1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سرحدي کرښو په اړه د طالبانو نه پوهاوی د نښتو لامل ګرځي»

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د ایران خارجه وزارت د ایراني سرحدي عسکرو او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته ویلي چې د طالبانو سرحدي ځواکونه د سرحدي کرښو او سرحدي سیمو په اړه دقیق معلومات نه لري چي له امله یې ځینې حرکتونه د غلط فهمۍ او نښتو لامل ګرځي.

Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په نیمروز ولایت کې د ایراني پوله ساتو او طالب ځواکونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالی په غبرګون کې وویل چې افغان پوله ساتونکي د سرحدي کرښو په اړه دقیق معلومات نه لري چې دا کار کله نا کله د جګړې لامل ګرځي.

کنعاني په تهران کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو له حکومته وغوښتل چې خپل سرحدي ساتونکي له سرحدي نقطو او کرښو سره آشنا کړي.

 په همدې حال کې د افغانستان له پاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې ایراني او طالب چارواکو د سرحدي کړکېچ د هواري له پاره ګډه غونډه کړې ده.

حسن کاظمي قومي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په هیرمند سیمه کې د یکشنبې پر ورځ د زمري میاشتي پر نهمه نېټه له نښتې وروسته د طالبانو د موقت حکومت د ایران د استازي او د دفاع وزارت په حضور کې غونډه جوړه شوه.

د يکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت سرحدي ځواکونو له ایراني پوله ساتو سره نښته وکړه، چې له څه مودې وروسته ودرېده په دې جګړه کې يو طالب ووژل شو.

په تېر یوه کال کې دا څوهم ځل دی چې د طالبانو او ایراني سرحدي پوځیانو ترمنځ پر سرحدي کرښو نښته کېږي.

تر اوسه د دغو نښتو اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو دواړه لوري پر یو بل د سرحدي سرغړونو تورونه لګوي.

انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیالي میرا احمدي ویلي چې دا نښته د افغان پوله ساتو ځواکونو له پارونکو کړنو وروسته شوې ده.

هغې وویل: «له بده مرغه افغان پوله ساتي ځواکونه پارونکي اعمال ترسره کوي او د ایران د اسلامي جمهوریت پر سرحدي ساتونکو ډزې کوي چې په ځواب کې زموږ ځواکونه هم ډزې کوي او جګړه یو ساعت وروسته پای ته رسیږي د افغانستان پوله ساتونکو ته اړينه ده چې د افغانستان جغرافیوي او سرحدي حدود وپیژني او دا مسله څو څو ځله افغان لوري ته ویل شوې»

خو طالبان ادعا کوي چې لومړی د ایران سرحدي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د دوی پر ځواکونو ډزې کړي. په نیمروز کې د طالبانو په خبره طالب ځواکونو دغو بریدونو ته ځواب نه دی ویلی او دا موضوع یې له مرکزي ادارو سره شریکه کړې.

د طالبانو د حکومت پوله ساتو ځواکونو نه یوازې له ایراني پوله ساتو سره نښتې کړې بلکې د تېر کال په اوږدو کې په بېلابېلو پولو کې نښتې شوې دي تېره ورځ د پکتیکا ولایت د پټان پر پوله هم نښته شوې وه، چې ویل کېږي د پاکستاني پوځیانو د ډزو له امله ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کارپوهان په دې باور دي چې له څو لسیزو راهیسې د ایران او پاکستان له خوا پر پوله پرمختګونه د سرحدي کړکېچ اصلي لامل ګرځیدلي. د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت دویچه ويله ته وویل، په تېرو پنځو لسیزو کې چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې روانې وې، د ایران او پاکستان هېوادونو په ځینو سرحدي نقطو کې د افغانستان دننه پرمختګونه کړي دي.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو د حکومت د سرحدي سرتېرو د مسلکي روزنې نشتوالى او د دواړو هيوادونو د سرحدي ساتونکو ترمنځ د همغږۍ نشتون د سرحدي تاوتريخوالي نور لاملونه دي.

هغه وویل: «ایران او پاکستان دواړو د پولو کرښې یو څه بدلې کړې دي، ایراني لوري د افغانستان په خاوره کې بیلرونه دننه کړي دي او کله چې افغان لوری د خپل پلان له مخې ګزمې کوي، نو تشنج رامنځته کېږي افغان پوله ساتي مسلکي زده کړې نه لري او د دواړو هيوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د اړیکو منظم سیستم هم نشته پاکستان هم خپله پوله څو کیلومتره افغانستان ته اړولې ده چې دا د سرحدي شخړو لامل ګرځي.»

سیاسي کارپوه طارق فرهادي په دې باور دی، چې له ایران سره سرحدي کړکېچ مختلف ابعاد لري. د هغه په ​​وينا د انسان قاچاق، نشه يي توکي او د هلمند د اوبو موضوع هغه لاملونه دي چې د دې ډول جګړو لامل ګرځي. هغه وايي چې طالبان دې دا مسله جدي ونيسي او په لوړه کچه دې حل کړي.

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودیت ادعاوي او د پولو کړکیچ

طارق فرهادي د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی او سرحدي جګړه د تحریک طالبان پاکستان پورې تړلې ګڼي. نوموړی وايي، د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې شتون لري او د دغې ډلې اړوند کسان وخت په وخت په هغه هېواد کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد بریدونو کوي او دا کار د افغانانو ترمنځ د جګړو او مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

هغه وويل: «کله چې پاکستان په افغانستان کې دننه بريدونه کوي، نو دا د TTP يا پاکستاني تحريک طالبان فشار دی، خو کله چې دوی له سرحدي کرښې څخه پر افغان خاوره بريدونه کوي، دا په حقيقت کې له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده خو طالبان نشي کولای خپل د TTP ملګري چې په کابل کې ځای پر ځای دي کنټرول کړي او له پاکستان سره د خبرو اترو سره سره د هغوی بریدونه دوام لري او دا له پاکستان سره د سرحدي تاو تریخوالي یو له اصلي لاملونو څخه دی.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند د دویچه ویله پوښتنو ته ځواب ونه وایه.