1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د شګو طوفان مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د ایران د دولتي رسنیو د رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد په سویل ختیځ کې د شګو طوفان په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډیر شمیر نور ټپیان شوي دي.

Iran Sandsturm Abadan
په تیرو درو ورځو کې سیستان-بلوچستان په پنځو ښارونو کې تر ۱۳۰۰ ډیر انسانانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده.انځور: Hossein Abdollah Asl/Tasnim

د ایران دولتي خبري آژانس «ايرنا» د جمعې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د بحران مدیریت ادارې د مشر مجید محبي په حواله ویلي دي چې په تیرو درو ورځو کې د دغه ولایت په پنځو ښارونو کې تر ۱۳۰۰ ډیر نور انسانان روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملنې په موخه وروستل شوي دي. دغه ولایت [سیستان-بلوچستان] له افغانستان سره ګډه پوله لري.

مجبي زیاته کړه چې دغو درو تنو د «د خراب لید له امله رامنځته شوو پيښو» کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له ۱۳۴۶ تنو ناروغانو څخه اکثرو یې د تنفسي، زړه او سترګو له ستونزو څخه شکایت درلود.

په منځني ختیځ کې ډیر کله د شګو باد یا طوفانونه رامنځته کیږي، خو په دې وروستیو کلونو کې نه یوازې دا چې ډیر شوي، بلکې شدت یي هم زیات شوی دی.

کارپوهان د دغو طوفانونو د ډیریدو علت ته، د څړځایونو له لمنځه وړلو، د ځنګلونو د پریکولو او د سیندونو له اوبو څخه تر اندازې زیاتې استفادې کولو ستونزو سره ارتباط ورکوي.

همدارنګه د ایران په سویل ختیځ کې په پرله پسې ډول د تیزو بادونو له کبله د ځمکې نم یا رطوبت په پرله پسې ډول مخ په کمیدو یا وچیدو دی. له همدې امله د روان کال په لومړیو کې له ګاونډي هیواد افغانستان سره د اوبو پر سر شخړه هم رامنځته شوه.

تهران پر کابل تور لګوي چې د هلمند پر رود یې د اوبو بند په جوړولو سره ایران ته د خپلېحق آبې یا اوبو حق په اساس د اوبو بهیدلو مخه نیولې ده.

ایران د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د اقلیمي بدلونو له کبله په شدید ډول اغیزمن شوي دي. دغه هیواد په تیرو لسو کلونو کې ډیر شمیر وچکالۍ او تر څنګ یې ډیر سیلابونه هم تجربه کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل