هرات رېل پټلۍ پروژې د بشپړولو او پر تخنیکي چارو غږیدلي دي: »د خواف-هرات رېل لارې د پرانستلو، د دې لارې د بشپړولو او دوام او د فني او تخنیکي روزنې په برخه کې په همکارۍ نظرونه تبادله شوي.«
د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف-هرات رېل پټلۍ ۲۵۵ کیلو متره اوږدوالي لري، چې د جوړولو چارې یې په څلورو برخو ویشل شوي دي. د دې رېل پټلۍ دوې برخې، د ۷۶ کیلو مترو په اوږدوالي د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال بشپړې شوې، چې په ۲۰۲۰ کې د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له لورې یې پرانیسته وشوه، خو د پاتې برخو چارې یې لا هم نیمګړې پاتې دي.
اړوند مطلب:
د دې پروژې پاتې درېیمه او څلورمه برخه هرات د اسلام کلا څخه پیلیږي او د هرات هوایي میدان په مسیر کې دوام پیدا کوي، چې د جوړولو له پاره یې په دې وروستیو کې طالب او ایراني چارواکو څو وار پر له پسې ناستې کړې دي.
اړوند مطلب: ترکمنستان د ریل پټلۍ برخه کې افغان زده کونکي روزي
د ایران سفارت په خپله ټویټر پاڼه دغه رزا زیاته کړې ده، چې په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا، د افغان سوداګرو او مسافرو لپاره د ویزو په اسانتیاوو او یو لړ نورو مسایلو هم خبرې اترې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.