ایران د امریکا پوځي اډې "مشروع اهداف" اعلان کړل
۱۴۰۴ اسفند ۱, جمعه
په ملگرو ملتونو کې د ایران سفیر، امیر سعید ایرواني د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتو عمومي منشي، انتونیو گوتیرش ته په یوه لیک کې ويلي دي چې د ټرمپ د تېرې ورځې "جګړه ییزې څرګندونې" دا روښانه کړه چې"د پوځي یرغل ریښتینی خطر" موجود دی. د داسې عمل پایلې به د سیمې له پاره یو ناورین او "د نړیوالې سولې او امنیت له پاره جدي گواښ" وي.
اړونده موضوع: ترمپ له مذاکراتو سره سم پر ایران فشارونه ډیروي
ټرمپ په وار وار ایران ته د پوځي اقدام گواښ کړی و. د چهارشنبې په ورځ، هغه د هند په سمندر کې له بریتانیا څخه موریس ته، له ستراتیژیک پلوه مهم د چاگوس ټاپوگانو د بیرته ستنیدو پر پلان باندې سخت انتقادونه وکړل. هغه په خپله ټولنیزه شبکه " تروت سوشیال" کې په لیکلو سره وویل، که چیرې امریکا د اټومي خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې پر ایران برید وکړي، نو ممکن د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه د چاګوس د ټاپو په ډیاگو گارسیا کې له پوځي اډې څخه کار واخلي، کوم چې له بریتانیا سره په گډه کار کوي.
ایران ته د ضرب الاجل تعينول
ترمپ د پنجشنبې په ورځ، ایران ته، یوه توافق ته درسیدو له پاره ۱۵ ورځې وخت ورکړ. هغه په واشنگټن کې وویل "که نه نو ډیر ناوړه څه به پیښ سي."
د امریکا متحده ایالاتو او ایران د فبرورۍ په سر کې د عمان په منځگړیتوب، د ایران د اټومي پروگرام په هکله خبرې اترې له سره پیل کړې. په دې اړه د غیر مستقیمو خبرو اترو دوهم پړاو په ژنیو کې د سه شنبې په ورځ ترسره سو.
اړونده موضوع: وینس: ایران د امریکا له ټولو سرو کرښو سره موافقت نه دی کړی
له دغو خبرو اترو سره په موازي ډول، امریکا خپل پوځي حضور ته په پراخه کچه وده ورکړه. ترمپ پر تهران باندې د فشار د زیاتولو له پاره، سیمې ته دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ هم واستوله.
اوسني مذاکرات د تیر کال په جون میاشت کې د اسراییل او ایران ترمنځ له دولس ورځنۍ جګړې وروسته لومړني مذاکرات دي. امریکا متحده ایالاتو د اسرائيل په پلوي په دغه جگړه کې مداخله وکړه او په ایران کې یې ډیر شمیر اټومي تاسیسات بمبار کړل.