ایران: د اسرائیل له پاره د "جاسوسی" په تور یو سړی اعدام سو
۱۴۰۴ دی ۱۷, چهارشنبه
د ایران قضايي قوې اعلان وکړ چې داسرائیل د استخباراتي آژانس (موساد) له پاره د جاسوسۍ په تور د علي اردستاني په نوم د یوه کس د اعدام حکم یې عملي کړی دی.
د قضاییه قوې د رسنیو مرکز په هغې اعلامیې کې چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د جنورۍ ۷مه) خپره سوه، ادعا کړې چې علي اردستاني "د مجازي فضا له لارې د موساد له افسرانو سره اړیکه نیولې او نوموړي آژانس ته یې د ډیجیټل اسعارو په بدل کې د ځانگړو ځایونو او هدف لرونکو اشخاصو په اړه عکسونه او معلومات ورکړي دي."
اړونده موضوع: فعالان: په ۲۰۲۵م کال کې په ایران کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام سوي
په اعلامیې کې دا هم ویل سوي چې هغه "پر مجازی اړیکو سربیره، په ایران کې دننه له اشخاصو سره په شخصي ډول لیدنه کتنه درلوده او راټول سوي معلومات یې د هغوی په اختیار کې ورکول."
د ایران قضایه قوه همدارنگه ادعا کوي چې علي اردستاني "د ماموریت په جریان کې نیول سوی و او د تحقیقاتو او محکمې د پروسې په جریان کې یې پر تورونو اعتراف وکړ" او د هغه د اعدام سزا "د سترې محکمې له تصویب وروسته" عملي سوه.
اړونده موضوع: ملګري ملتونه: ايران سږکال تر ۸۴۰ ډېر کسان اعدام کړي
د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې ډیر شمیر کسان د اسرائیل له پاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي. د ایران او اسرائیل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جگړې وروسته، د بشري حقونو کارپوهانو د اعدام د حکمونو او د "جاسوسۍ" په تور دقضايي احکامو د صادرولو په هکله خبرداری ورکړی دی او دا کار یې له پوځي کړکیچنو وروسته د داخلي فشار د شدت نخښه بللې ده.