له لېرې لارې د محاسبې سپوږمکۍ (پارس ۱) چې د روسیي توغوونکي سایوز له خوا د واستوچني فضایي اډې څخه وتوغول شوه ۱۳۴ کیلوګرامه (۲۹۵ پونډه) وزن لري او په دریو کمرو سمبال ده.
د واستوچني فضايي اډه چې په ۲۰۱۶م کال کې فعاله شوه، د روسیې په ختیځ کې د آمور په سیمه کې موقعیت لري، دغه اډه له چین سره په پوله د ولادي واستوک بندر په شاوخوا ۱۵۰۰ کلیومرتۍ کې پرته ده.
د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عیسی زارع پور، د دغه هېواد دولتي ټلویزیون ته وویل: «د دې له پاره چې زموږ اوسنیو فضايي اډو د لمر په ۹۸ درجو مدارونو کې د سپوږمکۍ د لېږدولو توان نه درلود، د پارس ۱ سپوږمکۍ د روسیې له اډې څخه وتوغول شوه.»
د ایراني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، پارس ۱ سپوږمکۍ یوه څېړنیزه سپوږمکۍ ده چې د ډيزاین، جوړیدو، چمتو کیدو او آزمویلو کارونه یې د ایران د فضايي څېړنو په انستیتوت کې شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی دی چې دا سپوږمکۍ درې عکس اخیستونکي کمرې لري او«د ځمکې د سرچینو په اړه معلومات په دریو مرحلو کې ترلاسه کوي».
ویل کیږي چې د دغې سپوږمکۍ لنډ موج چې رنګه طیف لري کولی شي په سلو ورځو کې د ایران شاوخوا ۹۵ سلنه ځمکې انځورنه واخلي.
دغه راز تود دوربین یې کولی شي په شپه کې له ۴۵ ورځو نه په کمه موده کې د ټول ایران عکسونه واخلي.
روسیې د خیام په نوم، له لېرې لارې د محاسبې سپوږمکۍ په ۲۰۱۶ کال کې د قزاقستان د بایکانور فضایي اډې له لارې د ځمکې مدار ته واستوله.
دغه کړنې د دواړو هغو هیوادونو تر منځ د ژورو اړیکو څرګندونه کوي چې د امریکا په تحریمونو کې دي.
د سنتينل سپوږمکۍ د لارې اخيستل شوي د ځمکې د کُرې انځورونه
د اروپايي ټولنې د ځمکې د څېړنې پروګرام کوپرنيکوس نوميږي. تر ۲۰۲۱ م کاله پورې به ۲۱ سنتينل سپوږمکۍ فضا ته توغول شوې وي. د ځمکې د نړيوالې ورځې په پلمه د درو لومړنيو سنتينل سپوږمکيو له خوا اخيستل شوي ښايسته انځورونه ووينئ.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015په دغه عکس کې د فرانسې د مديترانې د سمندر غاړه ګورئ. د فرانسې په کان ښار کې د کوپرنيګوس پروګرام له پاره د سنتينل سپوږمکيو مهم توکي جوړيږي. د ايربوس شرکت هم ځينې پرزې په اختيار کې ورکوي.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې درې سنتينل سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې. د دريمې سنتينل سپوږمکۍ له خوا اخيستل شوی دغه انځور د نيل سيند او د نژدې ختيځ يوه برخه ښېي. د سنتينل په نوم سپوږمکۍ هغه انرژي اندازه کوي چې د ځمکې د سطحې څخه پورته کيږي.
انځور: ESA/modified Copernicus Sentinel data 2016دغه ډېر دقيق انځور د سعودي عربستان د ساحل په اوږدو کې په سره سمندر کې د مرجانو غونډۍ ښېي. د سنتينل سپوږمکيو د انځورونو کيفيت د پخوانو سپوږمکيو په پرتله ډېر ښه دی. په دغو انځورونو کې ونې، بوټي، سيندونه، لښتي او ساحلونه په دقيق ډول څېړل کېدلی شي.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015دغه عکس وروسته رنګ کړل شوی دی چې په سودان کې د خرطوم سويلي برخه ښېي. په ښي پاسني اړخ کې د نيل سيند يوه څنډه ليدل کيږي. سره ټکي د سيند په اوږدو کې بوټي ښېي. رنګ وروسته ورکړل شوی دی څو له عکسونو څخه سم تعبير واخيستل وشي.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015په دغه عکس کې د لويديځې افريقا سيرا لېون هېواد ليدل کيږي. پلازمېنه فريټاون يې د انځور په لاندنۍ برخه کې په نيمه ټاپو کې قرار لري. اقتصادي چارې يې د ژورو اوبو په طبيعي بندر پورې تر ډېره تړلې دي. د اروپا د فضايي ادارې څېړونکي وايي چې ګرد چاپېره جوړ شوي ښارګوټي اوس بندر ګواښي ځکه چې د ښارګوټو د جوړولو له پاره ځنګلونه وهل شوي دي.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015د يوما ښار څلورکونجه جوړښتونه
د سنتينل سپوږمکيو ډېر شمېر عکسونه هنري ارزښت لري. په دغه انځور کې د امريکا متحده آيالاتو په اريزونا آيالت کې پروت د يوما ښار ليدل کيږي. دغه ښار د مکسيکو له پولې سره څېرمه پروت دی.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015د آرال سمندرګی په ورکېدو دی
دا د آرال په نوم سمندرګی دی چې د درو سنتينل سپوږمکيو له عکسونو څخه يو ځای شوی دی. د اروپا فضايي اداره وايي چې د آرال سمندرګی «د دې له پاره اصلي ثبوت دی چې بشر څه ډول اغېزې پر چاپېريال او طبيعي سرچينو باندې لري.» د ۱۹۶۰ کال راهيسې يې د ډېر استعمال د وجې ۹۰ سلنه اوبه له لاسه ورکړې دي.
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2014/2015دغه انځور د آلمان پلازمېنه برلين ښېي. سړی ليدلی شي چې دغه ښار څومره زرغون دی چې په لويديځ کې يې د تېګل او وان به نوم ډنډونه قرار لري. د انځور په لاندنۍ منځنۍ برخه کې پخوانی هوايي ډګر ليدل کيږي. که نور د سپوږمکۍ له خوا اخيستل شوي انځورونه ليدل غواړئ، نو لاندې ويبپاڼې ته مراجعه وکړئ: www.esa.int/spaceimages/Images
انځور: ESA/Copernicus Sentinel data 2015