ایران د څو اروپایانو د نیول کیدو خبر ورکړ
۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه![Iran Teheran | Festnahme](https://static.dw.com/image/63211362_800.webp)
اعلان
د ایران استخباراتي ادارې خبر ورکړی دی، چي په نیول سوو کسانو کې د جرمني، پولینډ، ایټالیا، فرانسې، هالینډ او سویډن اتباع شامل وه. د بشر د حقوقو د فعالینو په حواله پردې سربیره په ایران کي په لسهاوو فعالین، محصلین او هنرمندان هم نیول سوي دي.
په ۱۹۷۹ م کال کي د اسلامي انقلاب راپدیخوا ایران لږ د دغه ډول احتجاجي څپې د یوه حالت سره مخامخ سوی دی، کوم چي د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوي ځواني ایرانۍ، مهسا امیني تر مړه کیدو وروسته یې انکشاف پیدا کړی دی.