1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د جنورۍ د اعتراضونو درې تنه اعتراض کوونکي اعدام سول

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د ایران قضايي خبري آژانس (میزان) د جدي د میاشتې د اتلسمې نیټې له اعتراضونو څخه د دریو تنو اعتراض کوونکو له اعدام څخه خبر ورکړ. د چارواکو په خبره، دغه کسان د «قتل او محاربې» په تور اعدام سوي.

په انځور کې د اعدام یوه رسۍ لیدله کیږي
د بشري حقونو بنسټونو په وار وار پر ایران باندې د اعدامونو له کبله انتقاد کړی دی ،انځور: Sascha Steinach/Steinach/IMAGO

د ایران قضايي خبري آژانس یا میزان په حواله، مهدی قاسمی او صالح محمدی د "قتل او جگړې" په تور اعدام سوي دي. د سعید داودي تور هم "جگړه" او د امریکا او اسرائیل "په گټه عملیاتي اقدام" اعلان سوی دی. د اعدام حکم نن د پنجشنبې په ورځ د مارچ پر ۱۹ د ایران په قم ښار کې عملي سو.

اړونده موضوع: د ايران قضايه قوه: ژر به د لاريون کوونکو محاکمه پيل سي

د نوموړي رپوټ له مخې، دغه کسان  په قم ښار کې د جدي د میاشتې د اتلسمې په ماښام "د انتظامي ځواکونو د دوو تنو د مامورینو په قتل کې په لاس لرلو" تورن سوي وو.

د بشري حقونو بنسټونو په وار وار سره، دایران پر اسلامي جمهوریت تور لگولی چېد اعدام له سزا څخه د خپلو مخالفینو د خاموشه کولو له پاره د یوې وسیلې په توگه کار اخلي.

تیره ورځ هم د کوروش کیواني په نوم یو ایراني لاصله سویډنی تبعه د  "اسرائیل له پاره د جاسوسۍ" په تور په ایران کې اعدام سو. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د هغه دوه تابعیت والی تأیید کړی دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب