ایران: د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوې ښځه مړه سوه
۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه![Iran | Mehsa Amini starb durch die Gewalt der iranischen Polizei](https://static.dw.com/image/63152342_800.webp)
اعلان
لندن میشتي سازمان، «نېټ بلوکس» خبر ورکړی دی، چي په تهران کي انترنیت « سخت محدود» سوی دی.
د مذهبي پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته مهسا امیني پرون جمعه (د سپټمبر ۱۶ مه) په یوه روغتون کي مړه سوه، چيري چي په اخره کي د کوما په حالت کي وه.
د بشر د حقوقو فعالینو ویلي دي، چي دغه ۲۲ کلنه ښځه د پولیسو په یوه پوسته کي پر سر باندی وهل سوې وه. خو دغه ادعا چارواکو په کلکه سره رد کړې وه.