1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو مخالفت کړی

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې هیواد یې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د خبرو اترو مخالفت کوي، ځکه چې په خبره یې په دغو مذاکراتو کې افغانان او حکومت نه دی شامل کړل شوي.

Ali Shamkhani, Sekretär des iranischen Sicherheitsrates
انځور: ima

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رئیس مرستیال امیر البحر علي شمخاني، ویلي دي: «د افغانستان د خلکو د ګډون پرته هره ستراتیژي، هره پریکړه او یا پلان ناسم دی» او له ناکامۍ سره به مخامخ شي.

د هغه له قوله وړاندې ویل شوي: «طالبان د افغان ولس یو حقیقت دی دا له پامه نه شي غورځول کیدی. خو آیا ټول افغانان طالبان دي؟ نه!»

شمخاني دغه څرګندونې په تهران کې د افغانستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان او روسیې له جګپوړو امنیتي چارواکو سره تر لیدنې کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړي.

هغه پر متحده ایالاتو باندې تور ولګاوه چې هڅه کوي چې د افغانستان له وضعیت څخه په ګټې اخیستنې سره «د چین، روسیې او ایران په پولو کې ناامني رامنځ ته کړي.» هغه زیاته کړه چې د «سیمه ایز امنیت په هکله ډیالوګ» د ایران د منزوي کولو له پاره د واشنګټن د ناکامۍ د هڅې ثبوت وو.

د سپتمبر په میاشت کې متحده ایالات او طالبانو د یوه احتمالي توافق په درشل کې ول، چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دغه خبرې اترې ودرولي. د دې دلیل د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي وو چې پکې په کابل کې هغه برید هم شامل وو چې د نورو سربیره پکې یو امریکایي تبعه هم وژل شوی وو.

دغه خبرې اترې د سپتمبر میاشتې په اوومه نیټه بیرته پېل شوې، خو د باګرام پر پوځې اډې د طالبانو د برید وروسته یو ځل بیا د دمې په حالت کې دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل