1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د دوو افغانانو په ګډون ۲۹ تنه اعدام کړي دي

۱۴۰۳ مرداد ۱۸, پنجشنبه

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې پرون چهارشنبه په ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۲۹ تنه اعدام سوي دي. پر دې سربیره په ایران کې له افغان مهاجرو سره ناوړه چلند، زور زیاتی او د دوی اخراج ادامه لري.

Iran Symbolbild Hinrichtung
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

د ایران د بشری حقونو سازمان پرون چارشنبه ( د اگست ۸ مه) ناوخته د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې په ایران کې د دوو افغانانو په ګډون پر ۲۹ تنو د اعدام حکم عملي سوی دی.

دغه سازمان ویلی دي دغه ۲۹ بندیان چې په هغو کې دوه افغانان او یو بلوڅ هم شامل وو، د قصدي وژنو، مخدره موادو او جنسي تیريو په تور په قصاص او اعدام محکوم سوي وو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د دغو کسانو د اعدام حکم د چارشنبې په سهار په ډله اییز ډول د کرج د قزل حصار او کرج په مرکزي زندان کې عملي سوی دی.

د دغه رپوټ په یوه برخه کی راغلي : «په دې ډول د سرطان پر ۲۶ مه د جمهوري ریاست تر انتخاباتو یوه میاشت وروسته، دایران په زندانونو کې لږ تر لږه  ۸۷ تنه اعدام سوي دي.»

ایران کې د افغان کډوالو ځورول او نیول ادامه لري

بل لوري ته په ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هیواد د امنیتي چارواکو د ناوړه چلند په هکله هم راپورونه ورکول کیږي. په دغه هیواد کې د افغان کډوالو نیول کیدل، شکنجه او همدا راز بیرته افغانستان ته د دوی اخراج هم ادامه لري.

ایراني رسنیو تازه رپوټ ورکړی چې دتهران  په ښار کی ۴۶ افغان مهاجر نیول سوي دي. په هغو انځورونو کې چې د ایران د مهر خبري آژانس له خوا خپاره سوي، لیدل کیږي چې پولیس د دغو مهاجرو د کار ځای ته ور داخلیږي او هغوی نیسي.

ځینو ایراني چارواکو د »پرته له اسنادو افغان مهاجرو د راټولولو له ضربتي طرحې« څخه خبره کړې ده.

د مهر په نامه ایراني خبري اژانس ویلی دي چی دغه بې اسناده ۴۶ افغان مهاجر د عسکر آباد کمپ ته انتقال سوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قوماندان ویلي دي چی پرته له اسنادو خارجي اتباع باید د کال تر پایه پورې خپلو هیوادونو ته ستانه سي.

په وروستۍ پیښه کی د هغه انځور خپریدل د خبرونو سرټکی گرځیدلي چې پکې د ایران د پولیسو یو مامور د یوه تنکي افغان ځوان پر ستوني یې خپل زنگون ایښی دی. 

په تیرو دوو ورځو کې، دایران د انتظامي ځواکونو دغه اقدام سخت غبرگونونه راپارولي دي او ځینو هغه په ۲۰۲۰ م کال کې په امریکا متحده ایالاتو کې د پولیسو له لوري د تور پوستي جورج فلوید له زور زیاتي ډک نیول کیدو سره پرتله کړي دي.

د مهاجرو په چارو کې کارپوه او سیاسي فعال، بهروز اسدي د افغان مهاجرو په وړاندې د ایراني چارواکو دغه اقدام په کلکه غندلی دی.

هغه دویچه ویله ته وویل:«باید د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، مرستندویه سازمانونو، بشري حقونو او د مهاجرو د چارو سازمانونو له چارواکو څخه غوښتنه وسي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د دغه ډول ښکاره چلند د مخنیوي له پاره اقدام وکړي.»

حتی د هغو افغانانو اخراج هم چې په ایران کې د اوسیدو اسناد لري، ادامه لري. په نیمروز کې د طالبانو د ادارې د محلي چارواکو په حواله، هره ورځ څه د پاسه دوه زره تنه افغانان بیرته افغانستان  ته اخراج او یا هم په داوطلبانه ډول بیرته هیواد ته ستنیږي.

د افغان مهاجرو اخراج په داسې حال کې ادامه لري چې دغه هیواد له فقر او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او دغه هیواد مهاجرو ته د رسیدگۍ وس نلري.

له بلې خوا د ډیرو رپوټونو له مخې هغه کسان چی له ایرانه  اخراجیږي، داسې کسان دي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د اوسنیو واکمنانو له ویرې یې دغه هیواد ته پناه وړې او په وروستیو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له کبله هم ګڼ شمیر افغانانو ایران ته مخه کړې ده.

GP/AH/Ebrahimkhil, Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل